څیړنه: دلوڅ خوب  ګټې ...

 
اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چې دخوب په کوټه ځینې پخواني عادتونه پریږدو او دعلمي څیړنو پر بنسټ خوب وکړو، ډاکترانو او ارواپوهانو دلوڅ خوب ګټې  په دې توګه  په ګوته کړې دي.
۱- دازادۍ احساس :  که دخوب پرمهال کالي له ځان څخه لرې کړئ، دخوب پرمهال به  د ازادۍ احساس وکړئ، دا به لومړی ځل وي، چې دا ډول  یو احساس کوئ.
۲-   له روغتیا برخمن خوب  به وکړئ: په کالیو کې خوب   دا زمېنه برابروي، چې  بکتریا ډیرې شي، دخوب پرمهال  په کټ کې کله، چې هوا توده شي، نو دا بیا دبکتریا لپاره تر ټولو ښه چاپیریال دی، لوڅ خوب دبکتریا په مخنیوی کې ونډه لري.
۳-پیاوړی عاطفي ژوند: ارواپوهان وايي: لوڅ خوب د عاطفي ژوند لپاره ښه دی ، کله ،چې دبدن ځینې برخې له یو بل سر ه لګیږي د اوکسیتوسین په نوم هرمون  تولیدوي، دا بیا دجنسي لېوالتیا لپاره ګټور بلل شوې دی.
۴- د وزن له لاسه ورکول:  لوڅ خوب دا ګټه لري، چې دبدن  مو تر ډیره یخ  وي، دا مهال بیا د کورټیزول په نوم  ماده  کمیږي، له خوب وروسته که چیرې دا ماده ډېره یا یې کچه لوړه وي، د غیر صحیو خوړو لپاره اشتها ډیروي او پایله یې د وزن زیاتیدل دي.
۵- ژور خوب : دخوب نړیواله موسسه وايي : د ژور خوب  او یخ بدن تر منځ ټینګ تړاو شتون لري، هغه کس بیا ژور او ښه کولای شي، چې دبدن د تودوخې درجه یې په طبیعي توګه ټېټه وي.