په منځني ختيځ کې او په ځانګړې توګه په عربي هېوادنو کې، يو زيات شمېر ديکتاتوررژيمونه له څو لسيزو راهيسې د واک په ګدۍ ناست وو او ځينې ﻻ اوس هم دي. په دغه پراخه سيمه کې د اسراييلي حکومت لخوا پر فلسطينيانو ظلمونه او همدا راز د امريکا لخوا په ياده سيمه کې د مور ميرې چلند شرايط داسې برابر کړي وو، لکه باراتو ته چې سپرغۍ ورسيږي او هر څه په بل مخ اړوي.
له تونس نه پيل شوي لومړي پاڅون د دغه هېواد مشر زين العابدين رژيم رانسکور کړ او د دې پاڅون اغيز څپې نورو هېوادنو ته هم ورسيدې. په مصر کې ستر امريکايي پلوه ديکتاتور حسنی مبارک نه يوازې د قدرت له ګدۍ راوغورځول شو بلکې اوس يې محاکمه هم روانه ده. دغه لړۍ همداسې پر مخ وﻻړه، په يمن کې علي عبدالله صالح په څېر اوسپنيز سړی هم په کورني اړ و دوړ کې ټپي شو او سعودي عربستان ته د درملنې لپاره وﻻړ او تر اوسه يې برخليک څرګند نه دی.
د عربي نړۍ پاڅونونه له منځني ختيځ هم واوښتل او افريقا ته تر ليبيا پورې ورسيد خو د امريکا او ناټو مداخلې هر څه خراب کړل او په ليبيا کې کورنۍ جګړه رامنځته شوه، چې اوس په دغه هېواد کې امنيت ښه ندی.
د عربي انقلابونو لړۍ نه يوازې پر عربي هېوادنو اغيز درلود بلکې په ايران کې يې هم ګډوډۍ رامنځته کړې خو حکومت په دغه هېواد کې مخالفين په بې رحمۍ سره و ځپل. په زړه پورې خو ﻻ دا ده، چې په اسراييلي کې هم د دوی په تاريخ کې تر ټولو لوی ﻻريونونه تر سره شول.
په عربي نړۍ کې د زبرځواکونو او ځينو نورو سيمه ييزو هېوادنو له خوا پراخې ﻻسوهنې پيل شوې، چې په سيمه کې يې حالت ډېر کړکيچن کړي دي. امريکايان او متحدين يې په ليبيا کې پوځي يرغل پيل کړ، سعودي عربستان يمن ته ځواکونه واستول او ايران سپاه پاسدارن د ﻻريونکوونکو د وژلو لپاره سوريې ته استوي.
په دې ورځو کې نړيوالې رسنۍ د سوريې څخه زيات د تاو تريخوالي رېپوټونه ورکوي، څومره رښتيا څومره نه د دې اټکل ګران دی، ځکه بهرني خبرياﻻن د پېښو له ځايونو ليرې ساتل کيږي. امريکا او نور لويديځوال د بشار اﻻسد غندنه کوي، ايران يې بيا پلوي کويڅرنګه چې نن سبا سوريه او بشار اﻻسد د رسنيو تر فوکس ﻻندې دي، موږ به هم په دې اړه له خپلو قدرمنو لوستونکو سره مالومات شريک کړو.
دا يو ازمايل شوې تجربه ده، چې د يوه ديکتاتور شتون په يوه هېواد کې تر هغې غوره دی، چې انارشي وي.
امريکا او متحدينو يې په سيمه کې يوه نوې لوبه روانه کړه، د اسلامي دولت يا داعش په نوم يې يوه نوې ډله رامنځته کړه؛ موخه يې د اسلامي هېوادونو تباه کول او د دغو اور لمبې رسول يې ان د روسيې تر سرحداتو پورې وو.
خو روسيې په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې له اقتصادي او پوځي لحاظه ځان پياوړی کړ. امريکا په دې برخه کې تيروتنه وکړه، زياته پاملرنه يې د چين اقتصادي ودې ته وه او دې ته يې پام نه و، چې روسيه به يوه ورځ په نړۍ کې د پخواني شوروي اتحاد ځایناستی کيږي او د دوی په مخ کې به خنډ کيږي.
د روسيې د دې نوې سياست سره د بشرالاسد ستوری يو ځل بيا په ځليدو شو؛ روسيې سوريې ته خپل ځواکونه واستول او پر داعش او نورو ترهګرو يې داسې ګوزارونه وکړل، چې د امريکا پلانونه يې ورګډوډ کړل.
خو امريکا هم غبرګون وښود، تاو يې په افغانستان کې څرګند شو او زياتره د افغانستان وروستۍ پېښې د کندوز د نيولو په شمول رامنځته شوې.
زياتره سیاسي شنونکي، په کريميا او سوريه کې د روسيې کړنې مثبتې ارزوي او وايي، چې د روسيې لخوا اقدامات به په نړۍ کې يو ډول توازن رامنځته کړي. دا څرګنده نده، چې په نږدې راتلونکې به دغه توازن ګټه وکړي که زيان، خو د بشار الاسد موقف خو په سوريه کې ښه شوی؛ ډيرې سيمې یې له اورپکو او نورو مخالفينو ونېولې او پوځي او سياسي موقف يې پياوړی کيږي.
نن سبا چې بشار الاسد د رسنيو د مهمو خبرونو سرټکی دی، موږ به هم د ده د ژوند ليک په هکله له تاسو سره مالومات شريک کړو:
بشار اﻻسد
بشپړ نوم يې بشار حافظ الاسد دی اود 1965 ز کال د سپټمبر په 11مه نېټه، د سوريې په پلازمېنه دمشق کې زېږيدلی. نوموړی له 2000 ز کال راهيسې د سوريې جمهور رييس دی.
ماشومتوب:
د حافظ الاسد کورنۍ: بشار کيڼ خوا ته لومړی ماشوم
بشار اﻻسد په 1965 ز کال کې د پوځي منصبدارحافظ اﻻسد په کور کې نړۍ ته سترګې پرانيسې مور يې انيسه مخلوف نوميده.
د بشار تر زيږيدو وروسته پلار يې په يوه کودتا کې برخه واخيسته او د دفاع وزير په توګه وټاکل شو، په 1971 ز کال کې بيا د کودتا له ﻻرې جمهوري رياست ته ورسيداو تر 2000 ز کال پورې د قدرت په ګدۍ ناست و تر څو چې ومړ.
د بشار اﻻسد د کورنۍ د شهرت سره سره، د ده د کوچنيوالي او د ځوانۍ وخت په هکله کوم په زړه پورې مالومات نشته. د ده پلار زياته پاملرنه د ده مشر ورور ته وه او په خپله بشار هم له سياسي پلوه لږ فعال و.
د سوريې جمهوري رياست څوکۍ د نوموړي داسې په نصيب شوه، لکه شهزاده ته چې له پلاره په ميراث پاتې شي. په اصل کې دغه څوکۍ د ده مشر ورور باسل اﻻسد ته په پام کې نيول شوې وه، خو د ده بخت هغه وخت وځليد، چې مشر ورور يې په 1994 ز کال کې، د الوتکې د غورځيدلو په يوه پېښه کې ووژل شو.
ځواني او زده کړې:
بشار او ميرمن يې په مسکو کې
بشار اﻻسد په 1988ز کال کې په دمشق کې د طب د سترګې Ophthalmology په رشته کې زده کړې کولې او بيا په 1992ز کال کې لندن ته د زده کړو د بشپړولو لپاره وﻻړ.
په 1994ز کال کې د مشر ورور تر مرګ وروسته په سوريه کې، د «حمص» پوځي اکاډمۍ ته شامل شو.
په 2000ز کال کې د پلار(حافظ ااسد) تر مرګ وروسته بشار اﻻسد د بعث ګوند او پوځ مشر هم شو او د جمهور رييس په توګه په ټاکل کيدو کې يې کومه مخالفت څرګند نشو.
وروستي