
په سویډن کې ترسره شوې څیړنه وايي: که یو کس هره ورځ دلفټ پر ځای له زینې ګټه پورته کړي، دوینې کولسترول یې په طبیعي توګه کمیږي.
په دې څیړنه کې ۶۷ وګړو ونډه درلوده ، دا وګړي ۳ میاشتې پرلپسې څارل شوي دي ، دوی دلفټ پر ځای زینه کاروله .
څیړنه وايي : پر زینه ختل دهغه پروټین مخه نیسي، چې له ځیکره دکولسټرول دلرې کولو مخه نیسي، همدا راز پر زینه ختل په وینه کې تر ټولو خطرناک کولسټرول ldl دکمولو په برخه کې دپاموړ رول لوبوي.
څیړونکو تر اوسه دا نه دي ویلي،چې ورزش څرنګه د کولسټرول کنترولوي، خو دومره یې ویلي دي، چې دا دخپل ډول لومړنی څیړنه ده ، چې وايي : ورزش او دژوند دبڼې بدلون کولسټرول له منځه وړي.