
لیکوال: بېژن علیپور
ژباړه: حمیدالله حمیدي
وایي یوه ورځ شمعې له ګوګړ نه پوښتنه وکړه: له تا څخه ویره لرم، ته زما وژونکی یې، ته هغه یې، چې زما ژوند ته اور اچوې او زما د نابودۍ لامل ګرځېدلی یې او...)) همداسې یې دوام ورکړ ګوکړ په خندا شو ورته یې وویل: له ما څخه مه وېریږه زه تا له منځه نه وړم، زما اور تا یوازې لږ سوځوي، ته په اصل کې باید له هغې پلتې (تار) وډاره شې، چې ستا په منځ کې تېره شوې ده او تر اخره دې سوځوي، که هغه نه وای زما اور ته هیڅ کله هم نه سوځولې او له منځه یې نه وړې.
لوستونکیه!
ټول پوهیږو چې د ګوګړ اور په یوازې ځان شمع تر اخره نه شي سوځولی، په حقیقت کې، که د شمعې په منځ کې هغه پلته (تار) نوي، د ګوګړو اور په ډیر اسانۍ سره له منځه ځي او په شمعې باندې کوم اغېز نه شي کولای.
هغه څه، چې انسان له نابودۍ او ماتې سره مخ کوي، هغه یې خپل منفي فکرونه دي ، چې په خپل زړه، ځان، روح او مغز کې یې ځای ورکړی، که نه نو بهرني عوامل زموږ پر وجود باندې د اغېزې کوم خاص قدرت نه لري.
فکر وکړئ، یوه نیږدې ملګري مو ستاسو په اړه کومه منفي خبره کړې ده، څه فکر کوئ، هغه خبره په یوازې ډول زموږ ورځ خرابولای شي؟ ضرور به مو ځواب منفي وي. یوازې هغه وخت دا ډولې خبرې پر موږ اغېز کولای شي چې، په زړه کې ورته ځای ورکړو، په اړه یې فکر وکړ او ویې منو.
منفي فکرونه، چې موږ یې په خپل سر کې ساتو، د شمعې د پلتې په څېر مو له ننه سوځوي، کله چې په خپل زړه کې وېرې او نا امیدۍ ته ځای ورکړو په ښکاره زموږ جسمي توانایي او پیاوړې اراده له منځه ځي. د بېروني پیاوړتیاو او کامیابیو لپاره باید له خپل زړه څخه لومړۍ هغه څه له منځه یوسو، چې موږ سوځوي او پر ځای یې مثبتې انرژۍ ته ځای ورکړو.
راځئ! له دې وروسته له ځان سره هوډ وکړوچې، د خلکو منفي خبرې پر موږ اغېز ونه شي کولای، په خپل ذهن کې مثبتو او انرژۍ لرونکو خبرو ته ځای ورکړو، ورځ مو په خوشالۍ پیل کړو او د ژوند په هره لحظه کې د خوشالۍ د احساساتو څخه ډک و اوسو.