
وایي "ګرګ زاده عاقبت ګرګ شود ګرچې با آدمي بزرګ شود".یانې لېوه له بچې به آخر لېوه جوړ شي که څه هم بني آدم په لاس لوی شي. دا خبره صلاح دین رباني ثابته کړه. اوس باید داسې ووایو:رباني زاده عاقبت رباني شود، ګرچه وزیر اشرف غني شود. صلاح دین له بهرنیو چارو غنیمتي وزارته ناڅاپه ټوپ کړ او چارنال تخار ته لاړ چې جنګ ليکې وګوري. اساسي پوښتنه دا نه چې صلاح دین خارجه وزیر دی، په جنګ یې څه. مهمه پوښتنه دا ده چې د جنګي عنصر په خارجه وزارت څه؟ کم تعلیم یافته ځوانان بېکاره دي؟ ځوانانو له ډېرې مایوسۍ خپل ديپلومونه اور ته خطا کړل.
ټوپک ته د صلاحدین مڼډه، یوڅه تفاوت سره، په مخدره توکو هغه معتاد ته پاتې کیږي چې درملنې له مرکزه تېښته کوي او بېرته نشې ته پناه وروړي. شمال ټلواله هم همداسې معتاد ده.په ټوپک، غلا او جاسوسۍ ژوندۍ ده، داسې لکه بني ادم چې په اکسیجن، اوبه و ډوډۍ ژوند کوي. صلاحدین ته دا ثابته ده چې دا د ټوپک برکت دی چې ده ته یې څوکۍ تضمین کړي. دې وطن کې څوکۍ ته وړ کس، هغه دی چې: ډېر ټوپک وټوپکیان ولري، ښه پرېمانه خلک ووژني، وحشت خپور کړي، هېڅ چاته له جاسوسۍ مخ وانه ړوي...
د ټلوالې مکار جاسوس امرلا صالح هم سترګې پټې، خوله خلاصه کړې چې کندز کې طالبانو وسلوالو ناموسي تیري کړي غلا و چور یې کړی دا یې کړي او هغه یې کړي، مه یې هیروئ… اوس دا منحوسې څېرې غواړي په دې ډول خلک وپاروي او قومونه وجنګوي او په خپلو تېرو جنایتونو او خصوصا په کندوز کې محلي پولیس په نوم لاندې وحشي ملیشو جنایتونو چې د کندوز سقوط یو له لویو عواملو دی، پرده واچوي. طالبانو بې له شکه هم په خوا، هم اوس، بېګناه افغانان یې وژلي، ورانی یې کړی هېڅ څوک باید ترې منکر نه شي. جنایت، جنایت دی هرڅوک یې که ترسره کړي او په هر نوم یې که ترسره کړي.
مګر پوښتنه دا ده چې: تاسو څنګه له ځانه سپین چرګان جوړ کړي؟ خپل جنایتونه مو هېر کړل؟ دا پنځلس کلن جنایتونه خو مو بېل دي چې د پنځوسو ملکونو جاسوسۍ و برده ګۍ کې منډې وهئ. کابل کې مو پر خلکو ناموسي تیري هېر کړل؟ مګر ټول کابل مو لوټ نکړ؟ او بیا مو لوټه لوټه نکړ؟ مګر د افغانستان تاریخ مو لیلام نه کړ؟ هېر مو کړل چې له وحشته مو ښځو له مکروریانو ځانونه غورځول؟ مګر په افشار کې مو، مسعود وسیاف وحشیانو لخوا د هزارګانو قصابي او پرښځو یې تیري هېر کړل؟ هېر مو کړل چې د وحشي مزاري ملیشو خلکو په سرونو میخونه ټکوهل؟ د ښځو سینو غوڅول مو هېر کړل؟ هېر مو شول چې دوستم وحشي ګیلم جمو امېدواره میندې له لارې ګرځولې چې لنګون وګوري؟ هماغه وحشي ګلیم جم چې کلونه یې د روسانو برده ګي و عسکري وکړه، بیا یې د پنځوسو نورو نوکري وکړه په هغه یې هم بسنه ونه کړه دا دی اوس یې بیا روس ته مخه کړې. ډېړ افسوس دی چې خاصو ښکیلاکي رسنیو، له جنایتکارانو سپینې کوترې جوړې کړي، غواړي په یوه ګوته لمر پټ کړي. خو: تر څو چې دغه لېوانو زامې ونه ایستل شي همدا فتنه به روانه وي او دا لېوان به نسل په نسل افغانان خوري.