څېړنه :که غواړئ، چې ځوان پاتې شئ ...

 
ټایم  ویبپاڼې ځینې هغه عادتونو ته اشاره کړې ده،چې  له ۲۰-۳۰ کلنۍ وروسته باید  لاس ترې واخستل شي، چې ځواني مو همداسې پاتې شي، په ورځني ژوند کې  بدلون ددې لامل کیږي،چې  ځواني مو وساتئ.
۱-  پر ګرځندنه ټیلفون  روږدي کېدل:
یوه نوې څیړنه ، چې په بریګهام روغتون کې ترسره شوې ده وايي:  له ټیلفون څخه ،چې شنه رڼا راوځي دا دانسان دبدن  ځینې طبیعي  حرکتونه  له ستونزې سره مخ کوي، او دشپې  له اړخه  دناارامۍ لامل ګرځي او خوب مو ګډوډیږي.
۲- دخوب لومړیتوب
له څلویښت کلنۍ وروسته  بدن  ډیر استراحت ته اړتیا لري او خوب ته اړتیا لري، دځوانۍ پرمهال  خوب ، استراحت  دشل کلن ځوان لپاره لومړیتوب نه دی .
۳-  پر تار دغاښونو پاکول:
ناروغه ورۍ د زړه دناروغۍ تر ټولو ښه  نښه ده ، که څوک له دې ستونزې ځوریږي هغوي باید هره ورځ خپل غاښونه  پر تار پاک کړي، دا ډول یو عادت کولای شي،چې له څلویښت کلنۍ وروسته هم  ستاسې دموسکا ځلا وساتي.
۴- دیو مهال ډوډۍ له پامه غورځول.
له دریو وختونو څخه  د یو وخت  ډوډۍ له مهالویش غورځول په غدايي رژيم کې  نیمګړتیا رامنځته کوي، او که  په پرلپسې توګه  د یو وخت ډوډۍ ونه خورئ دا بیا دشکر ناروغۍ لامل ګرځي، طبي راپورونه وايي : پر شکر ناروغۍ اخته  ناروغانو درېیمه برخه  د ۶۰- ۴۰ کلنۍ ترمنځ پردې ناروغۍ اخته کیږي.
۵-  درد بابیزه مه ګڼئ
هر درد، سرګرځیدل، زړه بدې، دمعدې ستونزه ، درنګ بدلون ، دا ټولې هغه نښې دي،چې باید جدي ونیول شي او پر وخت  ډاکتر ته مراجعه وشي.
۶- مالګه :
سوډا  دمالکې ډیره برخه جوړوي،  سوډیم کولای شي، چې پر هره لار  وي ستاسې معدې ته لار ومومي، اوسمهال ډیری خواړه  مالګه لري، نو له څلویښت کلنۍ وروسته  له سوډا څخه ځان وژغورئ.
۷- شیدې
ځینې دځوانۍ پرمهال  دشیدو له څښلو ډډه کوي، خو که تاسې چیرته دخپل عمر څلویښت کلنۍ ته نږدې کیږي باید په منظمه توګه شیدې وڅښئ، ښځې باید په دې برخه کې  ډیرې جدي اوسي،چې هره شپه شیدې وڅښي ځکه دا دهډوکو په  روغتیا کې دپاموړ رول لوبوي.
۸- اوبه 
ځینې خلک سهار او غرمه مهال  یوه پیاله چای څښي او بس ، دانسان بدن  لږ تر لږه  ۸ پیالو اوبو ته اړتیا لري،چې هره ورځ باید وڅښل شي، ددې ترڅنګ باید  هغه مېوې هم وخوړل شي،چې اوبه لري.