
فرانسوي پوهان وايي: هغه خلک، چې له ځان سره خبرې کوي ددوی حافظه دهغو په پرتله ډیره پیاوړې وي، چې دا کار نه کوي او دکار پرمهال چوپ وي.
دی پوهانو دپوهنتون ۴۴ محصلین تر څیړنې لاندې نیولي وو او له دوی یې غوښتي وو،چې دتلویزون پر ښېښه، چې کومې جملې راڅرګندیږي دا باید له لومړی له ځان سره تکرار کړي، بیا یې په ارامه بڼه له ځان سره تکرار کړي ، بیا یې په لوړ اواز ووايي او تلویزون ته دې ګوري، او په پای کې دې خپل کوم ملګری مخاطب کړي او دا جملې دې ورته په لوړ اواز واوروي.
څرګنده شوه،چې دجملو دیادونې تر ټولو غوره لار داده، چې دجملو دتکرار پرمهال باید یو څوک مخاطب شي ولو که دا خیالي هم وي.
څیړونکي وايي: د جملو دا ډول تکرارول یا ویل که څه هم په ټیټ اواز سره وویل شي دانسان مغز ډیروي، دخبرو پرمهال دسړی وړتیا زیاتیږي او دانسان مغز اوریدل شوي مالوماتو ته دنوې پېښې په سترګه ګوري او ډیر اهمیت ورکوي.