
دا تر یو بریده سمه ده چې پیسې پیسې ګټي؛ خو یوازې پیسې نه دي چې پیسې ګټي. پیسه د پيسو د ګټلو یوازینۍ لاره نه ده. د نړۍ د ډېری شتمنو تجربو ثابته کړې چې له خلاقیت پرته ان پر پيسو لا پیسې نه شي ګټل کېدای. تاسې هم ښايي ځینې داسې کسان وپېژنی چې له مشرانو ډېره شتمني ورته پاتې وي، خو تر څو کالو وروسته یې اقتصاد حالت خراب شوی وي. دغه ډول خلک د دې خبرې څرګند مثال دی چې یوازې پیسې نه دي چې پیسې ګټي؛ بلکې د پیسو د ګټلو لپاره پر پیسو سربېره خلاقیت او هڅو ته اړتیا ده.
امریکایی « جک ډېنجرمونډ» له داسې کاروبار میلیاردر شوی چې له ۱۱۰۰ ډالرو یې پیل کړی. د ده په اړه هېڅکله دا خبره صدق نه کوي چې نوموړي پر پیسو پیسې ګټلې، بلکې حقیقت دا دی چې د هغه خلافیت او نوښتګر فکر د نوموړي د شتمنېدو لامل شوی دی.
جک په ۱۹۴۵ زېږدیز کال د متحده ایالاتو په کلفورنیا ایالت کې زېږېدلی دی. د هغه والدین له جرمني څخه امریکا ته کډوال شوي وو. د ډېنجرمونډ پلار په کلفورنیا ایالت کې باغبان و.
نوموړي د خپلې استوګنې په سیمه کې د لومړنیو زده کړو تر بشپړولو وروسته د کلفورنیا ایالت د پولتکنیک په پوهنتون کې د معمارۍ او د چاپیریال د ساینس برخه ولوسته. د ښاري پلان جوړولو په برخه کې ماسټري یې له مینیسوټا پوهنتون څخه ترلاسه کړه. وروسته یې له هارورډ پوهنتون څخه د ډیزاین په برخه ماسټري واخیسته.
پر لوړو زده کړو سربېره په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې د نړۍ بېلابېلو پوهنتونونو ډېنجرمونډ ته ۱۳ افتخاري ډکټوراوې ورکړې دي.
نوموړي وروسته په یوه لابراتوار کې د فضايي تحلیل او ګرافیک په برخه کې کار پیل کړ. همدې کار نوموړی د خپلې شخصي کمپنۍ د جوړولو لور ته سوق کړ.
په ۱۹۹۶ زېږدیز کال کې یې له خپلې مېرمنې سره په ګډه د «Environmental Systems Research Institute» په نوم کمپنۍ جوړه کړه چې لومړنۍ پانګونه یې یوازې ۱۱۰۰ ډالره وه. دی اوس د همدې کمپنۍ له برکته میلیاردر دی.
دا کمپنۍ د برېښنايي نقشو لپاره د سافټوییرونو په برخه کې فعالیت لري او د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې د یو شمېرو دولتي ادارو، انجوګانو او پانګوالو په ګډون په نړۍ کې۳۵۰۰۰۰ مشتریان لري.
ډېنجرمونډ او مېرمن یې په خیریه چارو کې هم خلاص لاس لري او له همدې کبله یې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په مارچ میاشت کې د «Audubon» مډال ورکړل شو.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د ۲۵ مې نېټې د شمېرو له مخې جک ډېنجرمونډ دری اعشاریه دوه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.