روسا ګارایوګلیا؛ د اېټالیا د مشروباتو د تر ټولو سترې کمپنۍ ونډه واله


د اېټالیا د مشروباتو د تر ټولو سترې کمپنۍ ونډه واله «Rosa Anna Magno Garavoglia» په اېټالیا کې د الکولي مشروباتو د تر ټولو سترې کمپنۍ ستره ونډواله ده.
نوموړې ته دا ونډې له خپل خاوند څخه په میراث پاتې دي. خاوند یې « ډومنیک ګارایوګلیا» چې د کیمیا په برخه کې زده کړې کړې وې، په ۱۹۵۲ زېږدیز کال کې د « ګروپو کمپاري» په نوم د مشروباتو له دې کمپنۍ سره کار پیل کړ.
۹ کاله یې له دې کمپنۍ سره د عادي کارکوونکي په توګه دنده ترسره کړله او وروسته د کمپنۍ د یوې برخې مشر شو.
په ۱۹۷۶ زېږدیز کال کې د هغې کورنۍ چې د ګروپو کمپاري کمپنۍ مالکه وه، وروستۍ غړې «Angiola Maria Migliavacca» تقاعد وکړ او پر ځای یې ډومنیک وګومارل شو.
د هغې وفادارۍ او ژمنتیا له کبله چې ډومنیک له کمپنۍ سره درلوده نوموړي ته دا کمپنۍ د میراث په توګه ورکړل شوه. په زړه پورې یې دا ده چې دغه میراث د نسبي اړیکو پر اساس نه بلکې د ژمنتیا پر اساس د ډومنیک په برخه شو.
د ډومنیک چې اوس مړ دی کورنۍ یې د همدې میراث په برکت میلیاردره ده. دی په ۱۹۹۲ کال کې مړ شو او د کمپنۍ مشري یې په ۱۹۹۴ زېږدیز کال کې د لوکا په نوم زوی ته وسپارل شوه.
روسا او اولادونه یې اوس د ګروپو کمپاري تر ټولو ستر ونډه وال دي. دا کمپنۍ په اېټالیا کې د الکولي مشروباتو تر ټولو ستره کمپنۍ او په نړیواله کچه شپږمه ستره کمپنۍ ګڼل کېږي.
کمپنۍ د الکولي مشروباتو ۵۰ مشهور برنډونه لري چې تولیدات یې د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې پلورل کېږي.
دا کمپنۍ د تولید ۱۴ فابریکې لري چې څلور یې په اېټالیا، یوه یوه په یونان، اوکراین، ارجنټاین، امریکا، مکسیکو او سکاټلنډ کې دي. دغه راز دوې په برازیل کې دي. په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې پر دې سربېره کمپنۍ په اېټالیا، اطریش، بیلجیم، روسیه، لوکزامبورګ، سویس، برېتانیا، اوکراین، مکسیکو، ارجنټاین، برازیل، اسټرالیا او چین کې د وېش خپلې شبکې لري.
روسا داسې میلیاردره چې له رسنیو شرمېږي او د ژوند په اړه یې ډېر معلومات نه شته.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر په دویمه نېټه د نوموړې او کورنۍ پانګه یې دری اعشاریه څلور میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په اېټالیا کې شپږم ځای لري.
روسا دری اولادونه لري، کونډه ده او د اېټالیا په میلان ښار کې ژوند کوي.
په رسنیو کې د روسا انځور هم نه شي پیدا کېدای له همدې کبله موږ د دې پر ځای د کمپنۍ انځور خپروو.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.