
تر هرڅه د مخه شهیدانو ته د لوی خدای په دربار کې د جنت، کورنیو ته یې د صبر او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کوم.
روغتون په هر ځای کې اهمیت لري. خو په هغه ځای کې چې جګړه وي د روغتون شتون له اندازې زیات اړین وي. ځکه چې روغتیايي کارکونکي او ډاکتران پکې د شته طبي وسایلو په مرسته د ټپي سربازانو او همدارنګه ملکي وګړو ژوند ژغوري. که په لوی لاس وي او که په سهوه، د داسې حیاتي ځای په نښه کول په رښتیا هم یو لوی انساني ضد، جنګي جنایت دی.
کاشکې دا اول ځل وای، یا دوهم، پنځم او یا هم لسم ځل... له هسکې مېنې نه نېولې تر شینډنډ او له خوسته تر کندز داسې ځای ندی پاته چې هلته دې د بېګناه خلکو وینې نه وي توی شوي. کلي له خاورو سره خاورې، وادونه څو څو ځله بمبارد، د ملي اوردو او پولیسو پوستې په نښه او کمکي ماشومان بمباران... څه شی دي؟... مونږ لویه توره وکړه ترورستان مو ووژل. دا ترورستان دې د تاسو سر وخوري!
بالاخره له ډېره کبره دا ملک دومره بې سترګو او بې شرمه شو چې اوس د بې سرحده ډاکترانو روغتونونه هم د خپلو هوايي بریدونو هدف ګرځوي. زخمیان، ناروغان، ښځې او ماشومان له ډاکترانو او طبي پرسونل سره یو ځای په شهادت رسوي....سربیره پر دې چې د دې کار له کبله څو څو ځله ملامت شوی، خو بیا هم خپلې سرټمبګۍ ته دوام ورکوي.
ګناه ټوله زمونږ خپله ده. که مونږ ټول د داخلي او خارجي دښمنانو پر ضد سره یو لاس او یو موټی شو، هیڅوک به هم ونشي کولی چې زمونږ په مخه کې خنډ شي. انشالله ډېر زر به دا وطن ګل و ګلزار شي. که نه تل تر تله به مو همدا حال وي. هم به په خپلو کې سره وژنو، هم به مو دښمنان وژني او هم به مو دوستان.