
« یوه تیونګ لای» مالیزیایی پانګوال دی چې په دغه هېواد کې د کمپنیو یو ستر ګروپ لري. نوموړي په ۱۹۵۵ زېږدیز کال کې دغه کار د ساختماني چارو له یوه کوچني شرکت څخه پیل کړی دی. ده د خپلې مشرۍ په دوره کې د دغه کار د پراختیا لپاره تر خپله وسه هڅه وکړه او دا کاروبار یې پر یوه ګټوره سوداګرۍ بدل کړ؛ خو په ۱۹۸۸ زېږدیز کال کې یې چارې خپل مشر زوی « فرانسیس یوه» ته وسپارلې.
د فرانسیس د هڅو په پایله کې دغه کوچنی خو ګټور کاروبار د کمپنیو پر یوه ستر ګروپ بدل شو چې اوسمهال په مالیزیا کې د کمپنیو په لسو سترو ګروپونو کې راځي.
د وای ټي اېل په نوم دغه ګروپ له ساختماني چارو را نیولې تر برېښنا پورې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه لري. اوس یې نو فعالیتونو په مالیزیا پورې هم نه دي محدود بلکې برېتانیا، سنګاپور، اندونیزیا، اسټرالیا، جاپان او چین ته هم غځېدلي دي. په ویکي پیډیا کې د خپرو شویو معلوماتو له مخې په وروستیو کلونو کې د دغه ګروپ د ټولو عوایدو نږدې ۷۰ سلنه یې له مالیزیا څخه د باندې له فعالیتونو ترلاسه کېږي.
د کمپنیو د دغه ګروپ تر چتر لاندې اوسمهال د « وای ټي اېل پارور انټرنشنل، واي ټيل اېل سيمنټ، سیاریکاټ پېمبینان وای ټي اېل، وای ټي اېل لنډ اېنډ ډېولپمېنټ، وای ټي اېل هوټلز، وای ټي اېل سولوشنز او وای ټي اېل- اېس وي کاربن» په نومونو فرعي کمپنۍ فعالیت کوي.
په دې سربېره وای ټي اېل ګروپ یو شمېر سوداګریز او استوګنیز جایدادونه هم لري. په سنګاپور کې د برېښنا د تولید دویم ستر مرکز هم د دغه ګروپ د ملکیت برخه ده.
فوربس مجله وايي د کمپنیو د دغه ګروپ عواید تېر کال تر ۵،۳ میلیارده ډالرو پورې رسېدلي دي.
د کمپنۍ بنسټګر یوه تیونګ لای ته د « سبا» په نوم د مالیزیا یوه پوهنتون په فلسفه کې افتخاري دکټورا ورکړې؛ خو د برېتانیا له هېریوټ – واټ پوهنتون څخه یې په انجنیرۍ کې دکټورا ترلاسه کړې ده.
لای یو له خیر خواه او مرستندویو میلیاردرانو څخه ګڼل کېږي. د نوموړي تر ټولو ډېره مرسته د لندن له ګېنګس کالج سره ۱۱ میلیونه ډالره وه چې د ده په نوم د سیاست، فلسفې او قانون مرکز ورباندې جوړ شو.
فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر پر ۱۳ مه نېټه د نوموړي او کورنۍ پانګه یې دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالره بللې ده چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او د مالیزیايي میلیاردرانو ترمنځ ۶ ام ځای لري.
نوموړی اووه اولادونه لري چې ټول یې په کورنۍ سوداګرۍ کې بوخت دي او په کوالالامپور کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.