
اروپايي ټولنه يې ستايي خو،
په پلازمېنه كې هم ټولو خپله رايه ونه كاروله
تېره پنجشنبې په ټول هېواد كې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا لپاره ټولټاكنې ترسره شوې، چې د ډېرو هېوادوالو په نظر دا هسې تش په نامه او ننداره ييزې ټولټاكنې وې، ځكه چې د هېواد په ډېرو ولايتونو كې هېڅ ترسره نه شوې او په مركزونو كې هم ډېرو لږو كسانو په ټولټاكنو كې ونډه درلوده. خو د همدې ډول ټولټاكنو بهير د اروپايي ټولنې څارونکې ډلې ستايلى، دوى ويلي، که څه هم د افغانستان ټولټاکنې له ډېرو امنيتي ګواښونو سره مخ وې او د امنيتي ستونزو له امله په يو شمېر سيمو کې دغه ټاکنې ازادې نه وې، خو بيا هم په ټوليزه توګه ښې ترسره شوې. شاوخوا درې سوه اروپايي څارونکو د افغانستان په ۱۷ ولايتونو کې د ټولټاکنو د بهير څارنه وکړه، د دوى په وينا د افغانستان په شمال کې د ګډون کوونکو برخه تر ټولو زياته او په لويديځ کې تر ټولو لږه وه. خو اروپايي ټولنه بايد دې ته پام وكړي، چې د پلازمېنې كابل په شاوخوا پرتو ولسواليو او ولايتونو كې هم ټولټاكنې ترسره شوې؟ دا چې لوګر او وردګ ولايتونو له كابل پلازمېنې سره په څنګه كې پراته دي او ټولټاكنې په پوره ډول نه دي په كې ترسره شوې نو د نورو لرې پرتو ولايتونو به څه حال وي.
آيا هغه ټولټاكنې چې د هېواد دېرش سلنه اوسېدونكي هم په پوره توګه ونډه په كې ونه لري د ستايلو وړ دي. موږ د لوګر په څرخ ولسوالۍ د وردګو په چك او دايميردادو په ولسواليو او داسې نورو پلازمېنې كابل ته نژدې سيمو كې د ټولټاكنو د نه ترسره كېدو شاهد يو. نو بيا په څه ډول د دې ډول ټولټاكنو ستاينه وشي.
زه فكر كوم چې دا ډول ټولټاكنې چې له هرې خوا له وېرې او ستونزو سره مخ وي په هېڅ توګه د ستايلو وړ نه دي. ټولو افغانانو او نړيوالو ته د اته كاله په خوا ټولټاكنې او اوس ۱۳۸۸ كال ټولټاكنې حالت ښه څرګند شو. هغه ګڼه ګوڼه چې په اته كاله په خوا كې موجوده وه اوس نه وه. هغه هيلې او ارزوګانې چې ملت آته كاله پخوا درلودې اوس يې نه لري. ځكه چې په دې اتو كلونو كې ملت ته يوازې او يوازې غم، اندېښنې، ويجاړۍ، بې كورۍ، بمبارۍ او در به درۍ وركړل شوې او بس.
كه چېرې د اته كاله پخوانيو ټولټاكنو ستاينه وشي، په ځاى خبره ده. اروپايي څارونكي په داسې حال كې د ټولټاكنو ستاينه كوي چې د خپلواكو او عادلانه ټولټاكنو ټولنه (فيفا) د ټولټاكنو د خپلواك كميسيون غړي په پلوي او درغليو تورنوي.
په افغانستان كې د خپلواكو او عادلانه ټاكنو بنسټ وايي، چې د ولسمشري او ولايتي شوراګانو په ټاكنو كې د پراخو درغليو او سرغړونو شاهدان دي.
د دې بنسټ مشر نادر نادري، چې د شنبې په ورځ يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله د ټاكنو په خپلواک کمسيون نيوكې وكړې، چې په چارو کې يې نيمګړتياوې موجودې وې.
خو له دې سره سره هغه وويل، چې اوس لا ډېر وختي دى، چې وويل شي دا ټاكنې شفافې وې او كه نه؟
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاكنو لومړنۍ پايلې به د وږي د مياشتې په درېيمه نېټه اعلان شي.
نادري همدارنګه د شنبې په ورځ وويل دغه شكايتونه به د انتخاباتي شكايت اورېدنې كميسيون ته وسپارل شي. نادري زياتوي: ”فيفا داسې راپورونه هم لري، چې په ځينو مواردو كې صندقونه ډك شوي دي. دا چې دا كار چېرې شوى، راپور به يې د انتخاباتي شكايت اورېدنې كميسيون ته وسپارل شي.
دغه راز د رايې وركولو په مركزونو كې د خلكو له بې سوادۍ څخه د انتخاباتو د كاركوونكو ناوړه ګټه اخيستنه، د هغوى له رايو څخه د خپلې خوښې وړ كانديد ته استفاده، له هغو سرغړونو څخه دي چې بايد په جدي توګه وڅېړل شي.
تر دې مخكې هم د ځينو كانديدانو پلويانو ادعا كړې وه، چې په دغو انتخاباتو كې درغلۍ شوې او ځينو حكومتي چارواكو له خپل نفوذ څخه په استفادې خلك دې ته هڅولي چې مشخصو كانديدانو ته رايې وركړي. اوس دې ملت قضاوت وكړي چې دا ټولټاكنې هم د ستاينې وړ دي او كه نه؟ اروپايي كومې ټاكنې د ستايلو وړ بولي هغه چې په پلازمېنه كې هم چا خپله رايه ونه كاروله؟