یې چېنګهای؛ پر پور کړو پیسو له پیل شوي کاره میلیاردر شوی


د یو شمېر میلیاردرانو ژوندونه واقعا له لوړو او ژورو ډک دي. د دغه ډول میلیاردرانو د ژوند مطالعه د هغو کسانو لپاره چې فکر کوي په سختو شرایطو کې ژوند کوي الهام بښوونکې ده. چینایی «یې چېنګهای» یو له دغه ډول میلیاردرانو څخه دی.
نوموړی د ګوانګ دونګ ولایت د میشانګ سیمې په یوه کوچني کلي کې زېږېدلی دی. ده تر لومړنیو زده کړو وروسته د « رېنماین» په نوم پوهنتون کې نړیوال سیاست ولوست. له پوهنتون له فراغت سره سم نوموړی په ۱۹۶۸ زېږدیز کال کې د « بووان» په نوم یوې فقر ځپلې سیمې ته د مجلې د اېډېټور او کلیوالي چارو د تنظیموونکي په توګه ولېږل شو.
په ۱۹۷۸ زېږدیز کال کې د «دېنګ شوپېنګ» په نوم یوه سیاستوال په شینژین کې د اصلاحاتو بهیر پیل کړ او دی هم ورسره یو ځای شو. د خپلو هڅو پر مټ بلاخره د شینژین د ښاروال تر مرستیالۍ پورې ورسېد.
په همدې وخت کې یې د ژوند یوه مهمه پرېکړه وکړه او هغه دا چې دولتي امکانات یې پرېښوودل او د شخصي کاروبار لپاره یې مټې را بډ وهلې. د پانګوالو په هغه بیوګرافۍ کې چې د چین د دولت له لوري په رسمي ډول په ۲۰۱۴ کال کې خپره شوه ویل شوي چې نوموړي د کاروبار لپاره د خپلې کورنۍ له غړو او ملګرو پیسې پور کړې. په پور کړو پیسو یې د جامو د تولید د منځنۍ کچې یوه فابریکه کرایه کړه او په هغه کې یې د ورېښمینو جامو تولید پیل کړ.
دا کاروبار یې وروسته پرېښوود او د داسې ماشینونو پر جوړولو یې پیل وکړ چې اصلي او جعلي بانکونوټونه به یې سره تفکیک کول. نوموړي په همدې وخت کې خپل دوه زامن د امریکا متحده ایالاتو ته د زده کړو لپاره ولېږل او خپله یې د خپلې سوداګرۍ په مرسته ګرین ګارټ ترلاسه کړ او امریکا ته ولاړ. غوښتل یې په دغه هېواد کې کاروبار وکړي؛ خو په ۱۹۸۹ زېږدیز کال کې یې درک کړه چې تر امریکا په چین کې د کاروبار غوره فرصتونه شته له همدې کبله له خپل ګرین کارډ څخه تېر شو او بېرته خپل هېواد ته راستون شو. ده په شینژین کې د ځمکو کاروبارو پیل کړ، سره له دې چې په چټکۍ یې پرمختګ کاوه خو پرې یې ښوود، د دې لپاره نه چې له سوداګرۍ سره خدای پاماني وکړي، بلکې یو نوی کاروبار یې پیل کړ چې هغه د دارو درملو کاروبار و.
د « Shenzhen Salubris Pharmaceuticals» په نوم د همدې کمپنۍ له برکت نن میلیاردر دی. دا کمپنۍ اوس په چین کې د سرطان او عفونیت ضد درملو په برخه کې مشهوره ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د ۱۲ مې نېټې د شمېرو له مخې «یې چینګهای» دری اعشاریه پنځه میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او په چین کې ۴۴ ام ځای لري.
واده یې کړی، دوه زامن لري او په هانګ کانګ کې ژوند کوي.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.