
د ډېری بریالیو کسانو د ژوند له تجربو سړی دې پایلې ته رسي چې واقعا د سخت کار او هڅو پر مټ ډېر داسې کارونه ترسره کېدای شي چې ډېرو ته ښايي ناشوني ښکاره شي. د داسې یوه چا د میلیاردر کېدو فرصت تر ما پورې ډېرو ته لږ ښکاري چې د کار د زده کړې لپاره له یوه بانک سره وړیا یا بې معاشه کار کوي.
برازیلی « اندري سنټوس اېسټیوس» د سخت کار او هڅو پر مټ یوه ورځ د هغه بانک خاوند شو چې ده ورسره وړیا کار کاوه.
نوموړی د برازیل د «ریو ډې جنریو» ښار د منځني پوړ په یوه کورنۍ کې زېږېدلی دی. له ښوونځي وروسته یې د همدغه ښار په فدرالي پوهنتون کې کمپیوټر ساینس لوستی.
له پوهنتون له فراغت سره سم یې د پکچول په نوم د پانګونې د یوه بانک د ای ټي له برخې سره افتخاري کار پیل کړ. یو کال یې لا نه پوره شوی چې د بانک د بهرنیو پورونو د بورډ غړی شو. تر څو کاله کار وروسته د بانک د ترکیب او ادغام د برخې ډایرېکټر شو.
په ۱۹۹۲ زېږدیز کال کې بلاخره له دغه بانک سره شریک شو. په ۲۰۰۶ زېږدیز کال کې یې بانک د « یو اېس بي» په نوم پر یوه کمپنۍ وپلوره او په دې توګه یې د یو اېس بي د برازیل څانګه جوړه کړه. په ۲۰۰۸ کال کې ده او د بانک ۳۰ نورو کارکوونکو له دغه بانک سره کار پرېښوود او د « بي ټي جي» په نوم نوی بانک یې جوړ کړ. یو کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۹ کال کې ده او څو نورو برازیلي پانګوالو پکچول بانک بېرته له یو اېس بي څخه په دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره وپېره او په دې توګه یې د بي ټي جي پکچول په نوم مالي کمپنۍ رامځنته کړه چې اوسمهال یې تر ټولو ستر ونډه وال اندري دی.
ده د خپلو کارونو د پراختیا د هڅو په لړ کې په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې د بي اېس ای په نوم یو سویسی بانک په ۱،۷ میلیارده ډالره وپېره.
نوموړی یو له هغو میلیاردرانو ګڼل کېږي چې لا هم سخت کار کوي. د ده په اړه په ځینو رسنیو کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې ویل کېږي چې سهار شپږ بجې دفتر ته ځي او د شپې تر ۱۰ بجو کار کوي. دغه راز ویل کېږي چې په کال کې یوازې دوې اوونۍ رخصتي لري.
فوربس مجلې د نوموړي پانګه د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر په ۲۷ مه نېټه دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په برازیل کې ۱۳ ام ځای لري.
واده یې کړی، دری اولادونه لري او په ساوپاولو کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.