
انسان له خپل ویاړلي فرهنګ او علم سره سره د فکر د ناملموس قدرت په اړه په نشت برابر معلومات لري. هغه د مغز د فزیکي جوړښت او د هغه د پراخ ماشیني سیسټم په اړه چې فکر په مادي معادل بدلولوی شي، خورا کم پوهاوی لري. خو اوس انسان داسې یوه پیر ته د ننوتو په حال کې دی، چې د مغز ګټورتوب او پټ اسرار روښانوي. ډېره موده نه کېږي چې ساینس پوهانو د مغز په نامه د انسان ددغه فوق العاده حیرانوونکي قدرت په اړه څېړنې پیل کړې. دغه پړاو تر اوسه هم په ابتدايي شکل کې دی او د مغز د استعمال په اړه کافي معلومات هم راغونډ شوي دي.
د شیکاګو پوهنتون استاد ډاکټر سي. جډسن هیریک وايي، هغه معلومات چې تر لاسه شوي، فوق العاده حیرانوونکي دي. د ده په وینا، په دې وروستیو کې د مغز په اړه د څېړنو په پایله کې دومره معلومات ترلاسه شوي، چې په تېرو سلګونو میلیونو کلونو کې اصلاً چا نه وو راټول کړي. څېړنې ښیي چې د انسان مغز د نازکو رګونو له ۱۰،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ نه تر ۱۴،۰۰۰،۰۰۰،۰۰۰ حجرې لري چې په مشخصو شکلونو کې تنظیم شوې دي. د مغز دغه نازک او پیچلی جوړښت تصادفي نه دی، بلکې له یوه خورا دقیق نظام څخه برخمن دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره وښوده چې یو ستر پوهنتون او د عصبي مطالعاتو د ډګر یو هوښیار څېړونکی د یوه داسې سازمان شوي تحقیق په ترسره کولو بوخت دی، چې زموږ په روان څپرکي او نورو هغو کې له ورکړ شویو توضیحاتو سره اړخ لګوي. دا مقاله د ډاکټر راین او د هغه د همکارانو لخوا په ډوک پوهنتون کې د څېړنو په لړ کې په پوره تفصیل سره چمتو شوې، چې په لاندې ډول ده:
د احساساتو لېږد څه ته ویل کېږي؟«What is »Telepathy?
یوه میاشت مخکې موږ دغې پاڼې ته چې د ډاکټر راین او د هغه د همکارانو لخوا په ډوک پوهنتون کې د احساساتو د لېږدtelepathy او بینایي «clairvoyance» په اړه د سلو زرو په شاوخوا کې ازموینو په پایله کې چمتو شوې، مراجعه وکړه. دغه پایلې د هارپیز په مجله کې د دوو لومړنیو مقالو په شکل ولیکل شوې. په دویمه کې یې چې اوس روښانه شوه، لیکوال اي. ایچ. رایت E. H. Wright د درک د قوو ددغه غیر عادي احساس د څرنګوالي په اړه توضیحات ورکړي دي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.