
امریکایی « ویلیم کانوې جر» یو له هغو میلیاردرانو څخه دی چې د خپلې پانګې ډېره برخه یې خیریه چارو ته ځانګړې کړې ده.
نوموړی د ۱۹۴۹ کال د اګېسټ پر ۲۶ نېټه زېږېدلی دی. تر لومړنیو زده کړو وروسته یې د ډارموټ په کالج کې زده کړې کړې او د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري یې بیا د شیکاګو له پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.
نوموړي د زده کړو له بشپړولو سره سم د « فرسټ شیکاګو» په نوم له یوه بانک سره کار پیل کړ. په دغه بانک کې یې په بېلابېلو پوسټونو باندې کار وکړ. دی د دغه بانک د شرکتونو د مالي چارو مسئول، د سوداګریزو پورونو مسئول او عمومي مدیر پاتې شوی دی.
له ۱۹۸۱ زېږدیز کال څخه تر ۱۹۸۶ کال پورې د « MCI Communications » په نوم یوې کمپنۍ سره کار وکړ چې په وروستیو کې د دې کمپنۍ د مالي چارو مشر شو. کله چې یې له دې کمپنۍ سره کار پرېښوود له دوو نورو کسانو سره په ګډه یې د « کارلایل» په نوم د خصوصي ونډو یو بنسټ جوړ کړ.
دغه مالي بنسټ چې مرکز یې د متحده ایالاتو په پلازمېنه واشنګټن کې دی اوسمهال په شمالي او سوېلي امریکا، اروپا، منځني ختیځ، افریقا، اسیا او اسټرالیا کې ۳۵ دفترونه او ۱۷۰۰۰ مسلکي کارکوونکي لري.
د فوربس مجلې د معلوماتو له مخې دغه مالي بنسټ اوسمهال ۲۰۰ میلیارده ډالره پانګه مدیریت کوي.
کانوې او شریکانو یې د همدې بنسټ له لارې په ۲۰۰ کمپنيو او ۲۵۰ جایدادونو کې پانګونې کړې دي. د هغو کمپنیو د ټولو کارکوونکو شمېر چې کارلایل په کې پانګونه کړې ۶۷۵ زره کسانو ته رسېږي.
د شریکانو ترمنځ ویلیم کانوې جر د خیریه فعالیتونو له کبله مشهور دی. په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې یې اعلان وکړ چې غواړي تر مرګ وړاندې د خپلې پانګې یو میلیارد ډالره په خیریه چارو ولګوي. ده په همدې کال په یوه مرکه کې وویل چې دی غواړي ۱۰ زره کاري فرصتونه رامنځته کړي او که هر امریکایی میلیاردر چې د فوربس د ۴۰۰ میلیاردرانو په ډله کې راځي دغه کار وکړي څلور میلیونه انسانانو ته به یې خیر رسېدلی وي. ده ویلي د کار پر مټ خلک کور او خواړه دواړه پیدا کولی شي.
نوموړي د متحده ایالاتو د پلازمېنې واشنګټن د مرکزي سیمو د خوړو له بانک سره هم میلیونونه ډالره مرسته کړې چې له لارې یې بې وزلو ته خواړه ورکول کېږي.
پر دې سربېره یې ۵۵ میلیونه ډالره بېلابېلو پوهنتونو ته د سکالرشیپونو او د نرسانو د روزنې لپاره ورکړي دي.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر پر ۲۰ مه نېټه د نوموړي پانګه دوه اعشاریه پنځه میلیارده ډالره بللې چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۲۸ ام او په متحده ایالاتو کې ۱۹۰ ام ځای لري.
واده یې کړی، یو اولاد لري او د ویرجنیا په مکلین کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.