اوپرا وېنفرې؛ د شمالي امریکا یوازینۍ تور پوستې میلیاردره


د تور پوستې امریکایۍ میلیاردرې « اوپرا وېنفرې» د ژوند کیسه واقعا ډېره جالبه ده. نوموړې د ۱۹۵۴ زېږدیز کال د جنورۍ پر ۲۹ نېټه په میسیسيپي کې زېږېدلې ده. نوموړې ان د زېږون له ورځې له ستونزې سره مخ وه. لومړی ستونزه یې د هویت وه. د دې مور اوپرا په مجردۍ کې وزېږوله. معنا دا چې واده یې لا نه و کړی چې اوپرا یې نړۍ ته راوړه. تر پوښتنو ګروېږونو وروسته یې مور وویل چې دا یې له یوه ځوان سره د اړیکو پایله ده چې تر واده وړاندې پرې شوې.
لا کوچنۍ وه چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې مور مجبوره شوه هغه خپلې نیا ته وسپاري. نیا تر دوی ډېره بې وزله وه. د همدې بې وزلۍ له کبله به یې اوپرا ته له هغو «بوجیو» څخه جامې جوړولې چې د کچالیانو د لېږد لپاره کارول کېدې او له همدې کبله به یې د مالت نجونو تل ورپورې خندل او منلډې به یې ورباندې وهلې. دلته یې هم ګزاره ونشوه او له مور سره یې وسکانسین ایالت ته ولاړه. په همدې وخت کې یې د مور بله لور پیدا شوه چې د دوی ستونزې یې یو پر دوه کړې. مور یې چې د دوو لوڼو لګښتونه یې نه شوی پوره کولی اوپرا « وېرنون» ته ور ولېږله. دا هغه کس و چې اوپرا یې په بیولوژیکې لحاظ لور وه.
اوپرا وايي د ژوند په دغه پړاو کې د وېرنون د وروڼو او ورېرونو له لوري له جنسي ځورونو سره مخ وه. کله چې یې عمر ۱۳ کلونو ته ورسېد له کوره وتښتېده او یو کال وروسته دا هم د خپلې مور له برخلیک سره مخ او امېد واره شوه. زوی یې تر اصلي وخت وړاندې نړۍ ته راغی او وروسته مړ شو.
له دې پېښې وروسته نوموړې په یوه ښوونځي کې زده کړې پیل کړې، خو لا یې یو سمستر بشپړ شوی نه و چې بل ښوونځي ته تبدیل شوه. دا وايي په ښوونځي کې یې هم فقر د هرې ورځې پېغور و. وروسته یې له خپلې مور د پیسو غلا شروع کړه، خو د هغه سره د مخالفت له کبله یې بې لارۍ ته مخه کړه چې مور یې مجبوره شوه بېرته یې نامشروع پلار ته ور ولېږي.
نوموړې وروسته د رایو له لارې د خپل ښوونځي د «وینا» ټیم ته لاره پيدا کړه او همدا یې په ژوند کې د بریا پر لور لومړی ګام و. دې وروسته په خپله سیمه کې له ځینو راډیو ګانو سره د خبرونو د ویاندې په توګه پس له وخته کار کاوه.
وروسته بیا تلوېزیونو ته راغله او د «The Oprah Winfrey Show» په نوم خپرونه یې پیل کړه چې تر اوسه پورې د امریکا د تلوېزیون په تاریخ کې تر ټولو د لوړې بیې لرونکې خپرونه بلل کېږي. دا خپرونه له ۱۹۸۶ څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې په امریکا کې خپرېدله. نوموړې بېلابېل لقبونه کټلي لکه د رسنیو ملکه، د شلمې پېړۍ یوازېنۍ امریکایۍ- افریقایۍ میلیاردره او د امریکا د تاریخ تر ټولو ستره تور پوستې مرستندویه بلل شوې ده. په ۲۰۱۳ زېږدیز کال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نوموړې ته د ولسمشرۍ د ازادۍ مډال ورکړ.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د ۱۱ مې نېټې د شمېرو له مخې اوپرا وېنفرې دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۵ ام په امریکا کې ۲۱۵ ام ځای لري.
نوموړې د شمالي امریکا یوازینۍ تور پوستې میلیاردره ده.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.