په افغانستان او سيمه کې د خبريالانو ستونزې


د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د تورخم پېښور پر لويه لار د سره کمر په سيمه کې د نامعلومه وسله والو لخوا په پېښور کې د پژواک خبري اژانس او شمشاد تلويزيون خبريال جان الله هاشمزاده ووژل شو دې پېښې يو ځل بيا په افغانستان او پاکستان کې مېشت خبريالان هيښ کړل؛ ځکه، چې د نورو انسانانو په څېر خبريالان هم د ټولنې يوه برخه ده ژوند او مرگ لري خو يوه خبره، چې خبريالانو پورې تړاو لري هغه دا، چې خبريالان بې پلوه وي نه د حکومت ملاتړ او مخالفت کوي او نه د مخالفينو که کوم خبريال د حکومت د کوم دريځ پلوي وکړي نو مخالفين ورته د شک په نظر گوري او که د مخالفينو د دريځ ملاتړ وکړي نو حکومت پرې بنديز لگوي دا بيا يو داسې حالت دى، چې خبريال نه شي کولاى، چې په رښتينې معنا پېښې ولس ته وړاندې کړي د خبريال وژنه بيا داسې بڼه خپله کړي، چې نه يې حکومت پلوي يا ملاتړ کولى شي او چپه خوله پاتې کيږي نور خبريالان يې بيا صرف غندنه کوي او کورنۍ يې بې برخه ليکه پاتې کيږي او خبريال، چې له کومې ادارې سره کارکوي هغه اداره يې هم يوازې له خواشينۍ د څرگندونو پرته بل څه نه کوي او نه حکومت په دې توانيدلى شي، چې د خبريالانو قاتلان يا وژونکي پيدا کړي خبريالان تل د حکومت او مخالفينو ترمنځ په برخه ليکه بڼه پاتې شي د جان الله هاشمزاده وژنه که سياسي اړخ لري او که شخصي تر دې دمه پرې قضاوت نه شي کيداى او نه يې چا د وژنې مسئوليت په غاړه اخستې دى تاوان او نقص يې يوازې کورنۍ ته دى، چې هغه بې برخه ليکه پاتې شوه. د نوموړي گناه، چې هرڅه وه خداى پرې پوهيږي
qadirandewal@yahoo.com