د بشریت ضد جرایم (۲ برخه)

 
دبشریت په ضد جرایمو د تحقق شرایط
دبشریت په ضد جرایمو دتحقق لپاره د نړیوالي جزايي محکمې داساسنامې ۷ ماده ځینو شرایطو ته اشاره کوي چي دلته ورڅخه بحث کوو:
۱ــ دغیر نظامیانو (ملکي خلکو) پر ضد برید
دنړیوالي جزايي محکمې د اساسنامې د اوومي مادي له مخي دبشریت په ضد جرایم لکه قتل، ریښه له مینځه وړل، په غلامۍ نیول، شکنجه او... هغه وخت دبشریت په ضدجرایم  حسا بیږي چي ددې مادې دلومړي بند له مخي د غیرنظامیانو یا ملکي وګړو پرضدوي، دغه شرط دیوګوسلاویا او رونډا دنړیوالو جزايي محاکمو داساسنامو په ترتیب سره په ۵ او۳ماده کي هم وجود درلودی، که پورتني جرایم لکه قتل، شکنجه او داسي نور د نظامیانو په مقابل کي وي نو بیا دجنګي جرایمو په لړ کي راځي، ولوکه دغه نظامیان د مبارزې توان لري اویا داچي د اسارت، ناروغۍ یا ټپ له امله دمبارزې توان نه لري.
په ورته وخت کي داسي ادعاګاني هم وجود لري چي عرفي نړیوال حقوق نظامي افراد هم دبشریت په ضدجرایمو موضوع کي شاملوي، حتی که دنظامیانو په خلاف په خپله د دوی خپل مقامات جرایم ترسره کړي.
فرض کړئ که دغه ادعا دنړیوالو جزايي حقوقو په قلمرو کي هم ومنو، بیانو دغه ادعا نړیوالي جزايي محکمې په اساسنامه کي وجود نه لري، ځکه چي دیادي محکمې په اوومه ماده کي دملکي وګړو څخه په صراحت سره یادونه کوي، بل علت چي کولای سو ووایو نظامیان په بشریت ضد جرایمو کي نه شاملیږي، دادی د دښمن نظامیان د بشردوستانه نړیوالو حقوقو تر ملاتړ لاندي دي، او دهغوی په وړاندي دجرایمو ارتکاب په جنګي جرایمو کي راځي، او دخپلو نظامیانو په وړاندي دجرایمو ترسره کول یوه لیري خبره ده، ځکه هغوی دخپلو حکمرانانو دباور څخه برخمن دي، البته بل ټکی دادی چي دملکي وګړو له ډلي څخه موخه داده چي له ملکي وګړو څخه تشکیل سوي وي، او دلږو نظامیانو موجودیت په هغوی کي دغه ماهیت ته تغیر نه ورکوي، دغه چاره دنړیوالو جزايي حقوقو په قضايي رویه کي هم منل سوې ده.
۲ــ دپراخ او سازمان سوي عمل ارتکاب
د نړیوالي جزايي محکمې د اساسنامې د اوومي مادې پراساس دویم شرط دادی چي پورته دبشریت ضدجرایمو ډولونه په پراخ او سازمان سوي شکل ترسره سوي وي، او که داسي نه وي نو عادي جرم ګڼل کیږي نه دبشریت ضدجرم، خو په دې اړه یوه پوښتنه چي پیداکیږي داده چي ایا پورته دواړه قیود لکه "پراخ" او "سازمان سوي" ددې جرم دتحقق لپاره اړین دي که یا؟
له دې څخه تیریږو چي دروم په کنفرانس کي ددې مادې دڅیړني پروخت بحثونه او خبري وې، باید روښانه کړو چي د اوومي مادې په لومړي بند کي دوه قیود پراخ او سازمان سوي د یا په توري سره یوله بل سره جلا سوي دي، لذا ظاهراً له دې دواړو څخه یوقید ددې جرم د ارتکاب لپاره بسنه کوي، ددې مادې په دویم بند کي بیا روښانه سوې ده چي دپراخ او سازمان سوي برید څخه موخه د هرډول ملکي وګړو پرضد دپورته ډولونو څخه څوځله ارتکاب وي، په لومړي بند کي بیاراغلي دي چي دغه اعمال دیو دولت یایو سازمان دسیاست دمخته وړلو لپاره وي.
له دې دواړو بندونو څخه بیامعلومیږي چي دپورته جرایمو دارتکاب لپاره دواړه قیود اړین دي، ځکه خپل دملکي وګړو ډله یاجمیعت دپراخ مانا ورکوي او دیو دولت یا سازمان دسیاست مخته وړولولپاره برید بیا دسازمان سوي مانا ورکوي، نوځکه ویلای سوي چي که ددې دوو قیودو څخه دیوه نه تحقق ددې جرم ماهیت ته تغیر ورکوي بیانو یواځي عادي جرم ګڼل کیږي.
۳ــ دبرید تبیعض امیز والی
پوښتنه داده چي ایا لازمه ده چي پورته اعمال باید حتماً په تبعیض امیزه شکل ترسره سوي وي دسیاسي، نژادي، مذهبي او نورو ملحوظاتو له مخي که یا؟
د نورمبرګ نړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د۶مادې د ج بند،دپخوانۍ یوګوسلاویا دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د ۵ مادې او رونډا دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د ۲مادې پر بنسټ معلومیږي چي عرفي نړیوالو حقوقو د تبعیض امیزوالي هیڅ انګیزه ددې جرم د تحقق لپاره لازمي نه ګڼل، دنړیوالي جزايي محکمې اساسنامې هم دغه نظر منلی دی، یواځي په دې استثناء چي د افرادو تعقیب او ازار لپاره دتبعیض انګیزه اړینه ده.
۴ــ مجرمانه سلوک
د بشریت په ضد جرایم د اساسنامې د ۷مادې دلومړي بند پر بنسټ کیدای سي هم دفعل په شکل او هم دفعل د ترک په شکل ترسره کیدای سي، البته ددې جرایمو ارتکاب دفعل په ډول خو کوم وضاحت ته اړتیا نه لري، مګر دفعل دترک په شکل یوڅه وضاحت غواړي، ددې بیلګه داسي ده مثلاً دیو دولت یاحکومت مشر سره له دې چي پوهیږي چي دهغه په حکومت کي د ملکي افرادو دیوې ډلي په وړاندي داسي جرایم ترسره کیږي مګر هغه یې منعه نه کړي، لکه د رونډا لومړی وزیر دکامپانډا په نوم دنورو محکومیتونو سربیره یې د رونډا خلکو او ماشومانو دساتني لپاره خپله دنده ترسره نکړه، چي بالاخره ډیر عام وژنه ترسره سوه، نوموړی لومړی وزیر بیا دبشریت په ضد په جرم باندي محکوم سو.[1]
۵ــ دبشریت په ضد دجرایمو روانی رکن
د بشریت په ضد جرایمولپاره داهم اړینه ده چي اشخاص دملکي وګړو په اړه دپراخ او سازمان سوي برید په اړه علم ولري او دویم داچي داکار یې قصدي وي، که دا دوه رواني قیود موجود نه وي جرم عادي دی، نه دبشریت په ضد جرم.
دبشریت په ضدجرایمو عناصر
۱ــ مادي عنصر
دبشریت په ضد جرایمو د مادي عنصر په اړه کولای سو ووایو چي: دبشریت په ضد جرایمو مادي عنصر عبارت دی له داسي برید څخه چي غیرانساني ماهیت ولري او جسم یاجسمي او روحي سلامتیا ته د لوی ازار سبب وګرځي.
البته دغه برید باید په پراخ او سازمان سوي شکل دملکي وګړو په وړاندي ترسره سوی وي، او همدارنګه درونډا دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامي پر بنسټ نوموړی جرمي عمل باید دځینو ملحوظاتو له مخي لکه سیاسي، قومي، نژادي، یامذهبی دتبعیض په ډول ترسره سوی وي.
۲ــ رواني عنصر
دبشریت په ضد جرایمو دهرډول دارتکاب لپاره اړینه ده چي مرتکب دا اعمال اګاهانه ترسره کړي وي، یعني مرتکب باید په دې پوهـ وي چي دهغه عمل دیوپراخ او سازمان سوي برید په توګه دملکي وګړو دیوې ټولګي په وړاندي دي، چي دا کار دیو سیاست دمخته وړلو لپاره ترسره کیږي، البته دا رواني عنصر په هر جرم کي په جلا ډول استنباط کیدای سي، اما لازمه نه ده چي مرتکب دقیقاً له هغه څه څخه چي دجرم قربانیانو ته پیښیږي، اګاهي ولري.[2]
 
[1]هماغه اثر، ۲۶۵مخ
[2]کریانګ ساک کیتی چایساری، حقوق کیفری بین المللی، ترجمه دکترحسین آقائی جنت مکان، ۱۱۰ مخ