
د عوایدو د مستقیم خط سبک خاوندان
دا ډول کسان یوازې خپل ورځنی ژوند پر مخ بیایي. دوی دومره خوري چې نه مري. که یې د یوې ورځې لپاره هم عواید ودریږي ژوند یې فلج کیږي او که یې یوه ورځ هم کار ونه کړ پوه شئ، چې نور ژوند هم نه شي کولای.
درېیم ډول یې د عواید د مخ پر ودې سبک دی
د دغه ډول سبک د خاوندانو مالي او ورځنی ژوند مخ پر وده وي او ډېری یې هغه کسان دي چې له صفره یې شروع کړې ده، هغوی په سمه توګه د شتمنېدو قانون مطالعه کړی او پوره عمل ورباندې کوي.
اوس پوښتنه دا ده، چې زه څنګه کولای شم شتمن شم؟!
په داسې حال کې چې نه مې پلار شتمن و، نه لوړې زده کړې لرم او نه هم داسې دنده لرم، چې له لارې یې وکولای شم شتمن شم، نو باید څه وکړم؟ بلکل زه هم همداسې یو کس وم، خو کومې لارې، چې زه یې اوس درته واضح کوم هغه لارې چارې دي چې په ګټه اخیستو مې ترې وکولای شو له پورته ذکر شویو لومړي سبک څخه درېیم یعنې هغې سبک ته ځان ورسوم، چې ژوند او عواید مې مخ پر وده شول.
د ټولو په سر کې تاسو یوه بانکي کارت یا بانکي حساب ته د عمومي بانکي حساب په نامه اړتیا لرئ. هغه څه چې د ورځې په اوږدو کې یې تر لاسه کوئ یعنې په ټوله کې مو عواید بې له ولې او څنګې څخه پرته په همدې حساب کې جمع کړئ، چې له دې وروسته تاسو بیا څلورو نورو فرعي بانکي حسابونو ته اړتیا لری تر څو و کولای شي له عمومي حساب څخه د اړتیا وړ پیسې وباسئ.
۱- د خپل ځان لپاره بانکي حساب
۲- د ورځنیو چارو لپاره بانکي حساب
۳- د کار بار لپاره بانکي حساب
۴- د زده کړو د لګښت لپاره بانکي حساب
یادونه: دغه ډول حسابونه تر ډېر په بهرنیو هېوادونو کې کارول کیږي، خو کولای شو موږ یې هغه لارې وګڼو، چې په دې څلورو لویو لارو را څخه مصرفیږي او یا د دې شیانو لپاره پیسې ځانګړې کولای شو.
۱- لومړی خپل بانکي حساب: په دغه حساب باید هغه پسې جمع کړی، چې یوازې په تاسو پورې تړلې وي یوازې او یوازې خپلې پیسې مو وي نه غواړی مصرف یې کړی، چې کولای شئ په لومړیو کې لس سلنه د خپلو عوایدو په کې جمع کړی له هغې وروسته خپلو عوایدو ته په کتو ورته زیاتوالی ورکړی.
۲- د ورځني ژوند د مسایلو لپاره بانکي اکونټ: د میاشتې په سر کې باید له عمومي بانکي حساب څخه هغومره پیسې، چې د میاشتې تر اخره پورې پرې ګزاره کولای شئ را کمې کړی او ورځنۍ چارې مو پرې سبمال کړئ.
۳- د کار او بار لپاره بانکي حساب: که د کومې ادارې کارکوونکي یاست، نو د تلو راتلو لپاره د موټر کرایه، د کار لپاره جامې او نور د کاري ساحې اړوند توکي، پېری د خپل کار بار له بانکي حسبا څخه ګټه واخلی.
۴- د زده کړو د لګښت لپاره کارت: دا کارت تاسو ته تر ټولو ارزښت لرونکی دی، ځکه د دې ټولو بریاوو راز مو زدکړې دي، د نړۍ پر مخ هم د ټولو انسانانو لپاره د پرمختګ او هوسا ژوند یوازنی راز زدکړې دي، خو له بده مرغه، چې ډېری کسان یې په ارزښت نه پوهېږي. له دې بانکي حساب څخه کولای شئ، چې د کتاب، مجلې، د زدکړې سي ډي، په سمینارونو کې د ګډون او نور اړوند لګښتونه پوره کړی. ما د کار په لومړي سر کې په خپل حساب کې لس سلنه، د ورځنیو چارو د لګښتونو په حساب کې ۴۰ سلنه، د کسب او کار په حساب کې هم ۴۰ سلنه او د زدکړې د لګښت په حساب کې یوازې لس سلنه پیسې اضافه کولې خو نن هر څه بل ډول دي. یعنې دومره پرمختګ مې کړی، چې حتا فکر یې هم نه شی کولای، کېدای شي په لومړي سر کې درته دا هر څه سخت وي، خو دا مو باید هېر نه وي، چې تصمیم د بري لومړی شرط دی. که کلک هوډ ولرئ لرې نه ده، چې خپلو ټاکلو مو خوته به ډېر ژر ورسیږئ. اندېښنه مه کوی، چې په لومړي سر کې مو په بانکي حساب کې ډېرې کمې پیسې دي. ایا دا جمله مو کله اورېدلې؟! چې میلیارد له میلیون، میلیون له زرو، زر له سلو، سل له لسو او لس له یوه نه جوړ شوي، له څاڅکیو دریاب جوړیږي، چې داسې ده نو خپلې یوې افغانۍ ته هم ارزښت ورکړی، سمې او پر خپل ځای یې مصرف کړی.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.