په کندهار کې چاودنه او د ملکي وگړو مظلومانه شهادت

د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د کندهار په ښار کې د روژه ماتې پرمهال درنده چاودنه رامنځته شوه، چې ځنې رسنۍ يې ځانمرگى بريد گڼي پېښه که ځانمرگى بريد و او که چاودنه خو د هېواد يو شمېر له سلو زيات ملکي وگړي په شهادت رسيدلي او گڼ ټپيان دي تردې دمه هيڅ لوري ددې چاودنې يا ځانمرگي بريد مسئوليت په غاړه نه دى اخستې د ځنو سياسي کارپوهانو په اند دا ډول پېښې د ځينو استخباراتي کړيو لخوا ترسره کيږي، چې په افغانستان کې د ځينو گاونډيو هېوادونو پر خلاف ځنې نور گاونډي هېوادونه د خپلو گټو لپاره دا ډول چاودنې رامنځته کيږي او خپلې ملي گټې د ولسي وگړو او بې گناه انسانانو په وژنه کې گوري دغه چاودنه اوځانمرگى بريد که د هر چا لخوا ترسره شوى وي د غندنې وړ دى دلته د کمزورۍ گوته بيا هم د کورنيو چارو وزارت او د کندهار دولتي چارواکو ته نيول کيږي، چې ولې د روژې په مبارکه مياشت کې د امنيت په ټينگښت کې ناکامه دي که څه هم د ولس مشر کرزي لخوا ددغې چاودنې نه وروسته لوړپوړو پوځي چارواکو غونډه رابلل شوى خو له پېښې وروسته غونډې کول گټه نه لري هغه غونډې او پلانونه گټور وي، چې له امنيتي پېښو وړاندې وشي او د ورته پېښو مخنيوى وکړي دا، چې د کندهار د پېښې قربانيان يوازې او يوازې ملکي وگړي دي غم او درد يې هم ملکي وگړو ته رسيدلى دى دغه پېښې يوازې په غندنو تېرى شي خو اوس حکومت ته په کار دي، چې د پېښې عاملين ولټوي يوازې د پلټنو د کميسون په جوړښت کار نه کيږي د کورنيو چارو وزارت او په سر کې ولسمشر کرزي ته په کار دي، چې هر څومره زر کيداى شي د کندهار د پېښې د عاملينو پلټنه کې خپله ونډه ولوبوي طالبانو ته هم په کار دي، چې د کندهار د پېښې په اړه خپل دريځ څرگند کړي؛ ځکه دا ډول پېښو گوته که څه هم طالبانو ته نه نيول کيږي خو طالبانو ته ښايي، چې د يو ځواک په بڼه د ملکي وگړو د وژنې د غندنو پر وخت هم خپل دريځ څرگند کړي.
qadirandewal@yahoo.com