
په هېوادونو کې د ولس په خوښه رامنځ ته شوي حکومتونه تل ولس ته رښتیا وايې هېڅکله د داخلي او خارجي پریکړي او د یو قوي ځواک له ډار د هغه په خوښه فیصله نه کوي ځکه چې ولس يې تر شا ولاړ وي او د هري کرغیړني کړني چې د بل په لاس د ولسي حکومت بدنامول غواړي مخه يې نیسي
د ولس په مټ رامنځ ته شوي حکومت د ټینګښت او تل پاتي کیدو لامل هم ولس ته حقیقت ویل دي،او دا ډول حکومتونه تل خپلي باندینۍ ګټي د ولس په یووالي کې ګوري
که چیرته د ولس په خوښه رامنځ ته شوی حکومت خپلي ټولي بدکردارۍ له ولس پټي کړي او د بل په خوله فیصلي ته ځان تسلیم کړي هماغه ولسونه تري ناهیلي کیږي او ډیره لري نه وي چې د بلواک حکومت سقوط دي رامنځ ته نه شي،ځکه چې وايې د ولس زور د خدای زور دی
زمونږ په هېواد کې هم د ناکامه حکومتونو همدا حال دی لمړۍ په ولس باور لري وروسته يې په ولس باور ختم شي او د سقوط په لور حرکت وکړي
د ولس ملاتړ ته تر هغي وخته ضرورت لري تر څو چې ارګ ته ورسیږي بیا فیصله د ولس په خوښه نه بلکي د نورو هېوادونو په خولي کوي چې دا خپله د شته حکومت او ولس شتون تر پوښتني لاندي راولي
چې آیا په دي هېواد کې چې انتخابات هم وجود لري او د همدي لاري وړ کسان هم ټاکل کیږي دا حقیقت دي که په نوم دیموکراسي ده واک د ولس نه بلکي د پولیس په لاس کې دی
که حقیقت ته وګورو همداسي ده واک زمونږ د ولس نه بلکي د څو بلواکو ټیکدارانو په لاس کې دی چې نن هم د ارګ تر ټولو ستر ټیکداران دي
د تیر حکومت مدیریت ته په کتلو نن هم ددي حکومت مدیریت د هغه چا په لاس کې دی چې پرون يې د شخصي ګتو لپاره میدان ګرماوه او هېڅکله يې نه غوښتل چې یو داسي حکومت رامنځ ته شي چې پکي ملي ګټي تضمین او هغه څوک د محکمي میز ته راکش کړي چې ملي ګټي يې تر پښو لاندي کړي او یا يې هم د ځان په نفع ګرځولي وي
خو ددي کړنو د مخنیوي لار همدا یوه ده ولس د ځان تر شا درول او ټیکداران پري ختمول،خو څوک به يې وکړي چې له الف تر یا ټول چورچلیان وي
په ارګ کې ناست له ځان يې دنګ دنګ دیوالونه تاو کړي کله په ولس باور لري؟ ځکه په ولس باور نلري چې دوي په خپل منځ کې بې باوره دي نو مفکرین فکر کوي چې ولس به مو هم همداسي وي خو دا فکر يې د افغانستان په څیر د یو هېواد ژمن ولسي فکر نه دی،له آمو تر آباسینه په دي لویه محدوده کې داسي یو میړنی قوم اوسیږي چې د خپل رهبر د ساتني سرخندنه يې په تاریخونو کې روښانه لیکل شوي،دا میړنی ولس یوازي د رهبر ژمنتیا او په دوي باور کول غواړي
خو اکثره وخت سوال پیدا کیږي چې رهبر په دي ټولنه کې وجود لري که نه که رهبر وجود لري نو څوک؟ چیرته؟ او ولي ولس داسي بې سره روان دی؟
رښتیا هم مونږ رهبر نلرو،مونږ رهبر پیدا کړو پسي روان شو خو رهبر مو نور پیدا کړي او پسي روان شي هغه يې یوي لویې کندي ته ګوزار کړي بیا ولس هم ورسره په دي کنده کې پروت وي
راځو په ارګ کې ناستو هغه کړیو ته چې په تیر تاریخ کې يې د افغانستان بیخ بنیاد وویستو او افغانستان يې د قوم،ژبي او سمت په نوم تقسیم کړو او د هري ډلي مشر خپل ځان د هېواد وارث بللو چې نن هم د ارګ حالات د هېواد د تیرو کلونو په څیر دي هر څوک ځان د ارګ حقدار بولي لوبه يې هملته ګرمه کړي ولس ورته یاد هم نه دی
مونږ ته په پنځه زره کلن تاریخ کې همدا تاریخ تیر مفکرین راپاتي دي چې نه يې فکر کار کوي نه په مدیریت پوهیږي
په ارګ کې ناست چورچلیان په دي فکر دي چې دا اروپا یا امریکا ده دلته به هر څه په سمه توګه پر مخ روان وي داخلي او خارجي سیاست به مو سم وي
خارجي دیپلوماتان به مو د شخصي ګټو نه زیات ملي ګټو ته ژمن وي خو داسي نه ده لوبه په بل ډول ده،آرګ د غیږ نیوني په یو ستر لوبغاړي بدل شوی
جهادي قومندان،ټلواله،حزب اسلامیان،جنبشیان....
او داسي نوري ډلي ددي میدان لوبغاړي دي یو بل ته په غیږه ورځي کوم چې زورور شو،وزیر هم د هغه له ډلي ټاکل کیږي،معین هم د هغه له ډلي ټاکل کیږي،ریس هم د هغه له ډلي ټاکل کیږي او سفیر هم د هغه له ډلي ټاکل کیږي
په بله لوبه کې چې بیا څوک زورور شو همدا ډول کړنه ترسره کوي،له دوي چې میدان خالي شي دوي ورته تیار غیږ نیوونکي روزلي وي بس میدان ته يې ورخوشي کړي او بیا دا میدان همدوي ته پاتي وي تر هغي چې ژوندی وي میدان نه پریږدي چې ختم شي بیا يې لاره بل تغقیبوي
ددي لوبي نندارچیان د ولس هغه ځوانان دي چې غږ يې تر ځان محدود دی هېڅوک يې رښتونی غږ نه اوري
په ارګ کې زیاتره داسي خلک هم موجود دي چې ددي لوبي نندارچیان دي حقیقت په سترګو ویني خو د خپلو شخصي ګټو لپاره يې په خوله پټۍ لګوي او چې خوله خلاصه کړي بیا تري دفاع کوي هېڅ وخت ولس ته حقیقت نه وايې بیا ځان د ولس خدمتګار هم بولي خو دا سیاستونه ناکام او لنډ مهاله سیاستونه دي د درواغجن سیاست موده ډیره لنډه وي او په ډیر کم وخت کې يې هر څه په ډاګه کیږي
د آرګ مختاتو ته بیا هم پکار دي چې په ولس باور وکړي او ولس په خپل لاس کې ونیسي تر څو شته حکومت ته ورته جوړښت تر ډیره وساتلی شي که ولس تري لږ نور لري شو نو بیا دي د آرګ د شتون تمه نلري ځکه ولس خپل حق غواړي نور نشي زغملای چې حق يې د چور په میدان کې پروت او هر سړی يې تري خولي ته واچوي.
په ځان بسایه خپلواک لوی افغانستان په لور......
صفت ځواک