
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
کله، چې د روژې مبارکه مياشت پيل شوى په بازارونو کې د خوراکي او نورو اړتياوړ توکو نرخونه دومره پورته شوي، چې د منځنۍ طبقې خلک يې نه شي ترلاسه کولاى په افغانستان کې هم د نرخونو د پورته کيدو خبرونه خپاره شوي، چې اغيزې يې پر پاکستان ځکه پريوتى، چې نرخونه په پاکستان کې پورته شوي او دا ښکاره خبره ده، چې افغانستان او پاکستان دوه نيږدې گاونډي هېوادونه دي او يو پر بل د هر ډول پېښو اغيز کيږي په پاکستان کې، چې اوس د بورې (چيني) نرخ پورته شوى نو خامخا په افغانستان کې هم نرخ پورته شوى، د وړو نرخ او غوړيو نرخونه هم دومره پورته شوي، چې غريب خلک ورته حيران دي که څه هم د افغانستان او پاکستان حکومتونه تل دا خبره کوي، چې د نرخونو له کنټرول لپاره د ښاروالۍ په کچ ځانگړي کميسونونه ټاکل شوي خو چندان غوره لاسته راوړنې نه لري د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د ولسونو تگ راتگ دومره زيات شوى، چې سړى فکر کوي، چې د يوې لنډې سيمې څخه بلې سيمې ته ځي زياتره سوداگرو په پاکستان کې خوراکي توکي اخلي اوبيا يې افغانستان او په ځانگړي توگه د ننگرهار لرې پرتو سيمو ته وړي، چې يو څه گټه ترلاسه کړي دلته په پاکستان کې ، چې نرخونه پورته وي، نو سوداگر په افغانستان کې خوراکي توکي په لوړه بيعه خرڅوي، چې اغيزې خامخا په غريبو خلکو کيږي، خو اوس، چې د روژې مبارکه مياشت ده او په اسلام کې روژې ته ځانگړى ارزښت ورکول شوى نو سوداگرو ته په کار دي، چې د غريب اولس سره د خيرخواهۍ له مخې معامله وکړي د يو څو روپو دگټې لپاره پر اولس په لوړ نرخ توکي ونه پلوري لږ د اخرت غم هم وکړي او له ځنو سيمو سره داسې خبرونه هم خپاره شوي، چې احتکارکوونکي اوس خپل مالونه او يا نورې خوراکي توکي په لوړه بيعه خرڅوي د شريعت له مخې احتکار حرام دى
qadirandewal@yahoo.com