ملا منصوره، د پښتنو په وینو سوره!

 
ملا صاحب منصوره! ترکله به پښتانه وژنې، له زده کړو به یې محروموې او... پښتانه مې ځکه یاد کړل چې پښتانو ته خو هسې هم نړیوالو جنایتکارانو، شمال ټلوالې منحوسو جاسوسانو سره یوځای دمرګ حشر کړی. مګر پښتون نه، بلکه هېڅ افغان مه وژنه.  که له کفارو سره د جهاد شوقي یې، له آی اس آی لوی کافر بل په دې نړۍ نشته. همدا اوس د ستر کافر لمن پریږده. سبا به ډېر ناوخته وي. تاریخ نه عبرت واخله، ژوندي مثالونه لرو. مصرف تاریخ به دې، سیاف په شان تېر وي. آی اس آی به ښکنځې خپلو ګټو لپاره، خو مخ به دې تور وي. د ښاغلي سیاف پخوانيو و اوسنيو فتنو یوه څڼډه مې دلته ځکه راخیستې چې عبرت ترې واخلې. نوموړی، دلسیزو جنایتونو لوی ژوندی آرشیف دی. زه دې له لاسه نیسم یوه ډیړه کوچنۍ څنډه یې در ښیم.
ځان ته دې ګوره، عبدالرسول سیاف هم د "جهاد" په نشه کې، د "کفر" و "اسلام" په نوم افغانان ریېبدل، مکتبونه یې ور سېځل، آبادۍ یې ورانولې... ډاکتر نجیب دوره کې، کله چې یو روسی پوځي هم افغانستان کې نه و، څلور پښې به یې یوه موزه کې کړې، سوله یې غندله، حرامه یي بلله، د کفارو توطیه یې ګڼله... ویل به یې، ټول کابل باید په بل مخ شي، چې دا جنایت یې هم ترسره کړ. په ۱۳۷۱ کې له شپږو نورو سره یوځای د آی اس آی له غیږې ټوپ کړل او په کابل یې غاښونه خښ کړل… بل عبرت: ښاغلي سیاف د خپل جهادي جنون په دا اوج کې، د آی اس آی له سوړې، آن په روم کې مرحوم ظاهرشاه هم تکفیر کړ. روم په لور یې مخ واړاوه، خوله یې خلاصه کړه: که د افغانستان شوق لرې، نو سترګې دې تورې کړه، چې په خپل لاس دې قرباني کړم… بیا یې خپلو کسانو ته مخ کړ: ګورئ!  که مو زه، کله هم ظاهر شاه سره یوځای ولیدم، ګمان مه کوئ چې ظاهرشاه مسلمان شوی بلکه یقین وکړئ چې سیاف کافر شوی. خو بیا همدغه سیاف، کله چې افغانستان په آسمان د بی ۵۲ کړنګار شو، هماغه "کافر" ظاهر شاه پښو کې یې یوه رمه پسونه حلال کړل او د "جهاد" پهډالرو یې داسې شاهانه مېلمستیا ورکړه چې پاچا په خپله څلووېښت کلنه پاچاهۍ که نه وه خوړلې.
ګوره ملا صاحب منصوره! هماغه سیاف چې له ځان به غیر، ټول افغانان ورته کافر ښکارېدل، دا دی نن یې پنځوس کافرانو ته بیعت کړی. خو ته که د ده په شان بیعت نه غواړې، نو له آی اس آی خو هم خپل بیعت بېرته واخله،  ځکه آی اس آی هم د همدغو پنځوسو په لاس روزل شوی ښکاري سپی دی. که همدا نن دا کار وکړې، نو له سیاف به څو درجې پورته وې: د ښاغلي سیاف، هم لاسونه په وینو لانده دي، هم یې جیبونه په حرامو پیسو درانده دي اوهم یې مخ تور دی، ځکه خپلو ګټو لپاره ترآخره افغانستان دښمنانو سره ودرېد. مګر ستا سره لاسونه که سپین هم نه شي، مخ خو به دې سپین شي چې د لوی شیطان له غیږې راووځې. که دا کار، وطن لپاره نه بلکه خپل ځان په خاطر هم وکړې، یوڅه ګټه به یې خلکو ته هم ورسیږي. هدیرې به مو ډېرې نه پنځیږي. یو څو ماشومان به له یتیمېدو وژغورل شي، یو څو میندې به له کونډېدو او بورېدو او وطن به له نورنړېدو بچ شي…