۱۱ هغه خبرې چې هوښیاران یې په کاري چاپيریال کې نه کوي (۲ برخه)

 
۷. هغه ټنبل او بې کفایته دی
د خپل همکار په تحقیر سره تاسې نه شی کولی لوړ مقام ترلاسه کړی. ان تر دې چې د هغه په اړه ستاسې خبرې سمې هم وي. که ستاسې خبرې ریښتیا هم وي، تر تاسې وړاندې ټول پر دې پوهېږي چې همکار مو څه ډول یو کس دی او په همدې اساس ستاسې ویلو ته اړتیا نه پاتې کېږي. که مو خبرې دقیقې او واقعیت نه وي په دغه ډول حالت کې نو تاسې ساده « احمق» ښکاری.
په هر کاري چاپیریال کې یو شمېر بې کفایته خلک شته او ټول یې پېژني هم. که تاسې د دې وړتیا نه لری چې هغوی سم کړی او یا یې له دندې لرې کړی، د هغوی د عیبونو په اعلان سره هېڅ نه شی ترلاسه کولی. د همکاریانو د بې کفایتۍ په اړه څرګندونې ستاسې د شخصیت خوندیتابه ته زیان رسوي. په دغه ډول مواردو کې ستاسې چلند بېرته تاسې ته راګرځي او پر وړاندې مو د همکارانو نظر منفي کېږي.
۸. دا زما د دندې برخه نه ده
د دغه عبارت کارونه ښيي چې تاسې یوازې د هغو دندو ترسره کولو ته ژمن یی چې په کاري لایحه کې در سپارل شوې او دغه کار هم یوازې د پیسو د ترلاسه کولو لپاره کوی چې دغه ډول چلند د کاري خوندیتوب لپاره خطرناک دی. که مو د ادارې مشر داسې کوم کار درته وسپاره چې تاسې ته مناسب نه ښکارېده تر ټولو غوره انتخاب دا دی چې په لېوالتیا او بیړه یې ترسره کړئ. وروسته د ادارې له مشر سره د کتلو وخت واخلئ او ورته ووایی چې ستاسې دندې مشخصې او توضیح کړي. غوره ده داسې ووایی چې ستاسې د دندو ساحه باید اپډېت شي. دغه ډول چلند له تاسې سره مرسته کوي چې کوچني ښکاره نه شی. بله ګټه یې دا ګڼلی شو چې ستا او د ادارې د مشر ترمنځ مو د هغه څه په اړه چې تاسې یې باید ترسره کړی او ترسره یې نه کړی اوږدمهال پوهاوی رامنځته کوي.
۹. زما تېروتنه نه وه
له ملامتۍ تېښته ښه لاره نه ده. تل حساب ورکوونکي و اوسئ. که مو په تېروتنه کې رول درلود، مهمه ده چې لوی دی او که ستر ویې منی. د دې پر ځای چې انکار وکړئ، غوره ده هغه څه چې واقع شوي په اخلاص توضیح کړئ. واقعیت ومنئ او پرېږدی چې رییس او همکارانو مو پرېکړه وکړي چې څوک ملامت دي.
په هغه شېبه کې چې تاسې نورو ته کوتڅنډنه پیلوی، نور په حقیقت کې په دې اړه فکر پیلوي چې تاسې د خپلو اعمالو په اړ ځواب ورکوونکي نه یی. دغه کار د خلکو د اعصابنیت لامل کېږي. یوه برخه به یې له تاسې سره له ګډ کار څخه ډډه وکړي او یا به هم لږ تر لږه که په راتلونکي کومه تېروتنه کېږي، په لومړي سر کې به تاسې ملامتوي.
۱۰. زه نه شم کولی
دا عبارت د هېچا هم نه خوښېږي. په حقیقت کې کله چې تاسې وايي:« زه یې نه شم ترسره کولی»، خلک فکر کوي چې تاسې نه غواړی ترسره یې کړی. د دغه عبارت کارول د دې څرګندونه کوي چې تاسې خپلې دندې ته لېوالتیا نه لرئ.
که ریښتیا هم تاسې د هغه کار د ترسره کولو لپاره کافي وړتیا نه لری، غوره ده چې بدیل یې وړاندې کړئ. د دې پر ځای چې ووایی« زه دغه کار نه شم ترسره کولی» غوره ده د هغه کار په اړه ووایی چې ترسره کولی یې شی.
د بېلګې په توګه د دې پر ځای چې ووایی:« زه د شپې تر ناوختې نه شم پاتې کېدلی»، غوره ده داسې ووایی:« زه سهار وختي راتللی شم. راتګ به مې ګټه وکړي؟!»
یا د دې پر ځای چې ووایی:« زه دا ارقام نه شم تحلیلولی»، داسې ووایی:« زه تر اوسه د دغه ډول ارقامو پر تحلیل نه پوهېږم، که داسې څوک وي چې ماته یې را وښيي او په راتلونکي کې به یې زه خپله تحلیلوم.»
۱۰. له دې دندې کرکه لرم
د ډېرو خلکو عادت وي چې په کاري چاپیریال کې شکایت وکړي. دوی تل غواړي له خپلې دندې کرکه څرګنده کړي. دغه ډول کار تاسې د یوه منفي کس په توګه معرفي کوي او د ټیم مورال وژني. کار پنځوونکي پوهېږي چې دغه ډول افراد د کارکوونکو رحیه ځپي له همدې کبله ډېر ژر دوی ګیر کوي او پر ځای نوي او مثبت کسان ګوماري.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.