
د فرصتونو تشخیص او له هغوی سمه ګټه اخیستنه نه یوازې ستاسې بلکې ستاسې د راتلونکو نسلونو راتلونکې تضمینوي. د فیشر کورنۍ غړي د یوه فرصت د تشخیص او له هغو څخه د پر وخت او سمې ګټې اخیستنې له برکته میلیاردران دی.
د امریکايي میلیاردر « جان فیشر» مور او پلار د سودا پر مهال د کاروبار فرصت تشخیص کړ چې نن یې له برکته ټوله کورنۍ میلیاردره ده.
ډونالډ فیشر چې په سنفرانسیسکو کې اوسېده یوه ورځ د کوبای پتلون د اخیستو اراده وکړه. پلورونکي چې ده ته کوم پتلون وښوود، پر ځان یې جوړ نه و. ده له پلورونکي د داسې پتلون غوښتنه وکړه چې پر اندام یې برابر وي، خو هغه ورته وویل چې داسې پتلون له ده سره نه شته او مجبور دی چې د ښار له مرکزي پلورنځي څخه یې راوړي. په همدې ځای کې فیشر پر خپلې مېرمن غږ وکړ چې د کار فرصت یې تشخیص کړ.
ده درک کړه چې په دې سیمه کې د جامو یوې داسې هټۍ ته اړتیا ده چې مشتریانو ته ونه وايي چې دا شی نه لرم.
د همداسې یوې هټۍ د پرانیستلو لپاره یې ۶۳ زره ډالر برابر کړل.
دوی د ۱۹۶۹ زېږدیز کال په اګېسټ میاشت کې خپله لومړنۍ هټۍ پرانیستله. د کار پر لومړي کال یې د پلور کچه تر دوه میلیونه ډالرو ورسېده. په ۱۹۷۰ کال کې یې خپله دویمه څانګه د سنفرانسېسکو په سن جوس سیمه کې پرانیستله.
تر ۱۹۷۳ زېږدیز کال پورې یې د څانګو شمېر ۲۵ ته ورسېد او خپل فعالیتونه یې د نیوجرسي ایالت ته هم وغځول.
د جامو له یوې هټۍ پیل شوی کاروبار اوس د« ګپ یا GAP» په نوم د حلقوي پلورنځیو پر یوه امپراتورۍ بدل شوی چې د ټولو څانګو شمېر یې ۳۵۰۰ ته رسېږي.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دغه حلقوي پلورنځي له څانګو سره شاوخوا ۱۵۰ زره کسان کار کوي.
د دې کمپنۍ مشهور برنډونه « Old Navy, Banana Republic او Athleta » دي.
جان فیشر د خپلو دوو نورو وروڼو په څېر په پرېسېنټون او سټنفورډ پوهنتونونو کې د سوداګرۍ په برخه کې زده کړې دي.
نوموړی د ډونالډ یوازینی زوی دی چې د کمپنۍ د بورډ غړی نه دی؛ ځکه د ده ډېر تمرکز د خپلې کورنۍ سوداګرۍ پر ځای پر لوبو دی.
نوموړی په اوکلنډ اې اېس، اېم اېل اېس او سکاټېش ګلاسګو د فوټبال په ټیمونو کې ونډې لري.
پر دې سربېره نوموړی د پیسکس په نوم د خپلې کورنۍ د پانګې د مدیریت د یوه بنسټ مشر هم دی.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د نومبر د لومړۍ نېټې د شمېرو له مخې د جان فیشر پانګه دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بلل شوې ده، چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام په متحده ایالتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
نوموړي واده کړی څلور اولادونه لري او په سنفرانسېسکو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.