غزل


ښکاری غــشی سـتادسترګــوپه مــرچل کې
ځکه ځان راته محــسوس شــي په مقتل کې

هم هــغو خو راته کور دزړګــي وران کــړ
چې کوم څوک کې استوګن وو په ګوګل کې

پــــړاوونـــه دمــنـــزل به وي تــر کــومــه
دژوند لویه برخه تـــېره شـــوه مــزل کــــې

دا دردونــه ســـوغــاتونه هـــغـــو راکــــړل
چــې جنـــت به یې ما نه غوښـــته بدل کــې

غـــم دهـــجر وېـرې بــیا هـــم راســـره وي
که یم پـروت دیــار دوصــل په ځنــګل کــې
 
                                                 \"\"