بینیټون؛  اېټالوي میلیاردره کورنۍ

 
« Benetton» شتمنه اېټالوي کورنۍ ده چې څلور غړي یې میلیاردران دي. دوی د « لیون» په نوم د یوه کس اولادونه دي چې د وينیټو ښار د « تري ویسو» په سیمه کې یې د بایسکلونو د پلور هټۍ درلوده. مشر زوی لوسیانو بینیټون یې لا د ۱۴ کلونو و چې لیون مړ شو. د کورنۍ مسئولیت لوسیانو، وروڼو او یوې خور پاتې شو. لوسیانو د دې لپاره چې له خپلې کونډې مور سره یې مرسته کړې وي، په همدې سیمه کې د جامو له یوې فابریکې سره کار پیل کړ. په همدې فابریکه کې د کار پر مهال د هغه خور « ګولیانا» د نوموړي لپاره یو تېز ژېړ رنګ لرونکی جاکت و اوبده. د نوموړي دې جاکټ د هغه د همکارانو پام ځانته واړاوه او همدا د بینیټون کورنۍ د بریا پیلامه وه.
دوی د یوه فرصت په لټه کې وو چې خپل کاروبار پیل کړي او په روم کې د ۱۹۶۰ زېږدیز کال د اولمپیک لوبې د دوی لپاره ستر فرصت و. په همدې کال یې د بینیټون ګروپ بنسټ کېښوود چې تمرکز یې پر روښانه رنګ لرونکو جامو او موثرو تولیداتو و.
د خپل هېواد په مارکېټ کې تر بریا وروسته لوسیانو په تدریج نړیوال مارکېټ ته هم خپل فعالیتونه وغځول. په ۱۹۶۹ زېږدیز کال کې یې خپله لومړنۍ هټۍ له اېټالیا د باندې د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې پرانیستله. ورپسې یې په ۱۹۸۰ زېږدیز کال کې د یونایټېد کالر تر نامه لاندې د متحده ایالاتو په نیویارک ایالت کې فعالیت پیل کړ.
په داسې حال کې چې کمپنۍ د پراختیا پړاوونه وهل په ۱۹۹۰ کلونو کې د اېټالوي لېرې د قیمت د لوړېدو له کبله له ځینو ستونزو سره مخ شوه.
له دې ستونزو وروسته وروڼو لوسیانو متقاعد کړ چې نور باید د کمپنۍ د موډرن کولو په موخه نویو مدیرانو ته ډېر واک ورکړي. دې کورنۍ خپله کمپنۍ په ۲۰۱۲ کال کې بېرته خصوصي کړه، چې اوس له برکت پر لوسیانو سربېره دوه وروڼه ( کارلو او ګېلبېرټ) او یوه خور یې ګولیانا میلیاردران دي.
د کمپنۍ مشري اوس د لوسیانو زوی الساندرو کوي.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د ۱۸ مې نېټې د شمېرو له مخې بینیټون کورنۍ دا څلور غړي هر یو یې په جلاجلا توګه دری اعشاریه یو میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او په اېټالیا کې ۱۲ ام ځای لري.
دوی ټول په خپل پلرني ټاټوبي کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.