بریالي کسان کاري ورځ څنګه پیلوي؟!


په دې لنډه مقاله کې ۱۴ هغه کارونه په نښه شوي چې بریالي کسان یې د کاري ورځې په پیل کې ترسره کوي.
۱. د کار ځای ته د کار تر شروع لږ تر لږه ۱۵ دقیقي وختي راځي
بریالي کسان پر خپل وخت د کار ځای ته د رسېدو پر ګټه پوهېږي. هغوی د دې پر ځای چې پر لاره عجله وکړي، له خپل کوره یو څه وختي وځي او په آرامۍ ځان د کار ځای ته رسوي. دوی د کار لپاره د چمتوالي په موخه ۱۵ دقیقي اضافي وخت ځان ته ورکوي.
۲. د کار ځای یې په مسلکي ډول جوړوي
لکه یو ډاکټر چې تر عملیات وړاندې خپل توکي تنظیموي یا اشپز چې تر پخلي وړاندې خپل مواد تیاروي، بریالي کسان هم د کار تر پیل وړاندې له دې اړخه ځان ډاډمنوي چې د کار توکي یې په مناسب ځای کې اېښوودل شوي دي. دوی د خپل کار هرې شېبې ته لکه د عملیات د بهیر په څېر اهمیت ورکوي. بریالي کسان د خپل کار ځای منظم ساتي او له همدې کبله د یوه شي په لټولو پسې ډېر وخت نه ضایع کوي.
۳. پر خپلو پخوانیو کارونو مرور کوي
ښه به دا وي چې خپل پخواني کارونه یو ځل مرور کړئ، په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې له رخصتۍ را ګرځېدلي وی. بریالي کارکوونکي د هغه څه په یادولو سره چې ترسره کړي یې دي، د نورو کارونو ترسره کولو ته ځان چمتو کوي. دوی د دې پر ځای چې د کار ترسره کولو ته بیړه وکړي، خپل مخکني کارونه اروزي او په دې توګه د راتلونکو بریاوو لپاره لاره هواروي.
۴. د ورځنیو کارونو نوملړ چمتو او لومړیتوبونه ټاکي
بریالي کسان د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره نوملړ چمتو کوي. هغوی د هرې کاري ورځ په پیل کې دغه لېست ګوري او له همدې کبله کولی شي چې له وړاندې پلان جوړ کړي. دوی مهمې کاري ناستې په یاد لري او له همدې لارې کولی شي د خپلو کارونو لپاره زمانبندي وکړي.
۵. په ورځ کې تر دریو ډېر مهم کارونه د ځان لپاره نه مشخص کوي
بریالي انسانان پوهېږي که د ځان لپاره تر اندازه ډېر څه پلان کړي، له ستونزو سره مخ کېدای شي. هغوی پر کارونو د تمرکز او د وخت د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره په ورځ کې تر دریو مهمو کارونو ډېر د ځان لپاره نه ټاکي.
۶. له ځانه پر ځای پوښتنې کوي
دغه کسان د ورځې په پیل کې له ځان څخه د معقولو سوالونو له لارې هغه څه چې غواړي شفاف کوي. ستونزې مشخصې کوي او دا پرېکړه کوي چې کومې ستونزې باید نن حل شي. دوی دغه راز تل هڅه کوي چې په کم ارزښت لرونکو شیانو یې وخت ضایع نه شي. معقول سوالونه له دوی سره د انګېزې په رامنځته کولو کې هم مرسته کوي.
۷. خپل برېښنالیک یوازې د اړتیا په صورت کې چک کوي
بریالي افراد د خپل کار په لومړیو ۱۵ دقیقو کې برېښنالیک نه چک کوي. دوی پوهېږي چې د کاري ورځې په پیل کې یې په اسانۍ حواس سره شیندل کېدای شي. که د کوم مهم برېښنالیک لپاره منتظر وي بیا خپل ایمېل چک کوي.
۸. خپل موبایل بې غږه کوي
بریالي کسان پوهېږي چې تر ټول ډېر او ستر کارونه په سهار کې ترسره کېږي، له همدې کبله د خپلو کارونه لپاره پلان جوړوي او هغوی لومړیتوبندي کوي. خپل موبایل سایلېنټ کوي تر څو د هغه زنګ یا مسج یې حواس سره ونه شیندي.
۹. د ورځې په پیل کې د ټولې ورځې تصویر جوړوي
لکه لوبغاړي چې د تمرین او رقابت لپاره د تجسم له تګلارې کار اخلي، بریالي کسان هم په ورځنیو چارو کې د بریا تصویر په ذهن کې جوړوي. هغوی په ذهني ډول خپل ورځني کارونه تمرین کوي او په دې ډول خپل « ناخود اګاه» ذهن ته پروګرام سپاري. له همدې کبله کله چې د کار د عملي کولو وخت راشي، په اسانۍ یې ترسره کوي.
۱۰ . د ساه کښلو لپاره ځان ته وخت ورکوي
بریالي کسان د راتلونکي له تجسم کولو وروسته د ورځې لپاره د چمتوالي په موخه وخت ځانګړی کوي. دوی پوهېږي چې د ورځې په جریان کې ښايي بوخت وي، له همدې کبله د کار له ترسره کولو وړاندې ځان ته استراحت ورکوي. ژور ساه کښل ستاسې مغز ته د اکسجن د رسېدو زمینه برابروي چې سبب کېږي په واضیح ډول فکر وکړی او ارام و اوسی. د اوپرا ونفرې او اریانا هافېنګټون په څېر بریالۍ څېرې په سهار کې د « مېډېشن» تمرین کوي.
۱۱. کوچني حرکتونه کوي
بریالي کسان پوهېږي چې ټوله ورځ باید د کمپوټر تر شا کېني. دوی درک کړې چې د اوږدې مودې لپاره بې تحرکه پاتې کېدل یې روغتیا ته زیان لري. له دغه زیان د ځان بچ کولو لپاره د کاري ورځې په لومړیو ‍۱۵ دقیقو کې سپک حرکتونه کوي او د ورځې په دوام کې د ورته حرکتونو لپاره پروګرام جوړوي.
۱۲. خپلو همکارانو ته د چمتوالي لپاره وخت ورکوي
بریالي اشخاص سهار له خپلو همکارانو سره پر کاري مسائلو خبرې نه کوي. دوی د نورو وخت ته درناوی کوي او پوهېږي چې همکاران یې د چمتوالي لپاره وخت ته اړتیا لري.
۱۳. له نورو سره تر مرستې وړاندې د خپلو اړتیاوو پوره کولو ته لومړیتوب ورکوي
بریالي افراد د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر ارزښت پوهېږي. هغوی خپل لومړیتوبونه ټاکي او د نورو غوښتنې وروسته پر ځای کوي. دغه دول افراد هڅه نه کوي چې « سوپر من» و اوسي او په هر وخت کې له نورو سره مرسته وکړي. هغوی د خپلې کاري ورځې لومړیو ۱۵ دقیقو ته درناوی کوي او په مودبانه ډول د نورو د مرستې غوښتنې ځنډوي.
۱۴. د دندې د لرلو له کبله شکر کوي
بریالي کسان هر سهار دا خبره ځان ته ور په یادوي چې دنده لري، نو ډېر بختور دی. هغوی ننګونو ته د ودې او پرمختګ د فرصتونو په سترګه ګوري. کله چې تاسې د خپل کار په اړه غوره احساس ولرئ، دغه حس هر ډول منفي افکار له منځه وړي.
ژباړه
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.