ډانیل ډي انیلیو؛ بېوزلۍ په ۹ کلنۍ کار ته اړ کړ


د پښتو دا متل چې وايي غوړ پر غوړ اوري، د ډېرو کسانو پر ژوند صدق نه کوي. د همیانۍ ورځپاڼې د همدې کالم له لارې مو ګڼ داسې کسان معرفي کړي چې په بې وزلو کورنیو کې زېږېدلي؛ خو نن میلیاردران دي. یعنې هغوی د شتمنو کورنیو غړي نه وو چې شتمني ورباندې ورېدلې وي. د دغه ډول میلیاردرانو له ډلې یو یې هم امریکایی «ډانیل ډي انیلیو» دی.
نوموړی د ۱۹۴۶ زېږدیز کال د سپټمبر ۱۴ مه نېټه زېږېدلی دی. هغه نه یوازې دا چې په بې وزله کورنۍ کې زېږېدلی، بلکې پلار یې هم په ماشومتوب کې له لاسه ورکړی و. له ماشومتوبه یې له خپلې مور سره چې د ده د ساتنې لپاره یې څلور ځایه کار کاوه مرسته کوله.
لا د ۹ کلونو و چې پر ښوونځي سربېره یې له خپلو ترونو سره په یوه تولیدي کمپنۍ کې کار پیل کړ. پر دې سربېره د خپل ښوونځي د جمناسټیک د ټیم له مخکښانو څخه و.
په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال د پوهنتون یوه بورس د هغه ژوند بدل کړ. د همدې بورس له لارې نوموړي د سایراکوس پوهنتون ته لاره وموندله. د پوهنتون له بشپړولو سره سم یې د خپلو خوبونو د ریښتیا کولو لپاره مټې بډوهلې خو د دریو کلونو لپاره عسکري خدمت ته واستول شو. د عسکرۍ له بشپړولو سره سم یې په هارورډ پوهنتون کې ماسټري وکړه.
ده وړاندې له دې چې خپل کاروبار پیل کړي له ټرانس ورلډ ایرلاین، پیپسي او ماریتوټ کمپنو سره په بېلابېلو برخو کې کار وکړ.
وروسته یې له دوو نورو کسانو سره د « کارلایل ګروپ» په نوم د خصوصي ونډو یو بنسټ جوړ کړ چې اوس یې له برکته دری واړه میلیاردران دي.
د خصوصي ونډو دغه بنسټ د فوربس مجلې د شمېرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۲۰۰ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي. نوموړی د دغه بنسټ د ورځنیو عملیاتو د برخې مشر دی.
انیلیو په خیریه چارو کې هم خلاص لاس لري او له یو شمېرو پوهنتونو سره یې په میلیونونه ډالره مرسته کړې ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د ۲۴ مې نېټې د شمېرو له مخې د ډانیل انیلیو پانګه دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بلل شوې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او د امریکا په متحده ایالاتو کې ۲۲۵ ام ځای لري.
نوموړي واده کړی، دوه اولادونه لري او د متحده ایالاتو په ویرجنیا ایالت کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.