په اونۍ ۳-۴ ځل کوروالې دګردو تېږه له منځه وړي.

 
په ترکیه کې تازه ترسره شوې څیړنه وايي : که یو څوک دګردو له تیږو ځوریږي او دوی بیا هره اونۍ له ۳-۴ ځله کوروالې وکړي ډیر ژر به  دګردو له تیږو څخه خلاص شي دوی کوروالی ددې ناروغۍ طبیعي درملنه ده، داڅیړونکي وايي: له کوروالي سره هغه تیږي،چې اندازه یې ۴.۷ ګرامه ده ډېر ژر له منځه ځي.
څیړنه وايي: ددې پر ځای،چې درمل واخستل شي او یا عملیاتو ته  غاړه کېښودل شي غوره داده، چې په اونۍ کې تر ۴ ځلو کوروالې وشي دایې تر ټولو اسانه او غوره لار ده.
ترکي ډاکتران وايي: هغه کسان، چې ۳-۴ په اونۍ کې کوروالی کوي دوی  د ګردو له تیږو څخه  خلاص شوي اودهغو کسانو په پرتله ډېر ښه دي، چې په منظمه توګه  دا کار نه کوي.
څیړونکي وايي: کوروالی او جنسي راپاریدنه داسی مواد پنځوي،چې دګردو کاسه ورسره پراخیږي او تیږه په ډیره اسانۍ له هغه ځایه راوځي، بله نظریه وايي: له  کوروالي وروسته  سړی دډیرې خوښۍ او خوند احساس کوي او دابیادګردې کاسه ورسره پراخیږي او تیږې ته لارپرانېستل کیږي.