
زده کړې د وړتیا د لوړوالي او ښه ژوند لامل کېدای شي، خو یوازې له زده کړو د شتمنېدو تمه نه ده په کار. تاسې به هم ډېر وخت داسې کسان لیدلي وي چې لوړې زده کړې نه لري، خو تر ډېرو داسې کسانو شتمن دي، چې لوړې زده کړې لري. ستونزه په زده کړو کې نه ده، خبره د یو شمېرو نورو ځانګړنو او وړتیاوو ده چې باید د شتمنېدو لپاره یې پر زده کړو سربېره ولرو.
مالیزیایي « سید مختار البخاري» هېڅکله د لوړو زده کړو فرصت ترلاسه نه کړ؛ خو اوس د مالیزیا تر ډېرو ډاکټرانو او ماسټرانو ډېره شتمني لري.
نوموړی د مالیزیا په « کادې» ایالت کې په ۱۹۵۱ زېږدیز کال کې زېږېدلی دی. د البخاري کورنۍ د یمن له حضرموت سیمې څخه مالیزیا ته کډواله شوې وه. پلار یې په مالیزیا کې سوداګري کوله. وروسته ان د منځنۍ اسیا تر هېوادونو د سوداګرۍ په موخه ولاړ، خو بېرته مالیزیا ته راستون شو. سید مختار لا کوچنی و چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې خپل تره ته ور ولېږه چې زده کړې وکړي. څو کاله یې هلته درس ولوست او وروسته بېرته له خپلې کورنۍ سره یو ځای شو.
له کورنۍ سره له یو ځای کېدو سره سم یې له ښوونځي وروسته له خپلې مور سره چې په یوه مارکېټ کې یې سبزي پلورله مرسته پیل کړه. وروسته یې په همدغه مارکېټ کې « یو ډول روټي» یا پراټې پلورلې.
په ۱۹۷۰ کال کې یې د پلار د « غویانو» سوداګري د یوې ناروغۍ له کبله له ماتې سره مخ شوه او تقریبا هر څه یې له لاسه ورکړل.
د البخاري ستونزې نورې هم ډېرې شوې؛ خو دی هېڅکله ورته تسلیم نه شو. د پلار تر ماتې وروسته خپل لاس په کار شو او د غوښو پلور یې پیل کړ. ده به له لاس پلورونکو هغه غوښې اخیستې چې له پلور څخه به پاتې وې او تر ښکلې بسته بندۍ وروسته به یې په سرپټو ځایونو کې پلورلې. د ښې بسته بندۍ پر مټ یې د غوښو له پلور څخه ډېره ګټه ترلاسه کړه. په ترلاسه کړو پیسو یې وروسته یو ترانسپورټي شرکت جوړ او تر هغه وروسته یې د وریژو سوداګري پیل کړه.
نوموړی چې یو وخت یې پراټې پلورلې اوس میلیاردر دی. دی اوسمهال په مالیزیا کې د اېم اېم سي کارپورشن له لارې د برېښنا د تولید یو شمېر مراکز، بندرونه او لوجستيکي شرکتونه چلوي. نوموړی د مالیزیا د وريژو او بورې په کاروبار کې مخکښه څېره ده. البخاري خیرخواه میلیاردر دی او د البخاري په نوم یې یو نړیوال پوهنتون جوړ کړی چې بې وزله زده کوونکو ته په کې د وړیا زده کړو زمینه برابره ده. په دغه پوهنتون کې د اسلامي هنرونو یو موزیم هم شته.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د ۱۷ مې نېټې د شمېرو له مخې سید مختار البخاري دوه اعشاریه دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیواله نوملړ کې ۶۰۳ ام او په مالیزیا کې ۸ ام ځای لري.
ده واده کړی، پنځه اولادونه لري او په کوالالمپور کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.