
ډیلي میل ورځپاڼې له انځورونو سره مل داسې یو راپور خپور کړی دی،چې دډیرو لپاره دخطر زنګ بلل کېدای شي. راپور لیکي: که ماشومان او ځوانان ځانونه د ګرځنده ټیلفون پر کارونه روږدي کړي دوخت په تیریدو به یې هډوکي کاږه شي پردې سربېره ورمیږ او دملاتیر به یې هم داسې کوږ شي،چې بیا به یې درملنه ناشونې وي. جیمس کارتر په استرالیا کې داعصابو متخصص ډاکتر دی نوموړی وايي: دText Neck /ناروغۍ ته د ټیکنالوژۍ دپير هغه ویلې شي او هغه کسان پرې اخته کیږي، چې د اوږدو ساعتونو لپاره ګرځنده ټیلفون، اپیډ کاروي او سرونه یې ټیټ وي. ډاکترجیمس وايي: له تیرو څو کلونو راهسې دملاتېر، ورمیږ په برخه کې مزمنې ناروغۍ رامنځته شوې دي او دا ناروغۍ د ځوانانو دښوونځیودشاګردانو ترمنځ ۵۰٪ ډېره شوې ده. ډاکتر ټول هغه ځوانان پر غوږ وهلي دي او د دوی دلا پوهیدو په موخه یې هغه انځورونه خپاره کړې دي، چې د ګرځنده ټیلفون د ډېرې کارونې وروسته یو شمېر ځوانان دملا تیر، ورمیږ په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي دي، هډوکي یې کاږه شوې دي. پخواني راپورونه وايي: هغه کسان، چې هره ورځ ۴ ساعته ټیلفون کاروي دا په یوه کال کې ۱۴۰۰ کاله کیږي، پایله یې ورخطايي،خپګان ، دملاتیر درد دی.