څه وکړو چې شتمن پاتې شو؟!


لومړۍ برخه
د نني انسان تر ټولو ستره لاسته رواړنه پیسې دي چې د خوشبختۍ، پرمختګ، انګېزې او د ټولې نړۍ د پرمختګ سبب ګرځېدلې دي.
پیسې تر ډېره په خپل ځای کې ځانګړی ارزښت ناک شی دي. پیسې انسانانو ته قوت او ازادي ورکوي، پیسې انسانانو جوړې کړې چې دوی ته اسانتیا رامنځته کړي او تر ټولو مهم شی، چې امنیت دی ور په برخه کړي او د دې ټولو په شتون کې انسانان له خپل ژوند څخه خوند هم اخیستلی شي.
څومره چې پیسې مثبتې ځانګړنې لري دغه راز کېدای شي منفې او تخریبي پایلې هم ولري، خو تجربو دا ثابته کړې، چې تر منفي یې مثب هغه ډېرې دي. وګورئ، پیسې له څه ډول کس سره او د څه هدف لپاره شتون لري، لکه څرنګه، چې د یوه ډاکټرپه لاس کې چاړه یو چاته ژوند وربښي، خو د یوه نادان کس په لاس کې د چړې شتون د یو چا ژوند اخیسلتی شي. نو دې ته په کتو چاړه باید د داسې کس په لاس ورکړل شي، چې خلکو ته ژوند ور وبښي. په ورځني ډول د هغه کسانو شمېر، چې د همدې چړې په وسیله خلکو ته ژوند ورکوي په ځلونو د هغه کسانو په نسبت زیات دی چې د خلکو ژوند پرې اخلي، که پیسې د هوښیارو خلکو په لاس کې وي کېدای شي یوه نوې دنیا پرې جوړه کړي.
زه له دې جملې سره، چې« پیسې نیکمري نه راولي» موافق نه یم، باور لرم، چې پیسې د نیکمرغۍ راوړونکې دي، پیسې کولای شي یو ناروغ د ناروغۍ له بستره خلاص کړي، پیسې کولای شي زده کوونکو او محصلینو ته د زده کړې زمینه براره کړي، پیسې پوهنتون جوړولای شي، پیسې روغتون جوړلای شي، د پیسو په وسیله کولای شو فابریکې جوړې کړو او زرګونه کسانو ته په کې د کار زمینه برابرکړو.
پیسې د کورني نظام جوونکې دي، پیسې کولای شي د یوې کورنۍ غړي په یوه ټغر سره راټول کړي، بل اخره ویلای شو، چې پیسې یو با ارزښته شی دي.
ایا هرڅوک کولای شي شتمن شي؟
زما په اند هر څو کولای شي، چې شتمن شي خو لومړی باید له پیسو سره د چلند پر چل بلد شي. که تاسو له پیسو سره سم چلند وکړی په بدل کې یې هغه هم در سره سم چلند کوي، که پیسو ته په احترام قایل شوی هرو مرو به پیسې هم درته احترام وکړي، پیسې د مېمله په څېر دي، له مېلمه سره ښه چلند د مېلمه د پاتې کېدو سبب ګرځي او که مو پر تندي ۱۲ بجې کړې مېلمه به مو له لاسه ورکړی وي.
پیسې، پیسې زېږوي
یوازې دا بسنه کوي، چې د پیسو د په کار اچولو چل زده کړی. پیسې د شتمن کېدو لومړی رکن دی، کولای شي د نورو بریاو رکنونو ته هم لاره هواره کړي، د پیسو په وسیله کولای شي ښوونیز، روغتیایي بنسټونه، چې اوس مهال د عوایدو تر ټولو لویې سرچینې دي جوړ کړی، دغه راز پیسې کولای شي، چې پر تاسو د خلکو د باور او اعتماد کچه هم په بې ساري ډوله لوړه کړي. تر ټولو ښه دا چې پیسې د بې وزلو کسانو سره د مرستې سبب هم ګرځېدای شي. د دې لپاره، چې شتمن شئ باید لاندې شیان مدریت کړئ
۱- د عوایدو مدریت
۲- د لګښت مدریت
۳- د بحرانونو مدریت
په دې لیکنه کې مو یوازې د عوایدو د مدریت په اړه خبرې کړې دي. د عوایدو در لودونکي کسان په دریو کتګوریو یا سبکونو وېشلی شو.
لومړی منکسر سبک
دویم مستقیم سبک
او درېیم یې خوځنده یا مخ پر وده سبک
د لومړي سبک خاوندان هغه کسان دي، چې عواید یې منظم نه وي کله زیات او کله هم کم، دغه راز یې لګښت هم غیر منظم وي. ډېر کله داسې کیږي چې څه ګټي ټول څټي، ان تر دې چې کله خو من خوري چارک ګټي. یوه ورځ قیمتي جامې اغوندي خو بله ورځ یې بیا داسې څه اغوستي وي فکر کوې، چې تر ټولو بې وزله کس به وي! کله په وروستي ماډل موټر کې سپور وي، خو بیا ځینې وخت د موټرو په تم ځای کې د ملي بس په تمه وي! دا ځکه، چې د دغه ډول کسانو لګښت ځینې وختونه تر عوایدو زیاتېږي.
نور بیا....
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.