ریچارډ تسای؛  د شتمنې تایوانۍ کورنۍ غړی

 
«ډانیل اېم. تسای» تایوانی سوداګر دی. نوموړی او کورنۍ یې دغه هېواد کې د « فوبان فاینېشل » په نوم د مالي خدماتو کمپنۍ لري. ویل کېږي چې دا کمپنۍ په تایوان کې د خپلې برخې دویمه ستره کمپنۍ ده.
د دې کمپنۍ بنسټ څه باندې پنځه لسیزې وړاندې اېښوودل شوی دی. کمپنۍ په لومړنیو وختونو کې د جایدادونو، املاکو او بیمې کاروبار کاوه. له پراختیا سره سم یې خپل فعالیتونه هم بېلابېلو برخو ته وغځول. فوبان چې اوس د کمپنیو یو ستر ګروپ دی پر جایدادونو او بیمې سربېره د بانکدارۍ، پور پاڼو، د ژوند د بیمې او د پانګې د مدیریت په برخو کې فعالیت کوي.
د کمپنیو د دغه ګروپ تر چتر لاندې د فوبان اسېسټ منېجمېنټ، په هانګ کانګ کې د ټایپي فوبان بانک، فوبان بانک، فوبان اېنشورېنس، فوبان لایف او فوبان سیکیورټیز فرعي څانګې فعالیت لري.
د ریچارډ مشر ورور ډانیل په ۱۹۸۱زېږدیز کال کې له فوبان سره یو ځای شو. له یو ځای کېدو سره سم یې د کاروبار د پراختیا لپاره مټې بډ وهلې او هڅه یې وکړه چې فوبان پر یوه داسې یوه منظمه شبکه بدل کړي چې بېلابېل مالي خدمات وړاندې کوي. د همده د هڅو په پایله کې په تایوان کې د فوبان د فعالیت سیمه پراخه او پر دې سربېره یې فعالیتونه، چین او هانګ کانګ ته هم وغځېدل.
دې کورنۍ یوازې د مالي خدماتو پر برخې بسنه ونه کړه او له فرصتونو د سمې ګټې اخیستنې پر مټ یې فعالیتونه د مخابراتو او د کېبلي تلوېزیوني خپرونو ته هم وغځول.
په ۲۰۰۷ام زېږدیز کال کې یې د « تایوان فېکسېډ نېټورک» په نوم یوه مخابراتي کمپنۍ وپېرله چې په تایوان کې د مخابراتي خدماتو له مخکښو کمپنیو شمېرل کېږي.
ریچارډ تر ښوونځي وروسته د لسانس تر کچې زده کړې د تایوان په ملي پوهنتون کې کړې او د سوداګرۍ په برخه کې ماسټري یې له لیونارډ پوهنتون څخه ترلاسه کړې ده.
ده واده کړی، دوه اولادونه لري.
۵۸کلن ریچارډ تسای د فوربس مجلې د ۲۰۱۵زېږدیز کال د اکټوبر د ۱۰مې نېټې د شمېرو له مخې دوه اعشاریه اته میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ام او د تایوان د میلیاردرانو ترمنځ اتم ځای لري.
د ریچارډ ورور ډانیل تسای او د تره دری زامن یې هم د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ځای لري.
 
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.