ګوسپې ډیلانغې؛  د البي ساز زوی چې میلیاردر شو

 
د یوه البي ساز په لیدو به مو هېڅکله دا تصور نه وي کړی چې هغه  او دې هم د هغه راتلونکي نسلونه د میلیاردر کېدو فرصت ولري. د نوښت، سخت کار او سپما پر مټ خلک له البي سازۍ تر میلیاردری رسېدلي دي.
اېتالوی «Giuseppe De Longhi» د خپلو هڅو او کارونو ته د پراختیا ورکولو له لارې له البي سازۍ تر میلیاردرۍ رسېدلی دی. د نوموړي کورنۍ په ۱۹۰۲ کال کې د اېټالیا په « تريویسو» ښار کې البی سازي درلوده. دوی به په دغه هټۍ کې له اوسپنې داسې بخارۍ جوړولې چې لرګي به په کې سوڅول کېدلی، لکه زموږ او ستاسې چرۍ.
تر ۱۹۵۰ زېږدیز کال پورې « ډیلانغې» کورنۍ دومره پیسې پیدا کړې چې یوه فابریکه ورباندې جوړه کړي. دې فابریکې هم د ګرموونکو وسایلو پرزې تولیدولې. په همدې کال ګوسپې هم د خپلې کورنۍ له کاروبار سره یو ځای شو.
نوموړی چې د ۲۰ کلونو و، د کورنۍ سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې مټې بډوهلې. د همدې هڅو په لړ کې یې تر ۱۹۷۳ زېږدیز کال پورې د نورو مصرفي توکو تولید هم پیل کړ او لومړی پلورنکی یې خپله ګوسپې و.
تر ۱۹۸۰ زېږدیز کال پورې پر خپل کورني کاروبار د کورنیو توکو تولید هم ورزیات کړ. د همدې کاروبار له لارې یې وروسته د کافي د جوړولو د ماشینونه تولید پیل کړ چې له برکته یې نن میلیاردر دی.
«De Longhi» اوسمهال په نړیواله کچه د کافي جوړونکو ماشینونو د تولید په برخه کې له مشهورو کمپنیو څخه شمېرل کېږي.
د فاینېنشل ټایمز د یوه راپور له مخې د « bambooinnovator.com» وېبپاڼې لیکلي چې په ۲۰۱۲ زېږدیز کال کې د دې کمپنۍ ۵ میلیونه دغه ډول ماشینونه پلورل شوي دي. د ۲۰۱۳ زېږدیز کال په جنورۍ کې د کمپنۍ اجرایوي مشر چې د ګوسپې زوی دی ویلي چې په ۱۰ کلونو کې د دغه شمېر د دوه چنده کېدو فرصت لا شته.
د فوربس مجلې د شمېرو له مخې د یادې کمپنۍ عواید چې ډېره برخه یې له لوېدیځې اروپا ترلاسه شوي وو، په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې دوه میلیارده ډالرو ته رسېدل. د دې کمپنۍ د کافي جوړونکي ماشینونه له ۹۹ ډ‌الرو نیولې تر ۳۵۰۰ ډالرو پورې بیه لري.
د فوربس د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د ۲۶ مې نېټې د شمېرو له مخې ګوسپې ډيلانغې دری اعشاریه شپږ میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په اېټالیا کې ۱۲ ام ځای لري.
ده خپله ښځه طلاقه کړې، دوه اولادونه لري او د اېټالیا په تریویسو ښار کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.