
معرفی کوونکی: محمد یحیی (جدي)
د کتاب لیکوال: ویلیام شایرر، ژباړن: کاوه دهګان
پاڼې: ۱۶۴
هیټلر په کال ۱۸۸۹ د اپریل په میاشت کې د اتریش په براناو ښار کې وزیږد. د هیټلر نیکه له یوې کلیوالې ښځې سره واده کړی او له هغې څخه یو ځوی لري چې الویس نومېږي او د ښځې نوم يې ماریا آنا شیګل ګروبر دی چې دا هلک هم د خپلې مور په تخلص لوی شو. شیګل ګروبر ۳۰ کاله وروسته یعنې په ۸۴ کلنۍ کې د هیتلر پلار کال او اسناد د اتریش په یو ځای کې پيدا کوي او خپل تخلص رسمآ هیتلر اعلانوي.
آدولف هیتلر وړاندې لدې چې پوهنتون خلاص کړي د یوه کال لپاره يې پریږدي او په لمړي ځل شراب څښي او خپله خوشحالي اظهاروي.
د تاریخ له ښوونکي پرته یې له ټولو ښوونکو بد راتلل. کله چې ۳۵ کاله وروسته واک ته رسیږي او خپل پلارنی ټاټوبی نیسي همغه د تاریخ ښوونکی پیدا کوي او ډير يې ستایی او ورته وایي نه پوهیږم چې ستا حق څنګه ادا کړم؟.
د هیټلر پلار په ۱۸۸۳ کال د فرانسیکا په نوم له یوې نجلی سره واده کوي، دوه بچي ترې لري او دا يې دویمه ښځه ده چې د ځوی نوم يې وړوکی آلویس او د لور نوم يې انګلا وي او هیټلر د همدغې انګلا په لور میئن شي او له لومړي وزارت یا صدراعظمۍ ۵ کاله مخکې همدا انجلۍ (ګلی) ښار ته راولي.
هیټلر لومړی غوښتل سندرغاړی شي پلار يې اجازه ورنکړه بیا یې غوښتل انځورګر شي خلکو اجازه ورنکړه.
د هیټلر مور په هیټلر ډېره ګرانه وه او ډېره مهربانه او خوشخویه مېرمنه هم وه، هغه په سرطان مرض اخته او له دې ناروغۍ څخه مړه شوه. په دغه وخت کې هیټلر ۱۹ کلن و. د مور د مینې په اړه هیټلر وايي: (ما پلار ته احترام کاوه او مور ته عبادت).
فقر او بدبختیو هېټلر را ګیر کړ، هغه نه څه کار درلود او نه هم په کار پوهیده. هغه وايي ما غوښتل یو څه شمه او په همدي تمه وین ښار ته ولاړم او کلکه اراده مې درلوده او هوډ مې کړی و چې هیڅ کله به د دولت مامور نشم؛ خو بې وزلۍ نه پرېښوده او هماغه وو چې په لنډغرۍ يې شروع وکړه او خپله وایي چې (په هغه وخت کې لوږه زما ملګرې وه او حتی یوه شیبه هم را څخه نه جلا کېده. زما د ژوند دایمي مبارزه له دغه بې رحمه ملګري سره وه)
هیټلر ښځو سره هیڅ دلچسپي نښودله چې دوه علتونه يې درلودل؛ لومړی خو غربت اجازه نه ورکوله او دویم له ناروغیو وېرېده.
هیټلر له ۲۰ کلنۍ نه تر ۲۴ پورې لنډغري وکړه او دغه شیان باعث شول چې عقده واخلي او یو ظالم ډیکتاتور ترې جوړ شي.
۱- د عسویانو تعصبات
۲- د پلار لخوا تخلص نه ورکول
۳- فقر
۴- د سندرغاړیتوب او انځورګرۍ نه منع کول
۵- له پلار سره دایمي شخړې
۶- د ګلی مړینه
هیټلر په وین ښار کې یو څو سیاسي درسونه ولوستل او په سوسیال دموکرات ګوند کې يې پرمختګ وکړ او په څلورو څیزونو ډېر باورمند و:
۱ یو سیاسي حزب سره باید یو ځای شي او هغه پخپله کامیاب کړي
۲ د تبلیغاتو په هنر کې باید استاد شي
۳ اجتماعي مسائل باید ارزیابي کړي
۴ د روحي او جسمي ترور لاسته راوړل او هغه عبارت و له تبلیغاتو څخه، هغه وایي: ( هغه قوه چې د همیش لپاره په تاریخ کې دین او سیاست په حرکت راوستې هغه نطق او بیان دي).
هیټلر نه ملګری درلود او نه هم کور؛ خو یو څه يې درلود هغه هم په ځان او ټینګ دریځ و.
هغه د حکومت په خلاف چې څوک جنګیدل وژل يې بیا به یې ویل:
هغه څوک چې د حکومت په ضد پورته شي نو باید پوه شي چې د هغه راتلونکی دغسې وي.
له ۱۹۳۴ کال وروسته د جون د میاشتې د عام وژنې ټول مسولیت هیټلر په خپل غاړه واخیست او د آلمان پارلمان يې راغوښت او هلته یې وویل: که څوک ما پړ بولي او وايي چې ولې دې د محکمې نه استفاده ونکړه نو زه به په ځواب کې ووایم چې په هغه وخت کې زه د آلمان د راتلونکي مسؤل وم او د آلمان ملت لخوا قاضي عالیمقام وم.
هیټلر خپلو ټولو ځواکونو ته مانور ورکړ تر څو سلواک د چکسلواکيې څخه جلا کړي او په عین وخت کي يې تبلیغاتي مبارزه هم پر مخ یوړه، تر څو خلکو ته وښیئي چې چکانو د آلمان لږه کي پر ضد لاس په ترور پورته کړ.
هیټلر چې د موصلینو او میرمن کلارپتاچي د بې رحمه مړینې څخه خبر شي چې په ایټالیا کې خلکو پرې تیری کړی او بیا یې چټلو اوبو ته غورځولي او اعدام کړي يې دي او بیا یې اور ته اچولي.
د ۱۹۴۵ کال داپریل په نهه ویشتمه شپه څلور بجې خپله وصیتنامه لولي او وايي زما ټوله شتمني د آلمان په نوم کړئ او وروسته له څو شیبو د ډزو غږ راشي کله چې دوی کوټې ته ور دننه شي ګوري چې هيټلر په خوله تپانچه ایښې او ځان یې ویشتی او اوابراون معشوقه یې د زهرو په وسیله مړه پرته ده . د ۱۹۴۵ د اپریل په دېرشمه ورځ د دوشنبې په ورځ چې هیټلر د آلمان صدراعظم شو نو دولس کاله او درې میاشتې يې کیدې.
پای