محمد افضل خان لالا

 
د پښتنونخوا په سياسي شخصيونو کې، چې د باچا خان د لارې پيروان وو، افضل خان لالا يو له هغو په ګوتو شمار سياستوالو څخه و، چې په سيمه کې د زبرځواکونو لخوا په سياسي لوبو کې يې تل دريځ روښانه او ثابت و. يو شمېر دغه سياستوال د وخت له بدلون سره خپل سياسي شعارونه او تګلارې بدلې کړې، کله به له پنجاب نه ډيرې ليرې شول او کله به بيا ډير ورنږدې شول، خو د اروښاد افضل خان لالا دريځ تر پايه روښانه و.
افضل خان لالا خپل ټول ژوند يې، د پښتنو د يووالي او ښيرازۍ لپاره د مبارزې لپاره وقف کړی و؛ د لوی افغانستان د جوړيدو داعيه يې د ژوند تر پايه ورسره وه، په دې برخه کې د هر ډول امتياز د ترلاسه کولو په بدل کې هم دې ته حاضر نه و، چې له دې داعيې نه په شا شي. دا په داسې حال کې و، چې تر اوسه هم د پښتونخوا د يو شمېر سياستمدارانو په دريځ کې وضاحت نشته، چې دوی د محکومو پښتنو لپاره څه ډول برخليک غواړي؛ ځانګړی هېواد، له افغانستان سره يوځای کيدل که د پاکستان په تشکيل کې کوم بل ډول امتياز او که څه؟!
د شوروي اتحاد تر ړنګيدلو وروسته چې نړۍ له سياسي پلوه يو قطبي شوه، په سيمه کې د پښتنو پر ضد د دسیسې نوې تيورۍ په پلي کيدو شوه، چې ورسره جوخت د پښتنو عام وژنه هم پيل شوه. ارواښاد افضل خان لالا په دې مهال خپلې هڅې نوره هم ګړندۍ کړې؛ عام ولس سره او په نړيواله کچه يې د غونډو او کنفرانسو د جوړلو له لارې د خلکو د ذهنيت د روښانولو لپاره خپلې هلې ځلې وکړې.
نن سهار چې د نوموړي د مړينې خبر راورسيد، نو دا مو وپتيله چې د نوموړی ژوند ليک او کارنامې، د اونۍ څېرې په برخه کې تاسو سره شريک کړو، تر څو د خپل وس سره سم مو د ده يو اندازه حق ادا کړی وي:
ژوند ليک
محمد افضل خان د پښتنو نوميالی سياسي شخصيت دی. دپښتنو د دود له مخې یې پښتانه  لالا بولي. ارواښاد افضل خان لالا  د ۱۹۳۱ ز د جنورۍ پر لومړۍ نېټه  دسوات  دنوموتي مشر محمد حبیب خان په کور کې نړۍ ته سترګې پرانېستې دي، او دپښتنو د لوی ټبر یوسفزیو له قبیلې سره تړاو لري.
افضل خان لالا د عدم تشدد دسرخیل ارواښاد عبدالغفار خان  دفکر او لار ملګری و.  یو شمېر نامالومه وسلوالو په ۲۰۰۸ ز کې هڅه وکړه، چې ارواښاد افضل خان لالا ترور کړي، خو اوبه او دانه یې پاتې وه.
زده کړې
ارواښادمحمد افضل خان خپلې لومړنۍ زده کړې  دسيدو شريف په ودوديه ښوونځي کې ترسره کړې دي. لوړې زده کړې ېې د پېښور په (اسلاميه کالج) کې پیل کړې او دهنر او فنونو له پوهنځي څخه فارغ شو، د ماسترۍ لپاره  د لاهور دولتي پوهنتون/ ګورنمنټ کالج لاهور ته ولاړ او د سیاسي علومو په برخه کې خپله ماستري بشپړه کړه. پردې سربېره یې له پېښور پوهنتون  څخه د حقوقو په برخه کې بل لیسانس تر لاسه کړی دی.
سیاسي فعالیت:
ارواښاد افضل خان لالا له ماشومتوبه له سیاست سره لېوالتیا درلوده، د ټولنیزملي ګوند/ عوامي نېشنل ګوندANP ایالتي مشري هم کړې ده .
د ارواښاد افضل لالا کورنۍ له پخوا څخه په سیاسي ډګر کې شامله هغه وه، ځکه خو د وخت واکمنو له سوات څخه وشړله هغه مهال خان لالا دشپږو میاشتو ماشوم و. په ۱۹۴۰ ز کې د ارواښاد کورنۍ د سوات له والي سره روغه وکړه او دوی بیرته خپل کور ته راستانه شول، خو ۹ کاله وروسته یې بیا له حکومت سره مناسبات خرابه شول او حکومت خان لالا له کورنۍ او ملګرو سره یو ځای له سواته تبعید کړل او خیبر ملاکنډ سیمو ته یې ولاړل.
خان لالا په ۱۹۷۰ ز کې د NAP ګوند په استازیتوب پارلماني ټاکنو ته کاندید شو او دایالتي پارلمان څوکۍ یې وګټله او دجمعیت علماء اسلام سره یې ګډ حکومت جوړ کړ او ارواښاد افضل خان لالا د مولانا مفتي محمود په کابینه کې د کرنې وزیر شو.
په ۱۹۷۳ ز کې د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان ایالتي حکومت ړنګ کړ، ارواښاد خان لالا دا یوه ناډیموکراتیکه پروسه وبلله او د غبرګون په توګه  یې له  وزارت څخه استعفا وکړه. او وروسته یې ټوله کابینه وهڅوله، چې دغبرګون په توګه  استعفا وکړي، چې همداسې بیا وشول.
دهغه وخت ګورنر اسلم خټک  له نوموړي وغوښتل، چې د خیبر پښتونخوا ایالت د مشرتابه څوکۍ ومني، خو ده ورڅخه انکار وکړ، د همدې دریځ له کبله  مرکزي حکومت په ۱۹۷۳ ز کې زندان ته ولیږدوه. په ۱۹۷۵ ز کې، چې نیشل عوامي پارټۍ  پر فعالیتونو بندیز ولګید‎، حکومت  د ګوند له مشرانو سره یوځای د حیدر اباد بدنامه زندان ته ولیږدول، چې په ۱۹۷۷ز کې له زندان څخه راخوشی شو.
داهمد یادونې ده، چې د پاکستان پخواني دیکتاتور جنرال ضیاء الحق ورڅخه غوښتنه کړې وه، چې په مرکزي حکومت کې وزارت ومني، خو ارواښاد افضل لالا ورڅخه انکار کړې و. ارواښاد د جنرال ضیاء د واکمنۍ پرمهال یو ځل زندان ته ولیږدول شو او هلته یې جرم دا و، چې په پاکستان کې یې د پوځي حکومت پر ځای جمهوري هغه غوښت.
په ۱۹۸۹ ز کې عوامي نیشل ګوند له جمعیت علماء اسلام  سره ائتلاف وکړ، چې نوموړي یې څرګند مخالفت وکړ او د یو شمېر ملګرو په مرسته یې د خپل سیاسي فعالیت لپاره بل سیاسي ګوند جوړ کړ.
په ۱۹۹۳ ز کې ارواښاد افضل خان لالا  د پاکستان په مرکزي کابینه کې د کشمیر د چارو وزیر شو، په ۱۹۹۶ ز کې  د روغتیا وزیر و.
له دې وروسته یې له پارلماني سیاست څخه  ګوښه شو.
ارواښاد افضل خان لالا وخت ناوخت د خپلې داعیې لپاره کنفرانسونه جوړ کړي دي او څلور کاله یې په پرلپسې توګه په پېښور کې د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې پر ضد ملي کنفرانسونه جوړ کړي دي او پر پښتون ولس یې د دې کرغیړنې کرښې د منفي اغیز په اړه خپله پښتنو او نړیوالو ته ویناوې کړې دي او دهمدې موخې لپاره یې په پښتو او اردو ژبو د (پښتونخوا غږ) مجله  رامنځته کړې وه. ځینې وخت به یې په انګلیسي ژبه هم د پښتنو د بد وضعیت په اړه د نړیوالو لپاره کتابونه چاپول.
ارواښاد وخت ناوخت له کابله لیدنې کولې او د سیمې او له کرښې بلې غاړې پښتنو په اړه به یې له حکومت سره  بحث کاوه، هغه مهال چې انجنیر عارف خان نورزی د ولسي جرګې لومړی نائب و. اسفنديار ولي, افضل خان لالا او افراسياب خټک يې مېلمانه کړي وو. د ولسي جرګې ځينې غړي, وزيران او ځينې فرهنګيان يې هم رابللي و; زه هم هلته وم. افضل خان لالا وويل: کله چې ختيځ او لويديځ المان سره جلا شول; لويديځ المان په خپل پارلمان کې تر پايه، د ختيځ المان څوکۍ خالي وساتلې. تاسې چې پارلمان جوړ کړ، له کرښې هاخوا ولس لپاره به مو هم څوکۍ په پام کې نيولې وې او تشې به مو پرې ايښې وې. ولې مو موږ له دې حقه محروم کړو؟
اروښاد محمد افضل خان لالا له اوږده ژوند، مبارزې،حکومت او زندان ګاللو وروسته د۸۴ کلنۍ په عمر له دې فاني نړۍ وکوچید.
پر ګور یې رڼا او دجنت فردوس په هیله .