
لومړۍ برخه
دموضوعاتو لړلیک
دموضوع سرلیک مخ
سریزه..........................................................................................................۳
دبشریت په ضدجرایمو تعریف............................................................................۵
۱ــ قتل یا وژنه...............................................................................................۶
۲ــ ریښه له بیخه ایستل (نابودسازي)....................................................................۶
۳ــ په غلامۍ سره نیول.....................................................................................۶
اجباري کار................................................................................................۶
داشخاصو قاچاق..........................................................................................۶
۴ــ دخلکو دجمیعت یاډلي اجباري اخراج یا اجباري انتقال..........................................۷
۵ــ بندي کول.................................................................................................۷
۶ــ شکنجه....................................................................................................۷
۷ــ جنسي تاوتریخوالی.....................................................................................۷
الف: جنسي تجاوز.......................................................................................۷
ب: جنسي غلامي........................................................................................۸
ج: اجباري فحشاء.......................................................................................۸
د: اجباري حاملګي......................................................................................۸
هـ: اجباري عقیم کول...................................................................................۸
و: دجنسي تاوتریخوالي نور ډولونه..................................................................۸
ز: ازار او اذیت..........................................................................................۸
ح: اجباري ورک کول (ناپدید شده ګي اجباري)...................................................۹
۸ــ اپارتاید....................................................................................................۹
دبشریت په ضدجرایمو دتحقق شرایط..................................................................۹
۱ــ دغیرنظامیانو (دملکي خلکو) پر ضد برید........................................................۹
۲ــ دپراخ او سازمان سوي عمل ارتکاب.............................................................۱۰
۳ــ دبرید تبعیض آمیزوالي..............................................................................۱۱
۴ــ مجرمانه سلوک.......................................................................................۱۱
۵ــ دبشریت په ضد دجرایمو رواني رکن............................................................۱۱
دبشریت په ضد جرایموعناصر.........................................................................۱۱
۱ــ مادي عنصر...........................................................................................۱۱
۲ــ رواني عنصر.........................................................................................۱۲
دبشریت په ضدجرایمو لنډتاریخي سیر...............................................................۱۳
دملتونو ټولني (جامعه ملل) هڅي......................................................................۱۳
دویمه نړیواله جګړه او پایلي یې.......................................................................۱۴
د دویمي نړیوالي جګړې وروسته نور موارد.......................................................۱۴
دیوګوسلاویا او رونډا محاکم...........................................................................۱۴
دیوګوسلاویا او رونډا دنړیوالو جزايي محاکمو په اساسنامو کي دبشریت ضدجرایم........۱۴
سرچینې او ماخذونه......................................................................................۱۶
د بشریت په ضد جرام Offences Against Humanity
لیکنه او څیړنه: استاد سلطان شاه (صفاري)
سریزه:
دبشریت په ضد جرایمو موضوع ځکه ډيره مهمه ده چي په حقیقت کي دبشریت په ضد جرایم، دسولي په ضدجرایمو او جنګي جرایمو مقدمه جوړوي، اوله بلي خوا دنړیوالي ټولني د اندیښنې سبب ګرځي.
دبشریت په ضدجرایمو اصطلاح دلومړي ځل لپاره په ۱۹۱۵م کال کي ددریو هیوادونو لکه انګلستان، روسیه او فرانسې لخوا د ترکیې پواسطه د ارامنه د عام وژني دمحکومیت په مناسبت په ګډه اعلامیه کي په کار یووړل سول،[1] دغو هیوادونو دغه عام وژنه دبشریت او تمدن په ضد جرم(جنایت) وباله، خوپه تخصصي او حقوقي ډول دغه اصطلاح دلومړي ځل لپاره دنورنبرګ (۱۹۴۵م) دنړیوالي جزايي محکمې د۶ مادې په دریم بند کي وکارول سول.[2]
له دویمي نړیوالي جګړې څخه وروسته دغه جرم د درې مهمو نړیوالو جرایمو (دسولې په ضد جرام، جنګي جرایم، دبشریت په ضد جرایم) له جملې دیوه په سرلیک د نورنبرګ او توکیو دمحاکمو دصلاحیت له موضوع څخه وشمیرل سو، خوپه دې وخت کي دبشریت په ضد جرایم دجنګي جرایموسره تړلي وه، ځکه دغه ټول جرایم په المان او چاپان کي دجګړې څخه مخکي یا دجګړې په وخت کي ترسره سوي وه.
ولي په نړیوالو حقوقو کي وروستیو تحولاتو له جګړې څخه دبشریت په ضد جرایم بیل کړل چي په دې اړه لومړی او مهم ترین سند د ۱۹۴۸م کال دنسل وژني مصوب کنوانیسون ؤ چي دنورنبرګ او توکیو دمحاکموتر وخته پوري دنسل وژني جرم دبشریت په ضدجرایمو له جملې څخه ګڼل کیدله، اما په دې کنوانیسون کي روښانه سول چي دنسل وژني جرم کیدای سي هم دسولي او هم دجګړې په وخت کي ترسره سي، له دې وروسته نورو کنوانسینونو هم دا موضوع تائید کړل لکه د جنګي جرایمو او دبشریت په ضدجرایمو په اړه د مرور زمان عدم اعمال د۱۹۶۸م کنوانسیون او د ۱۹۷۳ داپارتاید کنوانیسون.
په ورته وخت کي دپخوانۍ یوګوسلاویا نړیوالي جزايي محکمې (۱۹۹۳م) د بشریت په ضد جرایمو او جګړې ترمینځ اړیکه دخپلي اساسنامې په ۵ ماده کي محفوظه وساتل، ددې مادې پر بنسټ "دې نړیوالي محکمې ته واک ورکړل سوی دی چي کوم اشخاص دبشریت په ضد جرایمو په اړه مسؤلیت لري تعقیب کړي، په دې شرط چي جرم د وسله والې جګړې په وخت کي ترسره سوی وي که د داخلي او یانړیوالي ځانګړني په وجه وي او هرډول ملکي ټولګو ته متوجه وي..."
اما د رونډا نړیوالي جزايي محکمې بیا چي دبشریت په ضدجرایمو نظارت يې کاوه دخپلي اساسنامې په دریمه ماده کي یې د دبشریت په ضد جرایمو او جګړې ترمینځ اړیکه لازمه نه بلل، دنړیوالي جزايي محکمې اساسنامه هم دنړیوالو عرفي حقوقو سره سم دبشریت په ضد جرایمو او جګړې ترمینځ اړیکه لازمه نه ګڼي.
په دې لیکنه کي به تاسو له حقوقي پلوه دبشریت ضد جرایم وپیژنئ.
درنښت
سلطان شاه "صفاري"
دبشریت په ضدجرایمو تعریف
د بشریت په ضد جرایمو مخنوی په حقیقت کي دبشري حقونو ملاتړ دی، دبیلګي په توګه دژوند حق، د آزادی حق، دامنیت حق او ...، دا حقوق په جنګي جرایمو کي هم زیانمن کیږي، دبشریت په ضدجرایمو تعریفات پخوانیو نړیوالو جزايي محاکموهم په خپلواساسنامو کي کړي خوموږ به دبحث دلنډیدا په خاطر داوسنۍ نړیوالي جزايي محکمې له اساسنامې څخه دبشریت ضد جرایمو تعریف را واخلو:
د نړیوالي جزايي محکمې(ICC) داساسنامې په ۷ ماده کي دبشریت په ضد جرایم داسي تعریف سوي دي: "په دې اساسنامه کي دبشریت په ضد جرایمو څخه موخه دلاندي جرایمو ترسره کول دي چي دیو پراخ او سازمان سوي برید په چوکاټ کي د ملکیانو(غیرنظامیانو) د ډلي (جمیعت) په وړاندي په علم درلودلو سره ترسره سي.
الف: قتل
ب: ریښه له بیخه ایستل
ج: په غلامۍ سره نیول
د: دیوې ډلي اجباري تبعید یاکوچ
هـ: دنړیوالو اساسي حقوقو په خلاف دجسماني آزادۍ حبس کول یا د شدید محرومیت رامینځته کول
و: شکنجه
ز: جسني تجاوز، په جنسي غلامۍ نیول، اجباري فحشاء، اجباري حاملګي، اجباري عقیم کول، یا بل هرډول جنسي تاوتریخوالی
ح: دسیاسي، نژادي، ملي، قومي، کلتوري، مذهبي، جنست یابل علل په اساس دیوه ګروپ یاد اشخاصو دیوې ټولګي تعقیب او ازارول، یا دپورتنیو اعمالو سره اړوند په کوم علل په دې بند کي، یاهر هغه جرم چي دنړیوالو حقوقو پر اساس غیرمجاز پیژندل سوی وي، په ټوله نړۍ کي ددې محکمې په واک دي.
ط: د اشخاصو په اجباري ډول ورک کول
ی: دنژادي تبعیض جرایم
ک: نور ورته غیرانساني اعمال چي قصداً د لوی ازار د رامینځته کیدا، یا جسم یاهم جسمي او روحي سلامتیاته صدمه ورسیږي."
دغه ماده دنورنبرګ دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د ۶ مادې د ج بند او یوګوسلاویا دنړیوالي جزايي محکمې د اساسنامې د ۵مادې او د رونډا دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د۳ مادې سره زیات ورته والی لري، یواځي په دې توپير چي نورنبرګ او یوګوسلاویا دمحاکمو اساسنامو دبشریت په ضد جرایمو او جګړې ترمینځ اړیکه لازمه ګڼل، ولي په پورته ماده او د رونډا داساسنامې د ۳ مادې پر بنسټ دا اړیکه لازمه نه ده.[3]
دبشریت په ضد جرایمو پورتني موارد ترلنډي تشریح لاندي نیسو:
۱ــ قتل یا وژنه
قتل یا وژنه د نړیوالي جزايي محکمې د اساسنامې داوومي مادې په لومړي بند او لومړی جمله کي ځای پرځای سوی دی، دلته په قتل کي همدومره کفایت کوي چي شخص یافاعل دمقتول له ژوند سره بې توجه یې کړې وي.
۲ــ ریښه له بیخه ایستل (نابود سازي)
ریښه له بیخه ایستل هم دنړیوالي جزايي محکمې داساسنامې د اوومي مادې په لومړي بند کي راغلي دي، ددې مادې د دویم بند پر اساس ریښه له بیخه ایستل یانابود سازي دې ته وايي چي یوه ډله اشخاصو باندي داسي شرایط تحمیل سي چي هغوي دژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاس رسۍ پیدانکړي، له غذا او یا دارو
۳ــ په غلامۍ سره نیول
د یادي محکمې داساسنامې داوومي مادې دلومړي بند پراساس په غلامۍ نیول دبشریت په ضد یو کلاسیک جرم دی، علاوه له دې دښځو او ماشومانو قاچاق هم په دې جرم کي راځي،
اجباري کار
دنړیوالي جزايي محکمي په اساسنامه کي اجباري کار په مستقل ډول دبشریت په ضد جرایمو کي شامل نه دی، اما د عرفي نړیوالو حقوقو له مخي که اجباري کار دشخص دملکیت دحقوقو سره یوځای پرشخص باندي تحمیل سي، دا دغلامي نیولو مهم ډول دی.
البته دنورنبرګ داساسنامې له مخي اجباري کار دغلامۍ نیولو مهم ډول ګڼل کیدئ.
په دویمه نړیواله جګړه کي دنازیانو لخوا په المان دالمان په لاس لاندي سیمو کي اته میلیونه خلک په اجباري کار مجبوره سوي وه.
دنورنبرګ محکمې وان شیراک یواځي دغلامۍ نیولو دبشریت په ضد جرم باندي محکوم کړ.
د اشخاصو قاچاق
البته مخکي موهم وویل چي دښځواو ماشومانو قاچاق هم دغلامۍ نیولو دبشریت په ضد جرم کي شامل دی.
۴ــ دخلکو دجمیعت یاډلي اجباري اخراج یا اجباري انتقال
د دې محکمې داساسنامي داوومي مادې له مخي دخلکو دډلي اجباري اخراج په دې مانا دي نظر نړیوالو حقوقو ته چي اشخاص جبراً له یوه ځایه څخه اخراج سي او بل ځای کي ځای پرځای سي، یانور داسي موارد په داسي حال کي چي اشخاص هلته داوسیدو قانوني جواز ولري.
البته د اجباري اخراج او اجباري انتقال ترمینځ توپير په دې که دی که اشخاص دیو هیواد له خاوري څخه دبل هیواد خاوري ته جبراً شړل سوي وي دې ته اجباري اخراج وي او که دیو هیواد دیوې نقطې څخه بلي نقطې ته وي دې ته بیا اجباري انتقال وايي.
البته داجبار لفظ څخه هدف هم یواځي فزیکي اجبار نه دی بلکه دخلکو بیرول، په زور ګواښل یارواني تهدید هم په دې ډول اجبار کي شامل دی.
۵ــ بندي کول
دمحکمې داساسنامې د ۷مادې له مخي داشخاصو جسماني زنداني کول چي نړیوالو حقوقو دبنسټیزو قوایدو خلاف وي.
۶ــ شکنجه
دشکنجې دمنعي کنوانسیون (۱۹۸۴ ډسمبر ۱۰) شکنجه داسي تعریفوي چي: شکنجه هغه جسمي یاروحي درد ته ویل کیږي چي نیول سوي یاترکنټرول لاندي متهم شخص ته ورکول کیږي، په استثناء دهغه درد چي په قانوني مجازاتو کي پروت وي.
خو دنړیوالي جزايي محکمې اساسنامه بیاوايي چي شکنجه هر درد اوره سلوک ته ویل کیږي ولوکه هدف یې مشخص هم نه وي.
۷ــ جنسي تاوتریخوالی
په جنسي تاوتریخوالي کي لاندي موارد شامل دي:
الف: جنسي تجاوز
ددې جرم لپاره که څه هم په اساسنامه کي خاص تعریف نه دی راغلی، خو ددې جرم دعناصرو څخه پوهیږو چي یومادي عنصر یې دادی چي بایدمرتکب په تهاجمي ډول پر قرباني سوي جسم باندي برید کړی وي، او دخول صورت نیولی وي، ولي لازمه نه ده چي قرباني سوي ښځه یانر دی، په جنسي تجاوز کي یواځی اجباري جنسي اړیکه شامله نه ده چي دنارینه جسني اله ښځینه جنسي الې کي ننیسل سي، بلکه بلکه دانسان دبدن نور مدخل ځایونو ته دجسني الې شاملیدل هم شامل دي لکه په خوله یامقعد کي ننویسل.
ب: جنسي غلامي
جنسي غلامي دغلامۍ نیولو یو ځانګړی ډول دي چي دقرباني سوي شخص په جسني برخو کي دخالت وسي مثلاً دجنسي غړو داستفادې بندول لکه د دویمې نړیوالي جګړې پروخت چي دجاپان دپوځیانو لخوا وسول یاهم پرغلامۍ نیولو کسانو جسني تجاوز کول.
ج: اجباري فحشاء
اجباري فحشاء دلومړي ځل لپاره دنړیوالي جزايي محکمې لخوا دبشریت په ضد یو مستقل جرم وګڼل سو، ددې مانا داده چي دجرم مرتک یو شخص یایوه ډله په زور باندي فحشاء ته مجبوره کړي ترڅو دهغوي ددې عمل څخه مالي ګټه پورته کړي یاهم ورته توقع ولري، البته دجګړې پروخت اجباري فحشاء معمولاً بیا په جنګي جرایمو کي دغلامي نیولو سره مترادف راځي، ځکه دجګړې پروخت اجباري فاحشه خانې د مالي منفعت لپاره نه وي بلکه د سرتیرو دروحي تقویت لپاره وي.
د: اجباري حاملګي
د محکمې داساسنامې د ۷مادې ددویم بند له مخي اجباري حاملګي په دې ماناده چي حمل لرونکې ښځه په غیرقانوني ډول بندي سي، ولوکه ښځي دبل چا څخه حمل اخیستی وي، البته د یادوني وړ ده هغه هیوادونه چي دجنین سقط غیرقانوني ګڼي په دې تعریف کي نه راځي.
هــ: اجباري عقیم کول
اجباري عقیم کول هم دلومړي ځل لپاره دنړیوالي جزايي محکمې اساسنامې د بشریت په ضد جرم یو ځانګړی ډول یادکړ، که څه هم یادي اساسنامې دعقیم کولو لپاره کوم تعریف نه دی کړی، خو ددې جرم دعناصرو څخه ویل کیدای سي چي مرتکب باید په دایمي ډول لږترلږه یو نارینه یاښځینه دحاملګۍ له توان څخه خلاص کړي، البته هغه موارد استثناء دي چي طبي درملنه يې غوښتنه کوي چي شخص دحاملګۍ له توان څخه باید خلاص سي.
و: د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه
ځیني نور هم داسي ډولونه سته چي دجسني تاوتریخوالي مانا ورکوي دبیلګي په توګه د اکایسو قضه چي رونډا محکمې وڅیړل چي یوه محصله انجلۍ یې په لغتو وهلې وه او اړه کړې یي وه چي په لڅ ډول دي دخلکو مخ ته جمناستیک وکړي.
ز: ازار او اذیت
که څه هم ازار او اذیت دنورنبرګ محکمې داساسنامې څخه تراوسه دبشریت ضد یو جرم دی، مګر هیڅ کوم سند ورته مشخص تعریف نه دی کړی، بناء په دې اړه دعرفي نړیوالو حقوقو څخه استفاده کیږي.
ح: اجباري ورک کول (ناپدید شده ګي اجباري)
اجباري ورک کول په لاتینه امریکا کي مشهوره سو، چي ډیر ژر د ۱۹۹۴م دامریکايي کنوانسیون لخوا جرم وګڼل سو چي بیاوروسته د نړیوالي جزايي محکمې په اساسنامه کي درج سو، ددې اساسنامې د ۷ مادې دویم بندله مخي اجباري ورک کول لاندي مواردو ته شاملیږي:
سړي تښتونه، دشخص نیول یاتوقیف کول چي اړونده هیواد یاسازمان دشخص په اړه د اطلاع ورکولو څخه ډډه وکړي.
۸ــ اپارتاید
دنړیوالي جزايي محکمې د۷مادې دویم بند داپارتاید موضوع ته اشاره کوي، اپارتاید په افریکايي ژبه کي جلاوالي ته ویل کیږي، چي په سهیلي افریکا کي د۱۹۴۸م کال را په دې خوا د نژادي تبعیض سیاست څخه راپيل کیږي، چي په دې کي لاندي پینځه اعمال دتبعیض له قصد سره شاملیږي:
۱ــ دژوند او ازادي له حقونو څخه دیوې ډلي دغړو منع کول.
۲ــ له فریکي پلوه پر یوې نژادي ډلي داسي شرایط تحمیل کول چي هغوي ورک سي.
۳ــ دهیواد په سیاسی، اقتصادي، کلتوري او ټولنیز ژوند کي دعدم مشارکت په خاطر دخاصو قوانینو تصویب.
۴ــ دنژادي ډلو دجلاکولو لپاره اقدامات
۵ــ دنژادي ډلو دکار له نیرو څخه سؤاستفاده[4]
[1]دکترحسن پوربافرانی، حقوق جزای بین الملل، ۲۵۹مخ
[2]www.haghgostar.Ir
[3]دکترحسن پوربافرانی، حقوق جزای بین الملل، ۲۶۱مخ
[4]http://www.aihrc.org.af/home/article
نور بيا