هندوستان له ايران او پاکستان سره د برېښنا پر لس ميليارد ډالري تړون موافقې ته رسېدلی

هندوستان له ايران او پاکستان سره د برېښنا د لس ميليارد ډالري تړون پر سر کارکوي اوهغه يې بشپړولو ته نږدې کړی. د دغه تړون له مخې به په ايران کې د 6 زره مېګاواټه برېښنا د توليد يو ګازي سټېشن جوړيږي او بيا به د لوړ ولټاژ د انتقال 1500 کيلومتره لاين له ايران څخه د پاکستان له لارې هندوستان ته غځول کيږي .د تړون له مخې به زر مېګاواټه برېښنا پاکستان ته او 5 زره مېګا واټه هندوستان ته لېږدول کيږي .