داعش په اړه ۲۶ خبرې چې اوباما یې له خلکو پټوي- وروستۍ برخه

 
ترورېزم ضد نړېوال جنګ
۱۹ . "ترورېزم پر وړاندې نړېوال جنګ" ته د "تمدنونو ټکر"نوم ورکړای شوی، چې ګنې داسې یوه جګړه ده چې سیالو ارزښتونو او مذهبونو ترمنځ روانه ده. خو په واقعیت کې: په پوره مانا اقتصادي ګټو او ستراتیژیکې لاسبرۍ جګړه ده.
۲۰ . متحده ایالاتو ملاتړ لاندې القاعده ډلګۍ( چې په پټه یې لودیځو استخباراتو لخوا ملاتړکیږي) په مالي، نایجیریا، نیجیر، مرکزی افریقا جمهوریت، سومالیا او یمن کې ځای پرځای شوي دي. دغه بېلابېل ګروپونه په حقیقت کې په منځني ختیځ، د افریقا جنوبي صحرا، مرکزي افریقا او آسیا کې د سي آی اې "استخباراتي شتمنۍ" دي. دغه ګروپونه د واشنګتن لخوا کارول کیږي تر څو خپلواکو هېوادونو کې کورنۍ جګړې رامنځته کړي، بې ثباته یې کړي او بیا یې وران کړي.
۲۱ . د نایجیریا بوکوحرام، سومالیا کې الشباب،  د لیبیا اسلامي جماعت جنګي ډله( چې په ۲۰۱۱ کې یې ناټو ملاتړ وکړ) په المغرب کې القاعده او د اندونیزیا اسلامي جماعت د القاعدې اړوند نورو ډلو ترڅنګ هغه ډلې دي چې د لویدیځو هېوادونو استخبارات یې په پټه ملاتړ کوي .
۲۲ . متحده ایالات د چین په سین کیانګ ایالت کې القاعدې سره تړلې تروریستي سازمان ملاتړ هم کوي چې موخه یې چین لویدیځ کې سیاسي بې ثباتي رامنځته کول دي. راپورونو له مخې چینایي جهادیانو ته داعش ترهګریزه روزنه ورکړې ده چې په چین کې حملې ترسره کړي.  په چین کې جهادي ډلې چې ښکاره هدف یې د چین په لویدیځ کې اسلامي خلافت جوړول دي، خو د متحده ایالاتو ګټو لپاره کار کوي.
کورني ترهګر
۲۳ . متحده ایالاتو په داسې حال کې په پټه داعش رامنځ ته کړی، چې د اوباما اصلي ماموریت داعش حملو پروړنداې د امریکا ساتنه ده.
۲۴ . کورني تروریستانو ګواښ هسې دروغ دي. د لویدیځو حکومتونو او میډیا لخوا هڅه کیږي چې په دې توګه مدني آزادیګانې لغوکړي او یو پولیسي دولت ته لاره برابره کړي. دجهادیانو لخوا تروریستي بریدونه او ګواښونه په پرله پسې توګه د صحنې جوړل دی چې د وېرې او ډار چاپېریال جوړولو لپاره کارول کیږي.اصلي موخه دا ده چې میلیونونو امریکایانو ته دا ذهنیت ورکړي چې ګنې امریکا د یو واقعي دښمن سره مخ ده او د خپلو خلکو ژوند ساتنه کوي.
۲۵ . " تروریزم ضد جګړې " نوم لاندې داعش پر وړاندې کمپاین د مسلمانانو له بدنامۍ سره یې مرسته کړې او مسلمانان د لویدیځ عامو خلکو ته په زیاتیدونکي ډول د جهادیانوسره تړلي برېښي.
۲۶ . هرهغه څوک چې جرأت وکړي د " تروریزم ضد نړېوال جنګ"  اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي، د ترهګر ټاپه پرې لګول کیږي او تروریزم ضد قوانینو په مټ ځپل کیږي. د " تروریزم ضد نړېوال جنګ" وروستۍ موخه دا ده چې په امریکا کې خلک ایل کړي، ټولنیز ژوند یې غیرسیاسي کړي، د آزاد فکر کړلو اوحقایقو له تحلیل یې منع کړي او خلک و نه شي کولای د عقایدو کنټرول نظام چې په امریکا کې چلیږي، وننګوي. د اوباما ادارې د خپلو متحدینو په ملاتړ یوه شیطاني اجماع رامنځته کړې ترڅو په قضایاو کې د ملګروملتو امنیت شورا په ښکېل رول پرده واچوي. لویدیځو رسنیو هم دغه اجماع لپاره تبلیغ کوي چې ګنې داعش یوه خپلواکه ډله او یو بهرنی دښمن دی چې لویدیځه نړۍ ګواښي.