ریښتینی ملګری څنګه پېژندلی شو؟!

 
ژوند یوې مېلمستیا ته ورته دی، تاسې ډېر کسان خپلې مېلمستیا ته را غواړئ، ځینې کسان تر ټولو مخکې ستاسې مېلمستیا ته راځي او تر ټولو مخکې ځي، ځينې بیا داسې وي چې ناوخته راځي او وختي ځي، خو کله داسې کسان هم پيدا کېږي چې تر هر چا مخکې راځي، له مېلمستیا مخکې په ځينې کارونو کې مرسته درسره کوي او تر پایه مو ملتیا کوي، په وروستیو شېبو کې پرته له دې چې تاسې څه ورته ووایئ هغوی لوښي مینځې په ځينو کارونو کې مرسته کوي، دا ستاسې رښتنيني ملګري دي، خو پر وړاندې یې تاسې هم باید ځینې کارونه وکړئ څو مو ملګرتیا تل پاتې شي.
د رښتنې ملګرو ځانګړتیاوې
 
د ستونزو په حل کې مرسته درسره کوي  
رښتینی ملګری مو غم او درد په سترګو کې لیدلی شي، خو نور مو یوازې پر شونډو خپرې موسکا ته ګوري، داسې ملګري مه پلټی چې یوازې ستاسې ستونزې حل کړي، داسې ملګري پیدا کړئ چې د ژوند په تر ټولو سخته شېبه کې مو تر څنګ وي او ستاسې د ستونزو د حل لپاره یې یو څه په وس کې وي.
 
رښتنی ملګری مو ساتونکی او یار وي  
زموږ ستونزه په ملګرتیا کې دا ده چې د داسې کسانو په لټه کې یو چې څه موږ ته راکړي او تر ډېره راکوونکی وي نه اخیستونکی. او یا تر ډېره د داسې ملګرو په لټه کې وو چې بد مو په ښو بدل کړي او په خپله ټوله ملګرتیا کې یوازې زموږ په چوپړ کې وي، خو که داسې و نه کړي د خپلې ملګرتیا وړ یې نه بولو او خپله ملګرتیا ورسره پرې کوو؛ له خپلو ملګرو دا هیله تر یوه ځایه سمه ده، خو ښه خبره دا ده چې دواړه په یوه کچه هم ورکوونکي وي هم اخیستونکي.
 
ښه ملګری تاسې ته وخت لري  
په دې کې شک نشته چې ملګري له یو بل سره د لیدو او تګ راتګ لپاره یو وخت ځانګړی کړي او له هغو شېبو چې له یو بل سره یې تېروي خوند واخلي؛ خو تاسې هېڅکله څوک مه اړ کوئ چې خپل وخت تاسې ته درکړي، تاسې باید پوه شئ چې ښه ملګری ستاسې د لیدو لپاره په خپل مهال وېش کې وخت لري.
 
رښتینی ملګری خپلواکۍ ته درناوی لري  
که ملګرتیا یوه کور ته ورته وبولو، نو وینو چې ورونه او کړکۍ پرانیستې دي، هوا په کوټو کې ځي راځي، هېڅوک د خفګان احساس نه کوي، نو په اړیکو کې خپلواکي د ملګرتیا اړیکه لا ښه کوي او د دې سبب ګرځي چې دواړه خواوې د یو بل پر وړاندې ښه احساس ولري، که یو څوک ستاسې رښتنی ملګری وي نو د ورونو او کړکیو تړل ستاسې د تګ یا پاتې کېدو لپاره هېڅ توپير نه لري، بلکې تاسې د زړه له تله غواړئ چې له ده سره پاتې شئ.
 
رښتینی ملګری ستاسې سره صمیمي او اغېزناکې اړیکې پالي  
کېدای شي دا خبره مو ډېره اورېدلی وي چې ( اړیکې د ملګرتیا بنسټ دي) د بېلګې په توګه که تاسې په کوم څه غصه کېږئ ستاسې ملګری باید دا وخت درکړي چې غصه مو سړه شي او ستاسې په آرامولو کې باید رول ولري، خو تاسې هم د خپل ملګري پر وړاندې همدغه مسولیت لرئ ځکه ملګرتیا دوه اړخیزه اړیکه ده.
 
رښتینی ملګر مو په همدې بڼه مني  
په دې پوه شئ چې هېڅکله څوک نشئ بدلولی، رښتینې ملګري مو په همدې حالت مني له تاسې د څه بدلولو غوښتنه نه کوي، رښتینی ملګری مو تاسې ښه پېژني او په اوسنی حالت کې مینه درسره لري، د چا د ملګرتیا او درناوي لپاره ځان مه بدلوئ، خو که باوري وی چې مثبت بدلون ستاسې د شخصیت په ګټه دی بیا نو کومه ستونزه نه ده، پخپله اوسئ، پرېږدئ چې ملګري مو په همدې بڼه خوښ کړي، ستاسې له همدې شخصیت سره دې مینه ولري نه له هغه څه سره چې تاسې یې ورته ښیئ.
 
رشتینی ملګری درواغ نه وايي  
هېڅکله د دې هیله مه کوئ چې نور دې ستاسې د فکر او ايډيال سره ځان سم کړي، ځکه دا اړینه نه ده چې هر څه د ستاسې په زړه او خوښه وي، خپله ډېره ملګرتیا مه څېړئ او له بېلو اړخو یې مه تجزیه کوئ، ملګرتیا څه لوبه نه ده. نو پرېږدئ چې د ملګرتیا اړیکه مو ورزول شي وده وکړي. د چا پر روان او احساس لوبې مه کوئ ځکه کېدای شي داسې کس پیدا شي چې ستاسې په احساس او روان لوبې وکړي؛ دا خبره مو ذهن ته وسپارئ چې په رښتنې ملګرتیا کې دورغ او دوه مخي توب ځای نه لري.
 
رښتنی ملګری سوله ییز خوی لري  
د ملګرو تر منځ په ځینو خبرو د نظر اختلاف وي، خو په دغه وخت کې رښتنی ملګری دا کوښښ کوي چې په سوله ییزه توګه هر څه حل شي، د خبرو پلوی وي او کوښښ کوي شته ستونزې ته داسې حل لاره پیدا کړي چې د دواړو خواوو په ګټه وي، رښتینی ملګری مخکې له دې چې له تاسې سره لاس او ګرېوان شي او یا په تاسې کې د کوم بدلون غوښتنه وکړي ستاسې سره د ستونزې حل ته رسېږي.
 
رښتینی ملګری مو په شخصیت کې له بدلونونو ملاتړ کوي  
زموږ اړتیاوې وخت ته په کتو بدلېږي، کله چې یو څوک درته وايي چې (بدل شوی یې!) ښايي بده موخه به نه لري، ښايي موخه یې دا وي چې تاسې بریالي شوي یی یا مو لاسته راوړنې ډېرې شوې دي، رښتینی ملګر مو د پرمختګ پلوی دی، هغوی ستاسې له پرمختګ نه خوند اخلي، د رښتیني ملګري په خټه کې حسادت او بخیلي نشته، هغه د زړه له تاله ستاسې خوښي غواړي.
 
رښتینی ملګری له تاسې پر ځای هیلې لري  
دا یو واقعیت دی چې خوښي تل پاتې نه ده، کېدای شي یوه ورځ په خوښیو کې ډوب وی خو بله ورځ د غم پر ټغر ناست وی، خو ملګري باید په دې وخت کې له یو بله داسې غوښتنې ولري چې حالت یې د پوره کولو اجازه راکړي، هغه ملګری چې ستاسې لیدو ته یې وخت ځانګړی کړی باید په هر حالت کې ستاسې تر څنګ وي، که خوښ وئ که خفه وئ دا نشي کېدای چې په ډير خفګان کې دې تاسې له هغه سره و خاندئ او خوشالۍ وکړئ، رښتینی ملګر مو په هر وخت کې یو ډول ملګری دی، له تاسې سره وخت ته په کتو ځان برابرولی شي، که غواړئ چې خپل ځان ته کوم مثبت کار وکړئ باور ولرئ چې ستاسې ملګري ته یې هم ګټه رسېږي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.