څنګه خوشاله ژوند وکړو ؟

 
   انسان هغه مهال ښه او اوږد ژوند لرلی شي، چې د فعالیت په حال کې وي، له هر غړي نه چې کار وانه خیستل شي، نو له منځه ځي؛ دا په داسې حال کې ده، چې ننني انسان هوساینې او آرامتیا ته له کچې زیات ارزښت ورکړی دی، چې د ستونزو او مشکلاتو ډېره برخه یې د همدې آرامتیا غوښتنې زېږنده ده. بې خوځښته او له اندازې زیاته آرامتیا نه یوازې ستړې کوونکې ده، بلکې د مغزونو حرکت او فعالیت هم ټکنی کوي .
  بده نه ده، وپوهېږئ، چې جورج برنارد شاو په ۷۰ کلنۍ کې د نوبل جایزه وګټله، بنجامین فرانکلن خپل یو شمېر ښه آثار په ۸۴ کلنۍ کې ولیکل، نو که چېرې غواړئ، چې په غوره جسمي او رواني شرایطو کې ژوند وکړئ، نو لازمه ده، چې د کار او عمل په ډګر کې واوسئ .
ټولنیز فعالیت:  
  له رواني پلوه انسان یو ټولنیز مخلوق دی او ورته مهمه ده، چې په ټولنه کې ژوند او رول ولري، تر څو د بریا احساس او ډېره ګټه تر لاسه کړي، درنښت او پر ځان باور یې پیاوړی شي؛ رواني، عاطفي او ټولنیز پرمختګ وکړي، د یوازېتوب او کمزورۍ احساس ونه کړي او وکولای شي، چې د ژوندانه له بېلابېلو مسایلو او موضوع ګانو سره په ښه توګه مخامخ او په سم ډول یې حل کړي، پایله دا چې د بدن د سلامتیا له پاره په هر عمر کې ټولنیز فعالیت اړین دی، حتی د عمر ډېروالی هم نباید د ټولنیز فعالیت د مخنیوي لامل شي، دا په داسې حال کې ده، ځینې کسان چې بوډاتوب ته رسېږي، نو له کار او ټولنې څخه لرې کېږي او په کور کې ناستی غوره ګڼي، کله چې د یو کار د ترسره کېدو له پاره له خپلو جسمي او رواني ظرفیتونو او وړتیاو څخه ګټه اخلئ، نو ماغزه مو په دوامدار ډول فعالیت کوي او که نه، نو د وخت په تېرېدو سره به لا پسې ناتوانه شئ .   
د موخې لرل:
  د ژوند په هېڅ پړاو کې بې موخې مه اوسئ، موخه هغه څه ده، چې یو کس دې ته اړ کوي، چې حرکت وکړي، د ژوند مهمې موخې مو مشخصې او هغو ته د رسېدو له پاره ډېرې هڅې وکړئ، کله چې موخه ولرئ، نو د کار د ترسره کېدو له پاره به هم ډېره انرژي پیدا کړئ، پر ځان باندې به د ډېر باور احساس تر لاسه کړئ. د کار د پیلېدو له پاره به ډېره انګېزه  او د کار د ترسره کېدو له پاره به ډېر تصمیم ولرئ .  
د انګېزې رامنځته کول:
  په خپل ځان کې انګېزه را منځته کړئ او اجازه مه ورکوئ، چې د ژوند ورځنۍ ستونزې، مشکلات او موانع ستاسو په احساساتو او روحیې باندې بده اغېزه وکړي او دغه راز ستاسو د پشتکار او انګېزې د کمزورتیا لامل شي. باور وکړئ، چې تاسو د ډېرو سترو کارونو د ترسره کولو وړتیا لرئ، یوازې باید وغواړئ .
د ګټورو کارونو ترسره کول:
  په خپلو ورځنیو دندو او مسؤلیتونو باندې بیا کتنه وکړئ، که هر څومره محدودیت هم ولرئ، نو بیا کولای شئ، چې مسؤلیت یې په غاړه واخلئ، که چېرې داسې کارونه وي، چې ستاسو د وخت د ضایع کېدو لامل کېږي، نو ښه داده، چې هغه لرې کړئ او هغه کارونه ترسره کړئ، کوم چې ګټور دي، د مثال په ډول : ټلویزیون ډېر مه ګورئ، پر ځای یې ورزش او یا هم مطالعه وکړئ او یا هغه کار ترسره کړئ، کوم چې له تاسو سره د ستاسو په پرمختګ کې مرسته کولای شي .
 
خپلې وړتیاوې وارزوئ :  
   خپلې وړتیاوې وارزوئ او له هغو څخه کار واخلئ، وګورئ، چې له نورو څخه کوم کار ښه ترسره کولای شئ ؟ په کوم کار کې مهارت لرئ ؟ د کوم کار ترسره کېدل ستاسو له پاره آسان او د نورو له پاره سخت دی ؟ کله چې تاسو کوم کار په ښه او سمه توګه ترسره کړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې ډېر خوند به ترلاسه کړئ .
د تېرو په اړه فکر وکړئ :
  تل د خپلو تېرو په اړه فکر وکړئ، چې تر نن ورځې کومو څیزونو ستاسو په بریاکې مهمه ونډه درلوده، هرومرو داسې کارونه شته، چې ترسره یې کړئ، چې ترسره کول یې نه یوازې ستاسو له پاره بلکې د نورو له پاره هم ارزښت لري .
 له نورو سره مرسته وکړئ :
  د نورو مرستې ته ور ودانګئ. د یوازېتوب ژور احساس هغه مهال انسان ته لاس ورکوي، چې په خپل ژوند کې یې اصلي موخه یوازې ځان وي او بر عکس د ژوند تر ټولو خوشاله شېبې، له نورو سره د مرستې او همکارۍ پرمهال انسان ته غېږ ورکوي .
اغېزه ولرئ :  
  اغېزه ولرئ او اغېزه ومنئ، تاسو د خپل عمر په اوږدو کې د ژوند له لوړو او ژورو سره مخامخ شوي یاستئ او ډېرې تجربې مو تر لاسه کړې دي. په ټولنیزو فعالیتونو کې په ګډون سره کولای شئ، له خپلې علمي او مسلکي وړتیا څخه په ګټه اخیستنې، نورو ته د خدمت جوګه شئ  او نور له خپلو تجربو څخه برخمن کړئ، دا اړیکه به تاسو ته د دې فرصت درکړي، ترڅو نوي څیزونه زده کړئ، دا ټولنیز تعامل به ستاسو د فکر د یووالي د پیاوړتیا لامل شي او دغه راز به ستاسو په رواني او جسمي حالت باندې مثبته اغېزه وکړي .
ستاسو د خوښې وړ کارونه :
  خپل د خوښې وړ کارونه پیدا او ترسره یې کړئ، فکر وکړئ، چې له کومو کارونو سره ډېره زیاته مینه لرئ، په همغه برخه کې فعالیت وکړئ، د خوښې وړ کارونو په ترسره کولو کې شور، شوق او لېوالتیا شتون لري، چې مثبتې اغېزې هم له ځانه سره لري .
بېکاره مه اوسئ :
  د ژوند په هېڅ پړاو کې بېکاره مه اوسئ، تل هڅه وکړئ، چې یو کار ترسره کړئ، د خپل پرمختګ له پاره ډېر کوښښونه وکړئ، تر څو شاته پاتې نه شئ، شاته تګ مه منئ، بلکې همېشه د پرمختګ په حال کې واوسئ، د مثبتو حرکتونو او خوځښتونو په پایله کې تازه فرصتونه او موقعیتونه را څرګندېږي .  
د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړئ :
  له تېرو څخه یې زده کړئ، په اوس کې ژوند وکړئ او د راتلونکې په اړه فکر وکړئ، د خپل عمر د ډېروالي تر اغېزې لاندې مه راځئ، له اوس څخه ګټه واخلئ او د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړئ، د خپلې روښانه راتلونکې له پاره نن ډېره هڅه وکړئ، که څه هم د زړښت له پاره یو برید ټاکل شوی، خو د هر فرد سن له هغه تصویر او روحیې سره تړاو لري کوم، چې دی یې په خپل ذهن کې لري، دا تاسو یاستئ، چې ځانونه د ځوانۍ وړ ګڼئ، یا د زړښت غلطو نظریو ته په خپل ذهن کې ځای ورکوئ، مه هېروئ، یوازې یو ځل ژوند کوئ، نو خپل عمر او ژوند بېځایه مه بربادوئ .