غچ اخیستل بیه لري!

 
تر اوسه به مو څو ځله په خپل ژوند کې د غچ اخیستلو فکر کړی وي؟ د ګوتو په شمېر او که دونه زیات چې ان شمېر مو یې له یاده وتلی؟! ایا د غوسې په وخت کې سم د لاسه په دې اړه فکر کوی، چې له مقابل کس څخه غچ واخلئ او داسې یو درس ورکړی، چې ټول عمر یې له یاده ونه وځي او که نه خدای پاک دومره صبر او زغم درکړی، چې د حل لارې لپاره یې نورې لارې چارې ولټوی؟ هیله په دویمه ډل بندۍ کې راشی؛ او که مو د غچ اخيستلو فکر په ذهن کې در ګرځي نو لاندې ټکي باید په پام کې ونیسئ.
لاندنۍ لارې چارې تاسو ته در زده کوي، چې څنګه کولای شئ د غچ اخیستلو فکر له خپله ذهنه وباسئ په بدل کې یې داسې څه لاس ته راوړی، چې خپل وجدان مو ارامه وي او وکولای شي خپل ژوند په ډیره خوشالۍ سره مخ ته یوسئ؛ هغه هم یوازې د خپلۍ خوشبختۍ لپاره.
غچ اخیستل وحشیانه او نه منونکی عمل دی:
هوکې، په غچ اخیستلو کې د تمدن نښې نیښانې نښکاري! لومړی باید ټول انساني او اخلاقي اصول تر پښولاندې کړې، تر څو غچ واخلې. زه تاسو په سمه توګه نه پېژنم خو کله، چې دغه لیکنه لولۍ دا دې ښکارندوي کوي، چې تاسو یو ښه انسان یاست د فضل، کمال څښن د پوهې او ځان جوړنې په لټه کې یاست، په داسې حال کې، چې غچ اخیستل د حیواناتو د خوراک کولو په څېر عمل دی. هغه کسان، چې د غچ اخیستلو په لټه کې دي، څېره یې له ورایه ښکاري، چې بل کس یې په لیدلو خوښي له لاسه ورکوي، معلومه خبره ده، چې تاسو نه غواړی داسې یو کس و اوسی، بلکې غواړی د ملګرو او دوستانو سره د مخ کېدو په وخت، ملګري ستاسو په لیدلو د خوښۍ احاس وکړي، چې دا بیا په خپل ذات کې بېل خوند لري.
 
غچ اخیستل کولای شي له ځان سره مادي او معنوي وحشتناکې بیې ولري:
په تاسو، چې کوم ظلم او تېری شوی کیدای شي ډیر تریخ او دردناک وي، خو د غچ اخیستلو درد په ځلونوتر دې زیات او تریخ دی. که مو په وجود کې یوه زره لطف او مهرباني هم وي په هماغه لحظه هم له خپلې کړنې پېښمانه کیږي او د خوابدۍ احساس کوی، که څه هم چې هغه پېښماني بیا ګومه ګټه نه کوي؛ خو خدای مو له داسې حالته وساته، چې غچ واخلئ او پرې پېښمانه نه شئ! که مو له غچ اخیستلو وروسته د پيښمانۍ احساس ونه کړ، پوه شئ، چې تاسو یو سخت زړی او بې روحه کس یاست، داسې یو کس، چې هغه بیا ښه او بد نه پېژني.غچ اخیستل داسې څه دي چې هم تاسو له منځه وړي هم مقابل کس!
غچ اخیستل مو انساني کرامت له منځه وړي:
مهمه نه ده، چې تاسو د کومې عقیدې خاوندان یی، خو غچ اخیستل تاسو له هر ښه صف ته څخه خلاصوي او له یوه داړونکي لېوه سره شباهت پیداکوئ. که په خپل هېواد او یا هم بهرنیو هېوادونو کې ډله ییزو وژنو ته پام وکړئ، زیاتره یې د غچ اخیستلو په پایله کې تر سره شوې دي.
د غچ اخیستلو ډیر زیان خپله غچ اخیستونکي ته رسیږي:
ایا کله مو له ځان سره فکر کړی چې ولې غچ اخیستل خوند نه لري؟ ځکه په غچ سره تاسو غواړئ په مقابل کس باندې خپل زړه یخ کړی او خپله غوسه پرې تشه کړی باید ارمامی مو تر لاسه کړې وای؟! نو ولې مو خوند وانه خیست او ارامه نه شوی؟ ځکه موږ او تاسو ټول په دې  پوه یو، چې دغه نړي له یوې داسې انرژۍ څخه ډګه ده، کله، چې څه له لاسه ورکو زر یا وروسته د هغې نتیجه بېرته تر لاسه کوې لکه په پښتو کې، چې هم متل دی( چې څه کرې هغه به رېبې) نو ده یوه ناوړه کار په بدل کې موږ څنګه د ښه کار او خوشالۍ تمه درلودلای شو؟



غچ اخیستل د وچې او بې مېوې ونې په څېر دی:
ماضي ته مو پام وکړئ تر اوسه مو، چې له کوم چا څخه غچ اخیستی ګټه مو کړې ده؟ شا او خوا ته مو وګورئ هغه کسان، چې غچ یې اخیستی په کوم حالت کې دي؟ ژوند یې په کومه کچه دی، څمره پرمختګ یې کړی او څمره یې له خپل ژوند څخه خوند اخیستی؟
هېڅ!
غچ اخیستونکی کس ورځ تر بلې په هغه ګودال کې ښکته ځي، چې پر خپلو غوسه ناکولاسونو او له کینې څخه په ډګ زړه یې د ځان لپاره کیندلی. د دوو مرغیو کیسه به مو اورېدلې وي چې وایي(( دوه مرغۍ پاس په ونه کې سره په جنګ شوې له ونې لاندې را وغورځېدې، همداسې سره نیښتې وې، چې پشکې له وخت څخه ګټه واخیسته او دواړه یې نوش جان کړې)) ډېرکله په غچ اخیستلو کې هم داسې کیږي، چې غچ اخیستونکی له لومړي حالته هم بدتره شي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
 
د دې لپاره، چې د غچ اخیستلو فکر مو له سره لرې کړې لاندې ټکي په نظر ونیسئ:
غچ اخیستل یو حیواني حس او خوی دی، چې له بده مرغه کله کله مو فکر ته راګرځي، خو که کوښښ وکړو همدا خوی پر یوه بل شي باندې بدلولای شو، چې نوم یې ګذشت (تېرېدنه) او بښنه ده. د بښلو خوند زر ځله تر دې زیات دی کوم چې موږ یې په غچ اخیستلو کې لټوو. د څو ثانیو لپاره دهغه چا څېره، چې غواړي غچ واخلي او د هغه کس څېره، چې پرې ظلم شوی خو غواړي بښنه وکړي سره پرتله کړی په کومه یوه کې ښایست او معصومیت ښکاري؟ روښانه خبره ده هغه څوک، چې بښنه کوي تر غچي اخیستونکي ښکلی ښکاري.
 
حوصله، زغم او بښنه د کمزورۍ نښه نه ده:
نه، تېروتنه مه کوئ، غچ اخیستل د ځوانۍ او قوي توب نښه نه ده. ډیری کسان فکر کوي، چې انتقام اخیستل د مېړنیو خلکو خو زغم او بښنه د کمزورو خلکو نښنه ده، په داسې حال کې، چې دغه خبره کامله بې بنسټه ده، په دري ژبه کې متل لرو، چې وایي( ګذشت خصلت مردان است) غچ یوازې په فیزیکي ډول نه اخیستل کیږي بلکي ډیر ضیف خلک هم کولای شي د مکر او پریب له لارې خپل غچ واخلي خو بیا هم غچ دی!  خو ګذشت بیا هغه څه د، چې یوازې قوي خلک یې کولای شي.
 
غچ مو باید د پرمختګ وسیله شي:
دا یو مثبت ډول غچ اخیستل دي. کېدای شي، چا ځورولی وې، لاس یې در اچولی وي او یا یې در پورې مسخرې کړې وي. د دې پر ځای، چې په ناوړه عمالو ورته ځواب ورکړې کوښښ وکړه، پرمختګ وکړې، ترڅو دې ورته داسې ځواب ورکړی وي، چې ستا په ګټه تمام شي، که چا ستا د نیمګړتیاو او د کورنۍ د ټېټې سویې په اړه پېغور درکړ، کوښښ وکړه د یوه ښه ژوند د جوړلو او ترقۍ په لټه کې شه، تر وسه وسه هڅه کړه، چې په دې چاره کې بریالی شې. که د مفلېسۍ په اړه دې چا درته ستا د خوښې خلاف خبرې وکړې، زیار وباسه ترڅو داسې لارې چارې ولټوې، چې وکولای شې د حلالې او سالمې لارې پیسې پیداکړې. او که چا درته بې سوادي بهانه وګرځوله، په ناوړه خبرو یې ستا توهین وکړ، نو له همغې ورځې کوښښ د زدکړې او علم په لور ور ودانګه، یعنې د هرې منفې خبرې په ځواب کې یې داسې کار وکړه، چې هغه ستا په ګټه وي نه په زیان، تر څو دې ورته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی وي.