
لومړی برخه
ځینې داسې خبرې دي چې تاسې یې تل په کاري چاپیریال کې له کولو ډډه کوی. دغه ډول جملې او عبارتونه د دې لپاره چې تاسې بد ښکاره کړي ځانګړي ځواک لري، آن په داسې حالت کې چې ښايي دا جملې ریښتیا وي. تر ټولو بده یې لا دا ده چې کله له خولې ووتلې بېرته نه راګرځي. البته له دې خبرو زما موخه ژبنۍ تېروتنې او مودبانه ټوکې نه دي.
دې ته له پام پرته چې تاسې څومره با استعداده یی او یا هم په کوم موقف کار کوی، ځینې جملې داسې دي چې ستاسې پر وړاندې د خلکو په ځانګړي ډول کارکوونکو لید منفي کولی شي.
د دغه ډول جملو له ډلې ۱۱ یې په لاندې ډول دي:
۱. دا عادلانه نه ده
ټول پر دې پوهېږي چې ژوند عادلانه نه دی. د دې جملې ویل چې « دا عادلانه نه ده» ښيي چې تاسې فکر کوی ژوند عادلانه دی. په دغه کار سره به تاسې بې تجربې ښکاره شی. د دې لپاره چې په کاري چاپیریال کې بد معلوم نه شی باید حقایق ومنئ، مثبت واوسئ او خپل تحلیل له ځان سره وساتئ.
د دې پر ځای ویلی شی:« زه خبر شوم چې تاسې فلاني ته هغه ستره پروژه ورکړې چې زه ورته په تمه وم. کېدای شي راته ووايي چې ولې مو پرېکړه بدله شوه؟ یوازې غواړم پوه شم چې تاسې ولې داسې فکر وکړ چې زه د هغه لپاره وړ کس نه یم، په دې توګه به زه د خپلو وړتیا د پراختیا لپاره کار وکړم.»
۲. دا هغه لاره ده چې تل کار ورکوي
د ټنکالوژۍ په برکت نن هر څه په خورا چټکۍ بدلون مومي، ان شونې ده چې په اوو میاشتو کې یوه کاري پروسه له کاره ورلوېږي. د دې جملې ویل« دا هغه لاره ده چې تل کار ورکوي» له یوه لوري تاسې ټنبل معرفي کوي او له بل لوري ښيي چې تاسې څومره د بدلونونو پر وړاندې مقاوم یی. تر دې بده یې لا ده چې ستاسې د ادارې مشر حیرانوي چې تاسې ولې د خپلو وړتیا د پراختیا هڅه نه کوئ. که ریښتیا هم دا هغه لاره وي چې تاسې ته کار درکړی، ښايي تر دې نورې غوره لارې هم وي.
۳. ستونزه نه شته
کله چې یو څوک له تاسې مرسته غواړي او وروسته د کار په بدل کې درنه مننه کوي، په ډېری مواردو کې تاسې ورته وایی:« ستونزه نه شته». دا جمله پر دې دلالت کوي چې د دغه کس په غوښتنه کې څه ستونزه وه او خلک احساس کوي چې دغه کار یې پر تاسې تحمیل کړی دی. د دې پر ځای هڅه وکړی خلکو ته وښيی چې تاسې د خپل کار له ترسره کولو خوښ یی. مثلا داسې ووايي:« دا زما لپاره د خوښۍ ځای دی» دا سمه ده چې په ژبه کې بدلون دی خو په خلکو باندې خورا ستر اغېز کوي.
۴. فکر کوم دا ناسمه طرحه ده
دا تر اندازې ډېر منفعل عبارت ستاسې اعتبار له منځه وړي. ان په هغه صورت کې چې تر دې عبارت وروسته سمه طرحه وړاندې کړی. دا ستاسې د ټیټ باور څرګندونه کوي. هېڅلکه د خپل ځان ناوړه منتقد له ځانه مه جوړوئ. که تاسې د خپلې طرحې په اړه باوري نه وی، بل هېڅوک به هم باور ورباندې ونکړي. که په دغه ډول مواردو کې پر څه نه پوهېدی، په جرئت ووایی:« اوس دستي خو په دې اړه معلومات نه لرم، زه به معلومات راټول او له تاسې سره به یې شریک کړم.»
۵. یوازې په یوه دقیقه کې یې ترسره کولی شم
داسې خبره کول چې زه کوم کار په یوه دقیقه کې کولی شم ستاسې وړتیاوې کمزورې کوي او ښيي چې تاسې د دندې پر مهال بیړه کوئ. ان په داسې حالت کې که ریښتیا هم تاسې هغه کار په ۶۰ ثانیو کې ترسره کولی شوی، غوره ده داسې ووایی:« ډېر وخت به ونه نیسي.» هېڅکله دومره لنډ وخت مه ښیی چې په هغه کې یې نه شی ترسره کولی.
۶. زه به هڅه وکړم
هڅه هم لکه فکر کوم غوندې دا ښيي چې تاسې د کار په ترسره کولو باور نه لری. د خپلو وړتیاوو بشپړ مالکیت ترلاسه کړی. که تاسې ته کوم کار وړاندیز شي، هېڅ وخت مه وایی چې زه به هڅه وکړم، ځکه دا داسې ښيي لکه تاسې چې پوره هڅه نه کوی.
ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې ده.