دالوتکو میلمپالې هڅه کوي، چې مسافرینو ته اته رازونه  ووايي.

 
هیڅوک دالوتکو او هوايي سفرونو په اړه دومره نه پوهیږي لکه څومره، چې  میلمپالې او میلمپالان ، دوی  دهوايي سفرونو پر ډير څه پوهیږي او پرې خبر دي.
مشهوره میلمپاله  ابي اونګر، چې په ۲۰۱۱ ز کې کورناستې شوې ه او اوس دالوتکو او هوايي سفرونو په برخه کې  دسلاکارې په توګه دندې ترسره کوي ، نوموړی  اته داسې رازونه رابرسېره کړې دي،چې دالوتکې یوه میلمپاله   یې په ډېره بې صبرۍ سره  مسافرینو ته  وايي:
۱- اوس دمیلمپالې مسوولیت  دا نه دی، چې ښکلې وبريښي ، اوس دالوتکو میلمپالې خپل معیارونه لري،چې دا یې پوره کړل نور نو دچا په کېسه کې نه وي.
۲-   دالوتکې سپاره، مسافرین باید هر وخت  ونه ډار شي، که  چیرې الوتکه په هوا کې ټکان خوړل  باید ونه ډار شئ ، امنیتي کمربند وتړئ او ارام کینئ،چې ټپي نه شي.
۳-  که چیرې میلمپاله  مو ولیده، چې ناسته ده او یا دکیناستو په حال کې وه، تاسې هم ورته  کار وکړئ، ځکه هغه پوهیږي،چې اوس دالوتکې وضعیت څنګه دی؟
۴- که  مو وغوښتل،چې میلمپالې ته  بخشش ورکړئ ، باید درې ځلې ورته ست وکړئ، یا یې په هغه کڅوړه کې کیږدئ،چې دالوتکې په څوکۍ  وي او سمدلاسه باید ولاړ شئ.
۵-  میلمپاله کولای شي،چې دالوتنې پرمهال ستاسې ورخطايي کنترول کړي.
۶-  که میلمپاله څو ثانیې چوپ شوه، نو لامل یې دادی، چې هغه فکر کوي، چې په بیړني حالت کې څه وکړي.
۷-  په الوتکه  خواړه دمسافرینو / سپرلۍ له شمېر څخه  څو ځلې زیات وي.
۸-  اوبه دبدن دبیولوژیک ساعت دګډوډۍ تر ټولو ښه درملنه ده، که  چیرې مو خوب ګډوډ شو، نو له سفر وړاندې ډیرې اوبه وڅښئ.