
ډېری هغه کسان چې له مشرانو کاروبار ورته پاتې وي، یو وخت درک کوي چې په دې برخه کې پرمختګ او د کاروبار د پراختیا فرصت نه لري. له همدې کبله پرېکړه کوي چې د خپل کاروبار برخه بدله کړي. جرمني « هېنس پیټر وېلډ» ته له پلاره د کمپنیو یو ستر ګروپ پاتې شو.
د «Wild » په نوم د دې کمپنۍ بنسټ یې پلار په ۱۹۳۱ زېږدیز کال کې کېښود. د کاروبار له پرمختګ سره سم یې خپل فعالیتونه له جرمني د باندې پیل کړل. لومړی یې د سویډن او وروسته د متحده ایالاتو بازارنو ته لاره وموندله. دا کمپنۍ اوس د نړۍ په ۷۰ هېوادونو کې ۲۵۰۰ کارکوونکي لري، چې له دې ډلې ۱۴۰۰ یې د کمپنۍ په اصلي مرکز کې کار کوي، خو کمپنۍ اوس د هېنس پیټر وېلډ نه ده.
هېنس د تېر کال په جولای کې کمپنۍ د «انچر ډانیل مېډلېنډ» په نوم په نړیواله کچه د کرنیزو توکو پر ستره کمپنۍ په دری میلیارده ډالره وپلورله.
له دې معامعلې نوموړي ته دوه میلیارده ډالر ورسېدل او پاتې یو میلیارد یې د مشهورې کمپنۍ «کې کې ار» برخه وه چې د وېلډ ۴۵ سلنه ونډې یې په ۲۰۱۰ کال کې اخیستې وې.
وېلډ کمپنۍ چې کلني عواید یې ۱،۲ میلیارده ډالرو ته رسېدل د خوراکي توکو په تولید کې کارېدونکي عناصر او د نوشابو یو شمېر مشهور بنډونه تولیدول. فوربس مجله وايي وېلډ د کمپنۍ پر پراختیا بریالی نه شو له همدې کبله یې د پلورلو پرېکړه وکړه.
د سوداګرۍ په برخه کې د هېنس فعالیت یوازې په دې کمپنۍ پورې محدود نه و چې هر څه ورسره پای ته رسېدلي وي، دی اوس هم په سویزرلنډ کې د « اروس هولډېنګ» په نوم کمپنۍ لري چې د خوراکي توکو او جوسو تولیدونکي ماشینونه جوړوي. د دې کمپنۍ یو له مشهورو برنډونو څخه د « Capri Sun» په نوم د جوسو ماشین دی.
وېلډ چې په ۱۹۴۱ زېږدیز کال کې زېږېدلی، د لسانس تر کچې زدکړې د سوداګریزې ادارې په برخه کې چې تمرکز یې پر مالي قوانینو و کړې دي. دغه راز یې د جرمني په مشهور پوهنتون «یو اېم اې» کې دکټورا کړې ده.
د فوربس مجلې د ۲۰۱۵ زېږدیز کال د اکټوبر د شپږمې نېټې د شمېرو له مخې هېنس پیټر وېلډ دری میلیارده ډالره پانګه لري چې په دې توګه د میلیاردرانو په نړیوال نوملړ کې ۶۰۳ ام او په جرمني کې ۴۴ ام ځای لري.
واده یې کړی، دوه اولادونه لري او سویزلنډ په زوګ کې ژوند کوي.
دغه ليکنه په «هميانۍ» کې هم خپره شوې.