
که چیرې یو ماشوم په کور کې هر څیز ته لاس اچوي او بیځایه کوي یې او یا دا نه شي زغملې،چې هر څه په خپل ځای کې منظم ایښی وي، حل لار څه ده؟ موږ باید څه وکړي؟
هره مور دا هیله لري، چې ماشوم یې ځای پر ځای کیني او ستر شي، خو کله، چې همدا ماشوم ګرځیدا پیل کړي نو مور بیا په هره نه خبره له ځان سره بونګیږي.
دامریکايي څیړنې له نظره دا ستره تېروتنه ده.
پر ماشوم چیغه وهل که څه هم څرګنده پایله به ولري، خو له بیولوژیک اړخه ډېر زیان لري، دا ډول چلند ماشوم له ترینګلي وضعیت سره مخ کوي، د دماغ هغه سیمه یا برخه یې له ستونزو سره مخ کوي،چې دفکر کولو وړتیا ور په برخه کوي.
که یوه مور چیرې له داسې وضعیت سره مخ کیږي.
- ماشوم ته دپړې ګوته مه نیسه او دکور دګډوډۍ او ناپاکۍ مسوول یې مه بولئ.
- له ماشوم سره ستونزه په ارامۍ شریکه کړئ، او هغه اړخونه ورته روښانه کړئ،چې ده ته زیان رسولې شي،مثلا داسې ورته ووایئ: هره کله،چې کور منظوم، سخته ستړې کیږم، ستاسې ګډوډي دکور دناپاکۍ لامل ګرځي.پر تاسې ډاریږم، چې کومه ښېښه مو ژوبل نه کړي، دالمارۍ وسپنه ډیره تېره ده.
دا ډول خبرې کولای شي،دماشوم فکر دهغه درد خوا ته ولاړ شي،چې په لوی لاس ځان ورسره مخ کوي، له دې وروسته به دځان په اړه سوچ کوي.