
د لوي او بخښوونكي خداي په نامه
پښتون پوسټ ورځپاڼه
سرليكنه (اداريه )
د ولسمشريزو ټاکنو د رايو شمېرل پيل شوي تردې دمه په ټوليزه توگه د ډاکټر عبدالله او کرزي ترمنځ سخته سيالي روانه ده کله د يو رايه پورته شي او کله د بل، خو د تمې خلاف ډاکټر اشرف غني ډېر ټيټ راغلى چې د ډاکټر اشرف غني پلويان او کمپاين کوونکي په ناڅاپي توگه هيښ کړي ځکه، چې په هېواد کې د ډاکټر اشرف غني لپاره ډېر کمپاين شوى و او د پښتنو په زياترو سيمو کې د کرزي په مقابل کې د اشرف غني پلويان زيات خوځنده وه داسې اټکل کيده، چې د رايو د شميرلو پرمهال به د داکټر اشرف غني او حامدکرزي ترمنځ د رايو پورته والى او ښکته والى رامنځته شي خو اوس دغه پورته والى او ښکته والى د کرزي او ډاکټر عبدالله ترمنځ دى اوس د سړي ذهن ته دا خبره ورليږي، چې داسې احتمال شته، چې داشرف غني پلويانو په پټه د حامدکرزي په پلوۍ رايه ورکړى داسې گومان هم کيږي، چې د اشرف غني پلويان په تمه کړى شوي و، چې د کرزي په گټنه کې به تاسې ته لوړپوړي څوکۍ درکړى شي ځکه، چې پکتيا، پکتيکا او خوست کې هم کرزي ډېرې رايې وړي دي او اشرف غني کمې او ځينو يې سياسي کارپوهان په دې باور دي، چې داسې شونتيا شته، چې ډاکټر اشرف غني له حامدکرزي سره پټ سازش کړى وي، چې ولې د پښتنو په سيمو کې ډاکټر اشرف غني کمې رايې وړي دي اوس هم شمېرنه روانه ده او د انتخاباتو خپلواک کميسون لخوا د پايلو رسمي اعلان نه دى شوى که څه هم ډاکټر اشرف غني د ښځو د حقوقو لپاره په خپل تگ لاره کې ډېره پاملرنه کړې خو د پايلو څخه څرگنديږي، چې زياتره ښځو حامدکرزي ته رايه ورکړې زمونږ خبره د کرزي په دې نه ده، چې ولې رايې گټلي اصلي خبره د ډاکټر اشرف غني د پلوياو لخوا زيات کمپاين کول وو، چې ولې يې د ډاکټر اشرف غني تگ لاره ولس ته سمه نه ده رسولى او يا يې ولس د اشرف غني په تگ لاره نه دى پوهه کړې اوس هم که حامدکرزى يو ځل بيا د پنځه و کالو دپاره وټاکل شي آيا ولس به له دې بدبختۍ او بدمرغيو وژغوري اوس، چې حامد کرزى يو څه کامياب ښکاري زمونږ ورته مبارکي ده او پرې هيله کوو، چې د خداى په خاطر ولس د بدمرغيو وژغوري او د شمال په ټلوالي که څه هم ډېر باور کړى خو سترې کندې ته به يې وغورځوي او پښتنو سره به يې بياځاى نه وي.
qadirandewal@yahoo.com