غزل


بياشــــــوې مــرور رانــه دڅــه په ســر
داغ دې راتــه کېـــــښوده دزړه په ســـر
ستا غرور که هر څومر او چت دی هم
لارې خو مـوجــودې دي دغــره په ســر
ژوند مـې حقــيقت په څېر داوښــکې دی
څــو پـــورې به اوســي دباڼــه پــه ســر
ورک يــې وي انـجام نه څـه مقــام لري
خــلی لکــه واخلـــي چــې اوبه پـه ســر
څـــنګــه به دســتا اورم ناصــحــه اوس
بنــګ دميـــنتوب مې وخــاتـــه په ســـر
څوک چې څه احســاس دبل د درد لري
خــير دې وي مــلــګرو دهـغــه په ســر
مــابــه مجـــبوري نه ورتــه وخــــــندل
کاڼـــي چـــې زمـــا راورېــده پــه ســـر
تاروشــنه زړه کـــې اوســول بــه چـــې
خــود به دې داښــکلـي ســپرېده په ســر
 \"\"